شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ادبي تیوري او د ادبي تیوري اساسات

ادبي تیوري او د ادبي تیوري اساسات

لیکونکی: پوهنمل عبدالحکیم حلیم

کابل مجله ۱۳۶۹ ل کال ۱- ۲ ګڼه/ پر له پسې ۳۹- ۸۴۰

۵۵- ۷۴ مخونه

پورتنی عنوان یعنې “ادبي تیوري او د ادبي تیوري اساسات” یو کوچنی دوه ټوکیزه عنوان دی، اما په حقیقت کې دا هغه لوی دریاب دی چې د دوو زرو کلونو څخه لا زیاته موده کېږي چې د بشري تمدن په هسکو ژورو کې بهېږي. وړې ویالې او غټ سیندونه ورسره یوځای شوي او اوس یې بېشانه پیاوړتیا موندلې ده چې د دې ستر بهیر په اوږدو او لنډو رڼا اچول د یوې کوچنۍ مقالې له توانه وتلې خبره ده او د هغې د مختلفو مسایلو احاطه کول د څو پاڼو کار نه، بلکې د کار او زیار او د ډېرو کتابونو د پاڼو تورول غواړي او زه باید په یوه مقاله کې د هغه په باب خبرې وکړم.

مګر له بله پلوه دا پخه خبره را یاده شوه چې(( که غر هسک دی په سر یې لار شته)). نو تصمیم مې ونیو چې دې عنوان لاندې د ادب تیوري د محتوا او اهمیت او هم په هېواد کې د ادبپوهنې د دې څانګې د دریځ په باب یو څه ووایم:

موږ پوهېږو چې پر طبیعت باندې خاص قوانین مسلط دي. د طبیعت هره پدیده د پیداېښت او د دې عیني قوانین لري چې مختلفې پوهنې د هغو په څېړلو او د بشر په ګټه د هغو د پکار اچولو په لټه کې دی.

همدا ډول بشري ټولنه او د هغه ټولې پدیدې د پیداېښت او ودې د خاصو ټولنیزو قوانینو تابع دی. د ټولنیز ژوند په ټولو ساحو کې ټاکلې قانونمندي تسلط لري چې هنر او د هغه ټول ډولونه په تېره بیا ادبیات هم د دې قانونمندیو د اغېزې څخه بېل نه دي.

له بله پلوه هره پوهه یوازې خپل مشاهدات او حقایق نه راټولوي او د منظم سیستم بڼه ورکوي، بلکې دا هڅه هم کوي چې د اړوندو پدیدو عیني قانونمندي څرګنده او د خپلې پوهنې د موضوع پیداېښت، بدلون او وده وڅېړي او د څېړنو ارزښت او ګټورتوب بشریت ته په ګوته کړي. ادبپوهنه د ټولنیز شعور د نورو برخو په څنګ کې د هنرپوهنې او همدارنګه د تاریخي علومو په ډله کې راځي(پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۱۶ – ۱۷مخ). په هماغه ډول چې طبیعت د یوې واحدې پدیدې په شان د یوې ډلې پوهنو، لکه فزیک، کیمیا، بیولوژي او داسې نورو پوهنو له خوا څېړل کېږي، نو ادبیات هم د یوې واحدې ټولنیزې پدیدې په شان د ادبپوهنې د مختلفو څانګو لکه ادب تاریخ، ادب تیوري، ادبي کره کتنه، متن پېژندنه، د ادب تاریخ لیکنه، او د اسنادو او ارشیف د څېړنو له خوا تر تحلیل لاندې نیول کېږي.(لیخاچوف د. س. ادبیات- واقعیت-ادبیات. لینینګراد.۱۹۸۱ م. ۱۹۸- ۱۹۹مخ)

څرنګه چې ادبپوهنه د نړۍ د ملیتونو د ادبیاتو د تاریخ دورې او قانونمندیو په راسپړلو کې د بشر د نورو تاریخي علومو په څنګ کې څېړل کوي، نو د خپلو تاریخي څېړنو او د ادبیاتو د محتوا او شکل د هر اړخیز تحلیل لپاره تیوري ته اړتیا لري. تیوري د ادبپوهنې یوه څانګه جوړوي چې د ادب تیوري په نامه یادېږي.

هغه مسلې چې د ادب په تیوري کې تحلیل او څېړل کېږي، د ادب تاریخ د څېړلو لپاره چې د ادبپوهنې اصلي او عملي څانګه ده ټاکونکی رول لري.( پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۱۷مخ)

ښکاره خبره ده چې د نړۍ د ملتونو د ادبي اثارو او ادبي پروسې د ځانګړنو او خصوصیاتو د تاریخي ودې تحلیل د یو لړ خاصو اصطلاحاتو او مفاهیمو شته والي ته اړتیا لري چې د محتوا او مانا له نظره څرګندوي او پرته له هغو د ادبي فکر، څرګند او مشخصه بڼه نه شي نیولی، د دا ډول عمومي مفاهیمو او اصطلاحاتو تنظیم د ادب د تیوري دنده ده.

د ادب تیوري د عمومي مفاهیمو د طرح او د یوه سیستم لاندې راوستلو سره د ادب تاریخ له یوه داسې وسیله په لاس ورکوي چې که چېرې د ادب تاریخ د دې طرح  څو عمومي تیوریکیو مفاهیمو خاوند نه وای نو د ادب تاریخ په یوازې د منفردو فاکتونو په لیکنه لګیا و(پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۱۷مخ). ځکه چې په هر هنري پوهنه کې تاریخ او تیوري ډېر ټینګ اړیکې سره لري. د نولسمې پېړۍ یو پوه چرنشفیسکي ن. ګ.(۱۸۲۸ – ۱۸۸۹ م) وایي:

” د هنر تاریخ د هنر د تیوري لپاره اساس او تهداب دی. د هنر تیوري مرسته کوي چې د هنر تاریخ په بشپړه توګه تنظیم شي. هر څومره چې د هنر تاریخ ښه تنظیم شوی وي د هنر د تیوري د بشپړتیا لپاره اسانتیاوې برابروي…پرته له تاریخه د یوې پدیدې د تیوري موجودیت ممکن نه دی او پرته له تیوري څخه د یوې پدیدې د تاریخ په هکله اصلا هېڅ فکر هم نه شي کیدالای، ځکه چې که تیوري نه وي د یوې پدیدې ارزښت او مول معلومیدلای نه شي(پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۱۸مخ).

نو شک نه شته چې د ادب د تاریخ په باب تر هغه پورې علمي څېړنه ممکنه نه ده، څو دا خبره څرګنده شوې نه وي چې: ادبیات څه ته وایي؟ کوم اثار د ادب په تاریخ پورې مربوط او کوم اثار د ادب په تاریخ پورې اړه نه لري؟ د دې ډول ګڼ شمېر سوالونو ځواب د ادب تیوري وایي.

د پورتنیو یادونو په پام کې نیولو سره ویلای شو چې د ادب تیوري د ادبپوهنې د نورو څانګو په شان د پیداېښت او ودې اوږدو تاریخ لري. د ادب د تیوري په باب لومړنی اثر د لرغوني یونان نامتو فیلسوف ارسطو(۳۸۴-۳۲۲ ق.م) لیکلی چې د “شعر فن” په نامه یادېږي. د دې اثر زیاته برخه د تراژیدي ژانر د ځانګړنو څېړنې ته وقف شوې ده.

د ارسطو له زمانې راهیسې د ادب د تیوري ودې ته د مختلفو هېوادونو پوهانو پاملرنه کړې ده په تېره بیا وروستیو درېیو پېړیو کې سترو ادبپوهانو، لکه:

دیدرو(۱۷۱۳ – ۱۸۸۳)، لیسنګ(۱۷۲۹ – ۱۸۸۱)، ګویته(۱۷۴۹ – ۱۸۳۲)، شیللر(۱۷۵۹ – ۱۸۰۵)، هګل(۱۷۷۰- ۱۸۳۱) او نورو د ادب د تیوري په وده کې د قدر وړ ګامونه اخیستي او دې پوهنې ته یوه منظمه او علمي بڼه ورکړې ده.

که د ادب د تیوري پر اوسنۍ محتوا باندې خبرې وشي او هغه مسایل په ګوته شي چې د ادب پوهنې په دې څانګه کې نن ورځ څېړل کېږي، نو کیدای شي چې د ادب د تیوري د ګڼو اثارو او مختلفو ادب پوهانو عقاید(ابرا-وویچ ګ. ل. د ادب پوهنې بنسټونه. ماسکو. ۱۹۷۹. ۳۵۲ مخونه. همدارنګه پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۳۲۷ مخونه او نور) تر درېیو عنوانو لاندې غونډ او د ادب د تیورۍ اوسنۍ محتوا وګڼله شي، د ادب د تیوري د محتوا لپاره به درې لوی عنوانونه(موضوعات) دا لاندې وي:

  1. د هنري ادبیاتو ځانګړنې.
  2.  د ادبیاتو د تاریخي ودې ځانګړنې.
  3. د ادبي اثر توکونه او جوړښت.

پورتني عنوانونه د ادب تیوري پورې اړوندو یوې ډلې مسایلو او سوالونو ته ځواب وایي.

د دې لپاره چې څرګنده شي چې هنري ادبیات څه ته وایي؟ نو لومړی عنوان “د هنري ادبیاتو ځانګړنې” ته باید پاملرنه وشي. تر دې عنوان لاندې دا ډول سوالونه ته باید ځواب ورکړي: د ټولنیز شعور د نورو ډولونو په پرتله د هنر د مضمون ځانګړتیا کومه ده؟ د هنر ایډیالوژیک ماهیت او هر فني امکانات کوم دي؟ د هنر د نورو ډولونو په پرتله ادبیات کوم ځانکړنې لري؟ په ادبیاتو کې مضمون او شکل د ټولنیز تاریخي ژوند سره څه ډول اړیکې لري او داسې نور.

“د ادبیاتو د تاریخي ودې د ځانګړنو” تر عنوان لاندې د ادبیاتو د مضمون او شکل د بدلون موضوع د ټولنې د تاریخي ودې په جریان کې څېړل کېږي او دا ډول سوالونه ته ځواب ورکول کېږي:

ادبیات په کومو ډولونو وېشل شوی؟ ادبي ډولونه یو له بله څه توپېر لري؟ د تاریخ په اوږدو کې د ادبیاتو ژانرونه څنګه بدلون مومي او ادبي مختلف ژانرونه لکه داستان، رمان، قصیده، تراژیدي، کومیدي او نور کومې ځانګړنې لري؟ په ادبیاتو کې د ژوندانه دا انعکاس کوم پرنسیپونه موجود دی او څه ماهیت لري؟ په ادبیاتو کې مختلف ادبي میتودونه، لکه: کلاسیزم؟ سینتمنتالیزم او نور کومې ځانګړنې لري او د ژوندانه دا انعکاس د پرنسیپونو سره څه توپیر لري؟ او داسې نور.

” د ادبي اثر د توکونو او جوړښت” تر عنوان لاندې د یوه ادبي اثر د ایډیالوژیک او هنري ارزښت تحلیل او د ادبي اثر د مضمون او شکل د توکونو او عناصرو څېړنه کېږي او دا ډول سوالونو ته ځواب وایي: د ادبي اثر په مضمون کې کوم اړخونه باید یو له بله توپیر شي؟ هنري څېره چې په ادبي اثر کې د مضمون وړاندې کوونکی دی څه ته وایي؟ هنري څېره څه ډول جوړېږي او کومې ځانګړنې لري؟ په ادبي اثر کې سوژه څه ته وایي او کوم توکونه لري؟ د ادبي اثر ژبنۍ خواوې کومې او څه ډول تنظیمېږي؟ د یوه ادبي اثر عمومي جوړښت(کمپوزیشن) څه ډول وي؟ په ادبي اثر کې د مضمون او شکل مختلف اړخونه په څه ډول سره تړلي وي؟ او داسې نور.

دا ټول هغه مسایل او مفاهیم دي چې ادب پوهان، لیکوالان او شاعران د خپلو څېړنو او لیکنو په لړ کې پېژندلو او د هغو څخه کار اخیستلو ته اړ دي، څو څېړنې او لیکلي اثار یې علمي هنري بڼه غوره کړي او په دې توګه ادبپوهنه په مجموع کې خپلې دندې د ټولنې په وړاندې ترسره کړي.

د بېلګې په توګه به د ادب د تیوري یوې مسلې” په ډولونو باندې د ادبیاتو وېشل” ته یوه لنډه کتنه وکړو. څو په ادبپوهنه کې د ادب د تیوري ارزښت او اهمیت بیا هم په ګوته شوی وي.

دوه زره کاله پخوا د لرغوني یونان فیلسوف ارسطو د خپل اثر”د شعر فن” په درېیم څپرکي کې یې په یوه جمله کې د ادبیاتو وېشل په درېيو ډولونو: حماسي، غنایي او ډراماتیکو باندې په ګوته کړل. په دې اثر کې ارسطو هنر او ادبیات د طبیعت تقلید وبلل او زیاته یې کړه چې د طبیعت تقلید په ادبیاتو کې په درېیو طریقو ترسره کېږي. ارسطو داسې وایي:

“تقلید یا په دې ډول کېږي چې د پېښو په باب د یوې ځانګړې او جلا پدیدې په شان کیسه وشي، لکه هومر چې دا کار کړی او یا داسې چې تقلید کوونکی په اثر کې موجود وي او خپله څېره نه بدلوي او یا داسې چې ټول انځور شوي کسان د عمل او فعالیت په حال کې وښودل شي.”(ارسطو. د شعر فن. ماسکو. ۱۹۶۷ م. ۴۵مخ)

هماغسې چې ارسطو د خپل اثر “د شعر فن” په واسطه د ادب د تیوري لومړنی بنسټ کېښود په هماغه توګه یې د خپلو پورتنیو څرګندونو په واسطه د ادب د تیوري او ادبي اثارو د وېشلو تېږه هم کېښودله. د دوه زره کلنو ټولو رادیکالو هڅو سره سره تراوسه پورې دا وېشنه پر خپل حال پاتې ده. اما د تاریخ په اوږدو کې د ادبي اثارو د دا ډول وېشلو د هراړخیزې څېړنې لپاره هڅې لا تراوسه روانې دي. د بېلو بېلو عصرونو ادب پوهانو او لیکوالانو د خپل عصر د پوهنې په رڼا کې دا موضوع د نوو مفاهیمو په واسطه افاده کړې او نوي تفصیلات یې ورزیات کړي دي.

نن ورځ د ادب په تیوري کې د دې درېیو ادبي ډولونو د ځانګړنو په باب ژورې څېړنې شوې او د ګڼ شمېر لیکل شوو ادبي اثارو پر بنا د دې درېیو ډولونو د ځانګړنو جزییات هم بیان شوي دي. که د نړیوالو ادبیاتو د حماسي، غنایي او ډراماتیکو اثارو ځانګړنې له هر ډول زایدو الفاظو او تفصیلاتو پرته په لنډه توګه وړاندې کړو، نو دا بیان به هرومرو داسې وي:

حماسي (Epic) ادبي اثار داسې هنري لیکنو ته ویل کېږي چې په هغو کې یو لیکوال او شاعر د انسان د اعمالو او د ژوندانه د پېښو(یو تصادف، حادثه، کار) په باب چې د اتل په ژوند کې پېښ شوې وي کیسه او خبرې کوي. او د واقعیت یو عیني انځور وړاندې کېږي، په دې ډول ادبي اثارو کې د پېښو د ودي انځورول غوڅ مقام لري. د پېښو په بیان کې د لیکوال څېره په څرګنده توګه نه احساسېږي. لیکوال د یوه څېړونکي حیثیت لري او هغه حالات او شرایط تحلیلوي چې اتل دی او یا هغه عمل ته هڅوي. هکل د دې ډول ادبي اثارو اصلي ځانګړنه دا بولي چې په اثارو کې د لیکوال شخصیت د هغه خیال او همدردي په ډاګه سره نه څرګندېږي (ګولیانوف ن. ا. د ادب تیوري. ماسکو. ۱۹۷۷. ۱۲۹مخ). د دې ادبیاتو ځانګړنه عینیت دی او په هغه کې لیکوال یو ساده کیسه کوونکی دی(نیکولایوف ب. ا. د ادب پوهنې د بنسټونه ستنونه. ماسکو. ۱۹۸۸. ۱۲۹ مخ). ګویته او شیللر په خپله ګډه مقاله کې لیکي چې په حماسي ادبیاتو کې لیکوال داسې خبرې کوي چې ګواګي دا پېښه په تېره زمانه کې پېښه شوې ده(نیکولایوف ب. ا. د ادب پوهنې د بنسټونه ستنونه. ماسکو. ۱۹۸۸. ۱۴۹ مخ). په دې توګه حماسي ادبي اثار د ژوندانه عیني او مادي اړخ د خلکو په منځ کې اړیکې، کړه وړه، د ژوندانه پېښې، حرکات، عادات او نور انځوروي او وړاندې کوي.

نړیوالو ادبیاتو د تاریخ په اوږدو کې ډېره وده کړې ده او د ادبي اثارو پورتنۍ وېشنه(حماسي، غنایي، ډراماتیک) د یوې بلې وېشنې تابع ګرزیدلی چې د ژانر په نامه یادېږي، د همدې دویمې وېشنې پر بنا حماسي ادبي اثار لاندني ژانرونه لري: اپپویا، داستان، رمان، کیسه، لنډه کیسه، ناول، فابل، اوچرک(پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۱۱۱- ۱۱۲ مخونه).  

غنایي(Lyric) ادبي اثار داسې هنري لیکنو ته ویل کېږي چې په هغو کې د شاعر تاثرات، احساسات او عکس العمل د ژوند د مختلفو پدیدو په مقابل کې څرګندېږي، دا ډول ادبي اثار د شاعر او یوه انسان د داخلي، ذهني نړۍ، افکارو او عواطفو بیا ن او انځور دی. په دې اثارو کې لیکوال او شاعر یوازې د مولف په حیث نه، بلکې د یوه فعال عمل کوونکي(فاعل) په توګه راڅرګندېږي؛ خو دا فاعل شخصي او فردي بڼه نه لري، بلکې د عصر تیپیک تاریخي کرکټر دی چې تعمیمي جنبه لري او د انځور شوو افکارو او احساساتو په بیان کې یوه ستره ډله انسانان خپله څېره، خپل عواطف او احساسات ویني.

هګل وایي چې غنایي ادبي اثار ذهني دي او د روحي حالت انځور دی، دی زیاتوي چې رېښتني غنایي اشعار هغه دي چې محتوا یې د ټولنې له نظره عمده او مهمه وي(ګولیانوف ن. ا. د ادب تیوري. ماسکو. ۱۹۷۷. ۱۵۲ مخ). یعنې هغه عواطف او تاثرات چې له غنایي اثارو کې وړاندې کېږي باید تیپيک وي، صرف شاعر نه، بلکې د ډېرو خلکو لپاره ارزښتناک وي.

شلینګ (۱۷۷۵ – ۱۸۵۴) وایي چې غنایي شعر د موسیقۍ د نغمې په شان دی. هره نغمه د انسان په شعور کې یو خاص احساس راپاروي. یو شعر هم په هسې شان یو شان احساس انځوروي(ګولیانوف ن. ا. د ادب تیوري. ماسکو. ۱۹۷۷. ۱۵۳مخ). نو ښایي چې غنایي شعر لنډ وی، په هماغه شان چې هر احساس یوه لنډه موده په ذهن کې ځای نیسي. د غنایي ادبي اثارو ژانرونه دا دي: قصیده، مثنوي، ویرنه، غندنه، غزل، رباعي او څلوریزه، اپیګرام او مادریګال او نور(پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه ماسکو،۱۹۸۳. ۲۹۹-۳۰۲مخونه).

د ډراماتیکو (Drama) ادبي اثارو موضوع د خلکو په منځ کې اړیکې او کانفلکتونه دي، دا اړیکې او کانفلکتونه په خاص ډول انځورېږي(ګولیانوف ن. ا. د ادب تیوري. ماسکو. ۱۹۷۷. ۱۶۵مخ). په دې ډول ادبي اثارو کې د پېښو بیان او کیسه نه شته. لیکوال د اتل کړه وړه نه بیانوي، یعنې په مستقیمه توګه کیسه نه کوي او خپل عواطف نه ښکاروي بلکې هر څه د پرسوناژ په کړو وړو او خبرو کې وړاندې کېږي.

د ژوندانه پېښې د پرسوناژ په څېرو او اعمالو کې ښودل کېږي او د ادبي اثر متن د پرسوناژ د خبرو(ډیالوګ) څخه جوړېږي، که څه هم ډیالوګ د ډراماتیکو اثارو عمده ځانګړنه ده، خو ټاکونکې نه ده، د ډرامو روح د کرکټرونو تصادم او ټکر دی(ګولیانوف ن. ا. د ادب تیوري. ماسکو.). د پرسوناژ او کرکټرونو په منځ کې د تصادم او برخورد په واسطه کانفلکت وړاندې کېږي. په ډرامو کې انساني اروزګانې او ارمانونه بیانېږي، د همدې ارمانونو بیان  او انځور د ډرامو د سوژو د ودې منبع ګرزي. دوه متقابل ځواکونه د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، د یوې خوا عمل او له بلې خوا عکس العمل ښکاره کېږي او په دې توګه ډرامه د پای په لور روانېږي.

ګویته او شیللر وایي چې په ډرامو کې پېښې په داسې ډول وړاندې کېږي، لکه همدا اوس چې پېښېږي(نیکولایوف ب. ا. د ادب پوهنې د بنسټونه متنونه. ماسکو. ۱۹۸۸. ۱۴۹مخ). هګل ډراماتیک اثار د عینیت او ذهنیت ترکیب ګڼي(نیکولایوف ب. ا. د ادب پوهنې د بنسټونه ستنونه. ماسکو. ۱۹۸۸.۱۲۹ مخ).  

ډراماتیک ادبي اثار د تیاتر لپاره جوړېږي. تیاتر د دې ډول ادبي اثارو د ژوند او بیان اصلي ټاټوبی دی، که څه هم کیدای شي چې یوه ډرامه د نورو ادبي اثارو په شان ولوستل شي. د ډراماتیکو ادبي اثارو اصلي ژانرونه: تراژیدي، کومیدي او ډرامه دي(ابراموویچ ګ.ل. د ادب پوهنې بنسټونه. ماسکو. ۱۹۷۹. ۲۴۰-۲۶۴مخونه).

د ادبي اثارو د درېیو ډولونو ځانګړنې مو په لنډه توګه او بې له دې چې د مختلفو عصرونو د اثارو زماني ځانګړنو ته اشاره وشي په مجرده بڼه وړاندې کړي. نو که چېرې د ادبي اثارو ډولونه د اړوند عصر او زمانې د اثارو د ځانګړنو پر بنا بیان شي، د مشخصو ملي ادبیاتو د هر ډول ادبي اثارو او حتا د هر ډول اثارو د یوه ځانګړي، منفرد ژانر په باب څېړنې به د څو کتابونو د پاڼو په ډکولو محدودې پاتې نه شي.

د دې ډول اوږدو بیاناتو بېلګې په ژباړل شوو او هغو ادبي لیکنو کې ډېرې دي چې نن ورځ زموږ په هېواد کې خپرېږي.

د پورتنیو اوږدو تفصیلاتو څخه هدف دا و چې د ادب پوهنې په چوکاټ کې د ادب تیوري اهمیت په ګوته او دا خبره په ډاګه شي چې:

سره له دې چې زموږ په وطن کې د پوهانو ادبي څېړنې اوږد تاریخ لري او زموږ سترو او ویاړلو پوهانو په ادبي هڅو او لټو کې خپل سرونه سپین کړي او د قدر وړ خدمتونه یې ترسره کړي دي، خو د ادب پوهنې دې څانګې یعنې د ادب تیوري ته دومره پاملرنه نه ده شوې.

یوازې په دې وروستیو څلورو، پنځو کلونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ داسې ګامونه واخیستل چې د هېواد ادبي پروسه یې د نړیوال ادبي غورځنګ سره څه نا څه ونښلوله.

تر ټولو د مخه محترم روهي صاحب په خپلو څېړنو کې د ادب د تیوري پر ځینو مسایلو باندې رڼا واچوله. خو د روهي صاحب څېړنې او لیکنې د ادب تیوري په مسایلو کې خورې ورې دي او “از هر چمن سمنې” د معمولي اصطلاح سره ورته والی لري. د ده په اثارو: ادبي څېړنې(روهي، محمد صدیق. ادبي څېړنې. ننګرهار.۱۳۶ – ۴۲۵ مخونه)، فولکلور پېژندنه(روهي، محمد صدیق. فولکلور پېژندنه. کابل. ۱۳۶۵. ۱۸۳ مخونه) او په مختلفو مقالو کې د ادب تیوري د ځینو مسایلو بېلګې لیدل کېږي. که څه هم د محترم روهي صاحب د ادبي څېړنو په اثر کې د نړۍ د ادبیاتو برخه (د نړۍ نامتو ادبي شخصیتونه او نامتو ادبي اثار) په تېره بیا د سفوکل”اودیبس” (ادیپ بادشاه)(۳۹۷- ۴۰۰مخونه) او د یوروپید “میدیا” (۴۰۰- ۴۰۳مخونه) تر عنوانو لاندې د دې دوو تراژیدیو یو ادبي تحلیل نه دی وړاندې شوی، بلکې د یونان د اسطورو په لړ کې د “ادیپ بادشاه” د اسطورو په ټولې لړۍ او هم دې ګرګونا په اسطورې باندې د کل په توګه یو ځغلند نظر اچول شوی دی، خو د محترم روهي صاحب د دې اثر د ادب د تیوري برخه(لومړۍ برخه- ادبي تیوري ۱- ۹۳ مخونه، درېیمه برخه – ادبي میتودونه(ادبي مکتبونه) ۳۱۶- ۳۸۵ مخونه) او د ادب د تیوري هغه مسایل چې د محترم څېړونکی په ټولو لیکنو کې څېړل شوی دی د محتوا له نظره هېڅ ډول ایراد نه شته او هره لیکنه یې د ده د ژور تحلیل، پراخې حوصلې، نوښت او د موضوع د هر اړخېزې څېړنې ښکارندوی دی.

بل هغه د یادونې وړ اثر چې د ادب د تیوري په باب لیکل شوی د محترم دوست شینواري”د ادب د تیوري اساسونه”(شینواری، دوست. د ادب د تیوري اساسونه. کابل. ۱۳۶۵. ۲۷۵مخونه) کتاب دی، سره له دې چې محترم دوست شینواري “د ادب د تیوري په اساسونه” کې ځینو تیوریتیکي مسایلو، لکه: د ادبي اثر موضوع او ایډیا او د ادبي اثر کمپوزیشن ته هېڅ اشاره هم نه ده کړې او ځینې نور مسایل لکه د ادبي اثر مضمون او شکل، سوژه، ځینې ژانرونه او ځینې ادبي میتودونه د دې اثر د عنوان د مفهوم په مطابقت سره یوازې د دې مسایلو په باب لوستونکی اشنا کوي او د راتلونکو څېړنو لپاره لاره پرانیزي. خو په دې اثر کې ځینې نور بحثونه لکه د رومان ژانر(۱۷۱- ۱۷۴مخونه)، ریالیزم(۱۰۴- ۱۲۸ مخونه)، د ادبي اثر ژبنۍ ځانګړنې(۲۴۲- ۲۷۴مخونه)، شعرپوهنه(۲۷۵- ۳۲۵مخونه) داسې ژورې څېړلي دي چې د دې اثر د عنوان”د ادب تیوري اساسونه” د مفهوم له پولو څخه بهر وزي او د ادب د تیوري د یوې خپلواکې ادبي څېړنې بڼه غوره کوي.

بېځایه به نه وي که وویل شي محترم دوست شینواری د دې اثر د خپرولو سره په هېواد کې د ادب تیوري د سیستماتیکو څېړنو بنسټ کېښود. محترم دوست شینواری د لومړي ځل لپاره هغه د ادب تیوري چې زموږ له هېواده بهر یې په اروپا کې وده کوله راواخیستله او زموږ د وطن د ادبي بهیر سره یې ونښلوله او د ادب د تیوري اروپايي مفاهیم یې د پښتو ادب په لار سم او د دې هېواد په ساز وغږول چې د لومړي ځل لپاره دا ډول څېړنه لوی زړه او د کلونو زیار ته اړه لري. محترم شینواری پخپلې دې زړورتیا او زیار سره هېواد د ادب د تیوري د څېړونکو په مخکښانو کې خپل نوم په زرینو کرښو ثبت کړ. 

په ځای به وي چې د لوی استاد مرحوم عبدالحی حبیبي دا خبره دلته یاده کړو چې وایي:

“یوه ژبه که څه هم ډير قوي بنیاد او وسعت او صلاحیت ولري، مګر که د فرهنګي او کلتوري تامل وسیله نه وي، د یوې بلې فرهنګي ژبې سره مقابله نه شي کولای او هغه غالبه ژبه، فرهنګ او ثقافت په وسیله دغه خپله مقابله ژبه له منځه باسې.

د پښتو ژبې د تقویت لپاره تر اوسه ډېر څه لیکل شوي او ډېرې لارښوونې شوي دي، خو اساسي خبره دا ده: څو پښتو د فرهنګ او ثقافت ژبه نه شي او فرهنګي عناصر یې تقویه نه شي او فکري ذخایر و نه لري او د کلتوري تعامل او فعالیت عراده نه شي او د اجتماع په فرهنګي مرکزونو کې داخله نه شي. تر هغو دا ژبه ، ژبه کیدای نه شي، نو که موږ وغواړو چې د ثقافت پر ډګر له نورو ژبو سره ودروو. باید په دغه ژبه کې د فرهنګي تبین او توضیح قوت پیدا کړو. د علم او ثقافت د قبلولو لپاره په دغه ژبه کې استعداد پيدا کړو. د انسان د فکر او پوهنې ګرانبها ذخایر دې ژبې ته رانقل کړو او هموطنانو ته داسې یوه ژبه وړاندې کړو چې هغه د فرهنګ او ثقافت ترجمانه وي، د تهذیب او ښکلا خاونده وي، د مترقي او عالي ادب قبلوونکې وي، د انسان د اوسنیو اړتیاوو او اجتماعي او اقتصادي احتیاجاتو سره سمه وي(حبیبي، عبدالحی. پښتو نثر ته کتنه. کابل. ۱۳۶۰. ۵۸مخ).

د محترم استاد مرحوم عبدالحی حبیبي پورتنۍ یادونه د محترم روهي صاحب او محترم شینواري صاحب په څېړنو او لیکنو کې د عمل جامې اغوستي دي.

همدارنګه په ۱۳۵۷ کال کې محترم الهام صاحب یو ګستتنر اثر د (تیوري های ادبي و نقد ادبي)(الهام، محمد رحیم. تیوري های ادبي و نقد ادبي. کابل. ۱۳۵۷. ۱۴۱مخ ). تر عنوان لاندې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د دري څانګې د ماسټرۍ پروګرم ته خپور کړی و چې د دې اثر یوه برخه وروسته بیا د کابل په مجله کې د (ادب پوهنې)(الهام، محمد رحیم. ادب پوهنه. کابل مجله. ۱۳۶۶کال. پنځمه ګڼه.۱- ۱۷ مخونه) تر عنوان لاندې خپره شوه.

که څه هم په پورتني اثر کې د (تیوري های ادبي) عنوان کارول شوی دی، خو په هغه کې یوازې د ادب د کلمې ایتمولوژیکه څېړنه په ختیځ او لویدیځ کې او بل دا د ادبپوهنې په څانګو باندې په ۱- ۲ برخو (۱-۶۰ مخونه) رڼا اچول شوې ده چې د ادب د تیوري د مسایلو لپاره یوازې د یوې لنډې سریزې مثال لري.

د دري ژبې په خپرو شوو ادبي څېړنو کې هم خورې ورې څېړنې او د ځینو ایراني او نورو بهرنیو هېوادونو د اثارو دویم او درېیم چاپ تر سترګو کېږي. په دې لیکنو کې هم د ادب د تیوري پر ځینو مسایلو باندې څه نا څه رڼا اچول شوې ده. خو دا څېړل شوي مسایل د ادب تیوري د لوی دریاب څخه یوې قطرې(څاڅکي) د اخیستلو مثال لري او کله کله دا شک هم پیدا کېږي چې ایا په رېښتیا هم دا څاڅکي د همدې دریاب څخه دی او که نه؟ چې غور او څېړنې ته اړه لري.

اما په دري ژبه داسې یو اثر نه دی خپور شوی چې د ادب د تیوري ټول او یا یوه ستره برخه مسایل یې تر بحث لاندې نیولي وي او د ادب پوهنې د علاقمندانو تنده پرې ماته کړې وي. خو دا امید موجود دی چې محترم پوهان او څېړونکي به د ادبي بهیر د دې نېمګړتیا د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

په پای کې باید ووایم چې د ډېر افسوس خبره ده چې په هېواد کې ادب تیوري ته چې د ادب پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره د تنفس هوا حیثیت لري، لا تر اوسه دومره پاملرنه نه ده شوې. د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د ادب د تیوري د څېړنو مستقله څانګه نه شته.

د لوړو زده کړو په موسساتو په تېره بیا په کابل پوهنتون کې د دې مسلې په باب د ” ادبي څېړنو” د محترم لیکوال د ۱۳۶۰ کال لیکنه تراوسه پورې صدق کوي چې وایي: “موږ د ادبیاتو په پوهنځي کې یوازې د ادبي مکتبونو په برخه کې نه، بلکې د لویدېځ ادبیاتو په باب یوه کرښه معلومات هم لاس ته نه  دي راوستلي، هغه څه چې ان د ادبیاتو په نامه لوستل کېږي ټول یې د عباسي خلفاو د دورې کتابونه دي چې په مختصر ډول تدریس کېږي. زما مقصد د دغې یادونې څخه دا دی چې د ادب پوهانو، ادب مینانو او ادبي موسسو پاملرنه دې ټکي ته راوګرځوم.”(روهي، محمد صدیق. ادبي څېړنې. ننګرهار پوهنتون. ۱۳۶۰. ۷۰ مخ)

د پورتنۍ یادونې په استناد او تایید سره غواړم زیاته کړم چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي ځینې څانګې حتا په خپلو درسي پلانونو کې “د نړۍ ادبیات” مضمون او “د ادب تیوري” د مضمون په حیث هم نه لري او دا خبره لا خیال او خوب دی چې په پوهنتون کې د ادب تیوري څانګه”ډیپارتمنت” پرانستل شي او د ادب په تیوري کې افغاني ټولنې ته متخصصین  وړاندې شي.

ماخذونه

  1. ابراموویج ګ. ل. د ادب پوهنې بنسټونه. ماسکو. ۱۹۷۹کال.
  2. ارسطو. د شعر فن. ماسکو. ۱۹۶۷ کال.
  3. الهام، محمد رحیم. ادب پوهنه. کابل مجله. ۱۳۶۶ کال. پنځمه ګڼه، ۱- ۱۶ مخونه.
  4. الهام، محمد رحیم. تیوري های ادبي و نقد ادبي. کابل. ۱۳۴۷ کال.
  5. پوسپیلوف ګ. ن. د ادب پوهنې بنسټونه. ماسکو. ۱۹۸۳ کال.
  6. حبیبي، عبدالحی. پښتو نثر ته کره کتنه. کابل. ۱۳۶۰ کال.
  7. روهي، محمد صدیق. ادبي څېړنې. ننګرهار پوهنتون. ۱۳۶۰ کال.
  8. روهي، محمد صدیق. فولکلور پېژندنه. کابل. ۱۳۶۵ کال.
  9. شینواری، دوست. د ادب د تیوري اساسونه. کابل. ۱۳۶۵ کال.
  10. ګولیانوف ن. ا. د ادب  تیوري. ماسکو. ۱۹۷۷ کال.
  11. لیخاچوف د. س. ادبیات- واقعیت- ادبیات. لینینګراد. ۱۹۸۱ کال.
  12. نیکولایوف ب. ا. د ادب پوهنې د بنسټونه او متنونه. ماسکو. ۱۹۸۸ کال.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب