شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاسترالیا له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو دفاع وکړه

استرالیا له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو دفاع وکړه

تاند(شنبه، د جدي ۲۵ مه) استرالیا پرون (جمعه) له افغانستان سره د کرکټ د سیالیو د لغوه کېدو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه وکړه.

وروسته له دې چې طالبانو نجونې او ښځې له لوړو زده کړو او په ناحکومتي موسسو کې له کار کولو منع کړې، استرالیا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشر د لومړنیو حقونو د سرغړونې په خاطر له دغه هیواد سره د کرکټ سیالۍ نه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ او ځینو افغانانو د استرالیا پر دې پرېکړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید کرکټ له سیاست سره ونه تړل شي.

خو د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې فرانس پریس خبري اژانس ته په یوه استولي پیغام کې دا خبره رد کړې چې ګنې پرېکړه یې سیاسي ده. ده ویلي ویلي: لومړني بشري حقونه سیاست نه دی.

په پام کې وه چې د سږ کال په مارچ کې د استرالیا د نارینه وو کرکټ لوبډله د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

ټاکل شوې ده چې تر دې مخکې د افغانستان لوبډله د هند له ټیم سره سیالۍ وکړي. هند تراوسه پورې له افغانستان سره سیالۍ لغوه کړي نه دي.

خو د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې وايي:

«دا ډېر سخت او خواشینوونکی حالت دی. موږ دا پرېکړه ساده نه ده انګېرلې.»

ده همداراز ویلي چې د استرالیا د کرکټ اداره هیله لري چې له افغانستان سره مسابقې ولري او د افغانستان له کرکټ بورډ سره منظم تماسونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب