پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاردوغان او اسلامي سازمان ته غبرګون؛ مجاهد: د‌ ښځو په اړه قيودات...

اردوغان او اسلامي سازمان ته غبرګون؛ مجاهد: د‌ ښځو په اړه قيودات لنډ مهاله دي

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) ‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) د وروستۍ غونډې او اعلامیې هرکلی کړی.

ياد شوي سازمان او د غونډې د کوربه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه غونډه او اعلامیه کې پر ښځو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې.

ترکي ولسمشر ویلي، چې د حجاب له مراعاتولو سره بیا هم د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو د دروازو بندول د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی په غبرګون کې ویلي: “نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هیڅوک باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.”

هغه زیاته کړه: «د ښځو د تعلیم په اړه د مؤسسې اندېښنې د پوهېدو وړ دي، خو اسلامي امارت په دې برخه کې لنډمهاله ګام پورته کړی او دا اندېښنې به د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدو وروسته حل شي.»

هغه وویل، سربېره پر دې، طالبانو پر ټولو نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه پر OIC غږ کړی، چې له کابل سره “نږدې تفاهم” ولري.

د چهار شنبې په ورځ د تركيې له خوا د يوې فوق العاده غونډې په ترڅ كې په جده كې مېشتې موسسې د طالبانو په مشرۍ د حكومت لخوا پر افغان ښځو د لګول شويو بنديزونو په اړه اندېښنه څرګنده كړه.

د اسلامي همکاریو سازمان همدا راز پریکړه وکړه چې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره د ښځو د تعلیم او کارموندنې د حقونو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته یو پلاوی واستوي.

 د طالبانو حاکمې ادارې تېره مياشت په پوهنتونونو کې د نجونو ورتګ منع او ښځې یې په سیمه ییزو او نړیوالو بشري سازمانونو کې له کار کولو منع کړې.

دوی تر دې مخکې په دولتي ادارو او نورو ټولنيزو برخو کې هم د ښځو فعاليتونه منع کړي وو.

د طالبانو يادې پرېکړې په پراخه کچه په کور دننه او بهر سختو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

6 COMMENTS

  1. دارګ ددروغو تریشل د نړیوالو نه د همکاریو غوښتنه کوی خو بلی خوا د تالبانو د نارواکړنو په مقابل کی د نړیوالو غوښتنی چی د افغانستان د ولس غوښتنی دی لاس وهنی بولی.

    په خاص ډول اسلامی هیوادونه او داسلامۍ نړۍ علماوو ته پکارده چی په افغانستان د شریعت او دین د نوم لاندی د تور جهالت او وحشت په خلاف خپل غږ پورته کړی او خپل اسلامی او انسانی مسولیت د الله تعالی په وړاندی چی د باطل او جهالت سره مبارزه وکړی په ځای کړی.
    نړیوال هم باید یوازی په غندنو تکیه ونه کړی بلکه د تالبانو د ناروا کړنو په مقابل کی عملی ګامونه پورته کړی او دافغانستان د ولس د ارمانونو چی هیواد يی دتالبانو ترولکی لاندی دداډول جهالت او وحشت څخه وژغورل شی.

    پدی کی شک نشته چی تالبیزم هیڅکله نه بدلیږی او زه پدی هم باور لرم چی دا پروژه به له منځه ځی خو له بده مرغه مخکی له نابودۍ نه به د اسلام مقدس دین او مسلمانانو ته سترزیان ورسوی
    ځکه چی د تالبیزم ټولی کړنی د اسلام د مقدس دین سره په ټکر دی او اساسی او بنیادی اساسات يی په ډیری بی باکۍ د خپو لاندی کوی.

