شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهشېخ حقاني د موسيقۍ د انستیتوت پر ځای د ترنم رياست رامنځته...

شېخ حقاني د موسيقۍ د انستیتوت پر ځای د ترنم رياست رامنځته کړی

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) ‏‏‏‏د طالبانو حاکمې ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، چې د طالبانو د لوړو زده کړو مخکینی افراطي وزیر شېخ عبدالباقي حقاني یې په وروستيو کې عمومي رییس ټاکل شوی، د موسیقۍ انستیتوت پر ځای د ترنم رياست رامنځته کړی.

يادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه طالبي ترنم له خپرولو سره لیکلي:«تر تحول وړاندې د موسیقۍ د انستیتوت په نوم یو بدرنګ بنسټ د دغه ادارې تر سیوري لاندې فعالیت کولو چې د ( ستاره) په القابو ېې د ډېرو پاکو هېوادوالو سلیم فطرتونه ووژل.

 او په ډېری ستېجونو ېې د هغو زامن چې عمرونه یې د اسلام په اطاعت کې تېر وو؛ ډمان معرفي کړل.»

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو رژيم په ياده اداره کې اوس « د ترنم او فرهنګ» ریاست رامنځته کړی.

طالبان د موسیقۍ سخت خلاف دي او له بیا واکمنيدو سره ېې ډېر افغان هنرمندان یا هېواد پرېښودو او یا له هنري کارونو لاس اخیستو ته مجبوره شوي.

د طالبانو پر ترنم کوونکو ځینې خلک نیوکه کوي، چې له سندرو د ترنمونو لپاره کمپوزونه نقلوي او پر خلکو د موسيقۍ له بندیز سره خپله دوی موسیقي اوري.

2 COMMENTS

  1. مونږ چی تا ډم ته ګورو نو هغه ډمان له ستانه ډیر ښه ول هغوې که دې مسلمانانو زامن په ستیجونو باندې دې اسلام له دایرې ایستل مګر ډمان یې ترې نه جوړول ولی تا سو خلک دې اسلام له دایری څخه باسې بیا په تورو تیارو کې خوشی کوېې نو او خو له ستا لعنتې ډم نه هغوی بهتره دې

  2. د جهل له ډمامیت نه د هغو سپین زړو ، مسلمانو آوزونه ښه وو. هغوی څوک نه وژل . هغوی خلک له اسلامه نه وېستل . منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کې وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب