سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+انسانانو کله خبرې پیل کړې؟

انسانانو کله خبرې پیل کړې؟

تاند- ساینسپوهان اټکل کوي چې په ګرامر برابرو ژبو کابو ۲۰ زره کاله پخوا په جوړېدو پیل کړی دی.

له ډېرو زمانو راهیسې داسې باور کېده چې مدرن انسان (اوسني انسان) میلیونونه کاله پخوا په خبرو پيل کړی دی، خو تازه څېړنې ښيي چې انسان کابو ۷۰ زره کاله پخوا د معنا لرونکو ږغونو په تولید بریالی شوی او له هغه وروسته لسګونه زره کاله تېر شول چې بشپړه ژبه ومومي.

معنا لرونکو ږغونو هغه مهال پراختیا وکړه چې مدرن انسان له افریقا د نړۍ نورو سیمو ته لېږد پیل کړ. د افریقا په اړه ویل کېږي چې د انسانانو زانګو ده یعني همدلته لومړني انسانان پیدا شوي او له هغه ځایه نورو سیمو ته لېږدېدلي دي.

د معنالرونکو ږغونو پراختیا تقریباً هماغه وخت پیل شوه چې مدرن انسان د افریقا له لویې وچې نورو سیمو ته مهاجرت پیل کړ.

د ساینسپوهانو په وینا، په دې دوره کې په انسان کې د خبرو کولو جین وده پیل کړه. خو ژبه په تدریج او په یوه اوږده موده کې رامنځته شوه.

د دوی په باور، انسان هماغه مهال یوازې (نُچ‌ُنچ) له خولې ایستلی شوای چې یوازې په خوله کې د هوا د جریان کنټرول ته اړتیا لري.

د دې دورې نخښې په خویسان ژبو کې، چې د بوټسوانا، نامیبیا او جنوبي افریقا په ځینو برخو کې خلک پرې خبرې کوي، پاتې دي.

شل زره کاله تېر شول چې د انسان د صوتي سیستم نورې برخې وده وکړي او رامنځته شي.

۵۰ زره کاله وروسته انسان نوي ږغونه پیل کړل. په نوي صوتي سیستم کې د خولې ترڅنګ، حلق، پزې او حنجرې رول درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب