جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسالنګ لاره بیرته پرانیستل شوه

سالنګ لاره بیرته پرانیستل شوه

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) ‏‏‏‏د طالبانو د فواید عامې وزارت چارواکو د سالنګ لارې د بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ياده لاره یې د سالنګونو د ساتنې رياست د کارکوونکو په هڅو له واورو پاکه او بیرته پرانیستل شوې ده.

وزارت له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې په سالنګونو کې په ځانګړي ډول ترافیکي قوانینو او د مسوولينو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان ډېرې سړې سیمې او له هغې ډلې سالنګونه په وروستيو ورځو کې تر سختو واورو او ورښتونو لاندې دي.

د‌ دغو ورښتونو او لار بندیدو له امله سالنګ کې لسګونه تنه ايسار شوي هم وو، چې د طالبانو د دفاعي ځواکونو له لوري ژغورل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...