  2. ته نا مجاهد خوشی یو لوډ سپکریې جی ټول وخت دې په مداری ګری تیر شو دا ستاسی مناسب چاپیریال چی دا یو نیم کال کی جوړ نشو نو هیڅ کله به جوړ نشې نوره نړې لکه ځان غوندې احمقان مه فکر کویې ستاسو لوده ګان یاست ټوله نړې درته احمقه برېښی

  3. د اسلامي هېوادونو په مجموع کې او خصوصا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان اسلامي ، انساني او قانونی دنده ده چې د ټالبانو له جهالت نه د خلاصون لپاره له افغانانو سره همکاري وکړي .
    ټالبان په اسلامي او نړیوالو حقوقو نه پوهیږي . دوی غواړي افغانستان له اسلامه د مخه نړۍ ته ورټېل وهي .
    اسلام د سولې ، عدالت ، حق ، انصاف ، ورورګلوۍ ، عاطفې ، مینې او همدردۍ دین دی .

    إنما المؤمنون إخوة فأصلحوا بين أخويكم ۚ واتقوا الله لعلكم ترحمون
    وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الإثم والعدوان سورة المائدة

    إن الله لايحب الظالمين|
    ټالبان په ټولو افغانانو ، خصوصا زمونږ پرخویندو ظلم کوي .
    ټالب له نورو خیرات غواړي ، مرسته راسره وکړئ خو مونږ ته مشوره مه راکوئ چې زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله ده . عجیبه منطق!
    افغانستان د دغه سازمان غړی دی ، ټول قوانین او شرطونه یې منلي دي ، متقابلا دوی هم حق لري له مونږ سره په اسلامي مواردو کې مشوره وکړي .

  4. دا قدیانان تمام وخت پدی مرداړو ږیرو او بویناکو ژبو درواغو باندی لګیا دی دوی تربیه شوی پنجابی غلیسان دی دا یو کال کیږی چی داخبیثان وائی مونږ د میرمنو کارونو او جلکیو مکتبویو او پوهنتونونو لپاره شرائیط برابروو ، ای قدیانی کفارو تاسی جهان ته اسلام بدنامه کړ تاسی د افغان ملت دوښمنانو د افغان ملت جهاد تر پښو لاندی کړ او داسی ملی او اسلامی خیانتونو کښی پنجابی او اخوندی تربیه شوو ساختګیو تنظیمونه او امریکا او انګلیس کښی تربیه شوو ساختګیو دیموکراتان کملآ شامل دی او دی ټولو فجایعو ته د محمد داؤدخان کمونیستی کودتا تهداب ایښۍ دی او خائین سی آی اي تربیه شوی جاسوس خلیلزاد ددی ټولو فجایعو رهبری په اوږو درلوده او اوس هم نوموړۍ خائین دا کثیفه وظیفه پر مخ بیائی !!!!!!!

  5. سلامونه،
    همدغه ترکيې جمهوریت او او.آی .سي. پخپله پوک اسټیڼ پروژه ، او هلته کې شل دیرش ت.ګروپونه او غیر ضروري یعنې غیر قانوني مدرسې او … ښه پیژني او په کړنو ېې خبر دي ،خو بیا هم په اربونو او بلینونو ډالرې مرسته ورسره کوي !.له ابتدا د جهاده(البته د افغان ولس) بیا د نویمو کلونو غمیزو’بیا اوله ط. دوره، او بیا د کرزي اوخ.زاد تر اوسه پورې ،سیل کاوهء. او تل ېې له باران نه ناوې ته کینول
    مطلب له خپله افغاني جرګو او سولې پرته ېې پنجاب چټلستان ته ورحواله کړي چې تر آخري امریکا نییټو سنګهه برایډن هم بایلوده مګر خ.زات د پټو دراوزو شاته څه ګړې د عمرانک او کریشي او امثالهم سره ماتولې. اوس نو که ط ط ابتدايي نیسي ، پوهنتون ترینه پاتې کیژي او که لیسې پرانیزی موسسې ترینه پټاو کیږي. رایشئ له دې ونې پیوند کړئ چې شاتوت ونيسي!!.

  6. دوی د الله ج او د ملت په وړاندی مسول دی او باید خپل مسولیت په ښه شکل سره ادا کړی نه باید د افراط او تفریط څخه کار واخلی او په جزیی مسایلو باید ځان مصروف نه کړی نړیوالو سره تعامل وکړی ملی ارزښتونو ژمن وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب