تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) د فارياب غورماچ ولسوالي، چې مخکې د بادغيس ولايت اړونده وه، د طالبانو د پريکړې له مخې بيرته بادغيس سره يو ځای شوی ده.
خبړي سرچينو ويلي، چې په دې اړه د طالبانو رياست الوزرا پريکړه کړې او دليل ېې د خلکو ناندرۍ او د بادغيس په تشکيلاتي جوړښت کې د دوی ستونزو ته ښه رسيده ګي ګڼلې ده.
ځايي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
غورماچ ولسوالي شاوخوا لس کاله مخکې د جمهوري نظام پر مهال په ورته دليل له بادغيس څخه جلا او فارياب ولايت پورې تړل شوې وه.