پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+یوه ناسمه طبي اصطلاح؛ وینه مو میکروبي ده

یوه ناسمه طبي اصطلاح؛ وینه مو میکروبي ده

ډاکتر علي قمرزی

زموږ په ټولنه کې ډېر داسې طبي اصطلاحات شته چې ډیری یې له طبابت سره په ټکر کې دي او ناسم دي.

له ناسمو مشهورو طبي اصطلاحاتو څخه یوه د (وینه مو مېکروبې ده) یادولی شو چې نن سبا تر ډېره د روغتیایي کارکوونکو او حتا د عامو وګړو له خولې څخه هم اوریدل کېږي.

دغه ډله اشخاص هر کله چې د یو چا د وینې په لابراتواري معاینه کې د وینې د سپینو حجرو (WBC:White blood cell) يا (TLC:total Leukocyte count) لوړوالی وویني، دوی یې د وینې مکروب بولي.

د وینې سپین حجرات د بدن د دفاعي سیستم په لومړۍ کرښه کې قرار لري، او بدن د میکروب او جانبي جسم ژغورلو دفاعي پروسه کې خاصه ونډه لري.

 په وینه کې له نورمال سویې څخه (له۴۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰) د وینې د سپینو حجراتو لوړوالی د لیکوسایتوزیس ”Leukocytosis “په نوم یادیږي چې د زیاتوالی لومړۍ نښه یې د بدن التهابي عکس العمل دی او اکثره لوړوالی یې په بدن کې د انتان یا انتاني ناروغیو په شتون دلالت کوي. خو په ځینې نورمال حالاتو کې لکه زیات تمرین څخه وروسته، امیندواري، زکام، زیات روحي فشار او میرګي کې هم نوموړي حجرات تر نورمال حالت څخه لوړیدای شي.

بله مهمه خبره دا ده چې که چیرته په وینه کې د نوموړو حجراتو سویه نورمال یا ټیټه وي دا هم په دې معنا نه ده چې انتان یا انتاني ناروغۍ په بدن کې نه شته.

نو باید یو معالج ډاکتر د ناروغ ګیلو ته د پوره تاریخچې له اخستنې، فزیکي معاینې او اړوندو معاینو څخه وروسته دقیق، سم تشخیص او ناروغۍ ته ځان ورسوي. نه دا چي وړاندې له دې چې د نوموړو حجراتو (وینې سپین حجراتو) لوړوالي لامل پیدا کړي، یا یوازې د وینې د سپینو حجراتو په لوړوالي ناروغ ته د (وینې میکروب ناروغی) په نوم انتي بیوتیک او نور بې ځایه درمل شروع کړي.

1 COMMENT

  1. ډاکتر صاحب علی قمرزی،
    دیره مننه یوې ډیری مهمی مسلی ته مو پام کړی دی.
    نور طبی مسلکی کسان هم باید متوجه شي چی زموږ په خلګو کي غلطي طبی اصطلاوی په هغه سمه توګه رواج شی او ناسم معلومات ورنه کړل شي.
    دنورو طبی معلوماتو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب