یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+دين، تمدن او نفسياتي انتقام | عبدالوحيد وحيد

دين، تمدن او نفسياتي انتقام | عبدالوحيد وحيد

د دین او تمدن ترمنځ اړیکه یو له مهمو تاریخي او ټولنیزو مسئلو څخه ده. دین د هغو لارښوونو مجموعه ده چې د انسان د معنوي اړخ له په نښه کولو سربیره، د هغه د ژوند د بدلون اړخ هم ته بنسټیز لاره هواروي او د بشپړتیا په لور د انساني حرکت مرکزي تګلاره ټاکي.  انسان خپلې دندې او حقونه د يوه ځانګړي بصيرت په مرسته او له دين څخه د درک درلودلو پربنسټ پېژني.

تمدن د ژوند یوه ځانګړې بڼه ده.  د وخت له غوښتنو او اړتیاوو سره سمون او بدلون مومي.  کله چې  وخت بدليږي او انساني اړتیاوې لوړيږي، نو نوې پوښتنې او غوښتنې رامنځته کيږي، د نويو نوښتونو  اړتیا احساس کيږي او په پایله کې یو بل تمدن رامنځته کيږي ځکه چې د انسان د وجود هوساينه نور د ژوند په موجوده ځانګړې طریقه کې ځان نشي ځايولاى

په علمي کچه د يوې پرمختللي ټولنې په منځکې ژوند کول او د همدغې ټولنې له چلن کړو وړو، اخلاقو او دودونو سره عادت کول، په اقتصادي چارو کې دقت نظم او هوښیارتیا، سیاسي شاخصونه درلودل، اخلاقي دودونه او د علم  د پرمختګ په لاره کې لاسته راوړنو ته تمدن ويلاى شو.

په هر صورت په انساني ټولنه کې د دواړو خواوو ترمنځ ټکر نه، بلکې نزدې اړيکې ساتل او انډول رامنځته کول د ژوند د  معنوي او مادي اړخونو د دوام لپاره د اکسیجن حيثيت لري. اساسي خبره داده چې په فردي او ټولنيزه توګه د ثبات، سولې، پرمختګونو او نظم د رامنځته کيدو په موخه د معنوي او مادي رنځونو د درملنې لپاره که د وخت له غوښتنو سره سم مسلکي روزل شويو افرادو ته د درملنې دندې نه سپارل کېږي، نو حتما د معنويت او ماديت ترمنځ انډول له منځه ځي، په ټولنه کې شته رنځونه سرطاني ريښې جوړوي او د ټولنې د پاشل کيدو لامل ګرزي.

که احياناً د  معنويت برخه برلاسه کيږي، نو له انسان څخه منصور جوړيږي. د انا الحق” چيغه پورته کوي او که د ماديت تله درنه شي، نو له انسان څخه قارون جوړيږي چې وجود يې په هيڅ صورت کې ټولنې ته ګټه نه لري.

په تاریخي ډول په هره ټولنه کې داسې ډلې شته چې په خپل عملي ژوند کې پرمختګونه غواړي خو ددې مطلب قطعاً دا نه دى چې هغوى دین پریږدي.  دا خلک د اعتدال لاره نيسي او نوښتونو ته په دين کې لاره لټوي. د ماديت او معنويت ترمنځ انډول رامنځته کوي او ژوند ته دوام ورکوي.

د اسلام اصلی قوت د هغه په ​​رښتینولي باندي د مسلمانانو  باور د تذبذب او تزلزل له کچې څخه د بشپړ يقين تر کچې پورې لوړولو او زړونو ته د ننوتلو له لارې د انساني ټولنو له مديريت کولو څخه سرچینه اخلي او غوره حکومتولي هغه ده چې حاکم د ديني لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره مسجد او يا هم د ديني عالم کور ته ورشي. ستونځه هغه مهال رامنځته کيږي چې د ځينو ديني کړيو د مټکور ذهنيت او په پرله پسي ډول د نويو ساينسي پرمختګونو ترمنځ ټکر ته د غبرګون له امله په انسانانو کې د مادياتو اړخ پياوړى شي او نتیجتاً د ټولنيزو ارزښتونو له منځه تلو ته لاره هواره شي.

که دين د سياسي ډلو ټپلو لخوا د خپلو ګټو او واک ترلاسه کولو لپاره وکارول شي، نو ناورين زېږوي، ځکه چې حاکم ته د خپلو اعمالو د توجیه کولو په موخه له دين څخه د خپلې خوښې د فتوا ترلاسه کولو کې هيڅ ستونځه نه پېښېږي. که د ديني برخې او معاصرې حکومتولي  ترمنځ اړين انډول له منځه ځي او ديني ډلې د حکومتولي مسئوليت هم په غاړه اخلي، نو د معنوي رنځونو معالج ته له خپلې دندې سربېره د مادي رنځونو د درملنې دنده هم سپارل کېږي، د واک ساتلو په حرص او د مادي امتیازاتو په ترلاسه کولو باندې معتاد ګرزي،  یو مطلق العنان ناکام نظام رامنځته کيږي چې په بالقوه توګه په دين باندي د ټولنې باور ته زيان اړوي، تخلیقي انرژي يې له منځه وړي او ټولنه د رکود خواته ځي.

زموږ په ټولنه کي د معنويت او ماديت ترمنځ  د ټکر په نسبت د يوه او بل د کړنو په وړاندي د مقابل لوري افراطي غبرګون ستره ستونځه ده. که له ديني علماو سره د پرونيو ارګ مېشتو دښمنانه چلن او د نننۍ حکومت امپراتورانه ديکتاتوري ترمنځ د مشترکاتو په لټون پسې هڅه وکړو نو وينو چې د پخوانیو او نننيو ارګ مېشتو ترمنځ يو د بل په وړاندې افراطي غبرګون د اشتراک نکته جوړوي. پرونيو ارګ ميشتو له ديني ټولنو سره په جفا کولو کې افراط کاوه او د ارګ ننني مينان د دين له ادرس څخه له دين سره د افراطي اړخ نيولو له امله جفا کوي. بله نکته د دواړو خواوو ترمنځ د يو بل په مسئوليتونو باندې خيټه اچول  او د مقابل لوري د حذف او نفى کولو تګلاره جوړوي.

که د کلتورونو د ټکر په تړاو ارزونه او څيړنه پيل کړو نو داسې ښکاري چې دا ځل د معمول خلاف کليوالي کلتور ته په ښاري تمدن باندي د دين له ملاتړ سره يوځاى د حاکميت چانس لاس ته ورغلى دى. اوسنى نظام د لسيزو وړاندي کليوالي دود ته ورته دى چې د يويشتمې پيړئ د معلوماتي تيکنالوژي په معاصر وخت کې په ښاري ټولنه باندي تطبيق کيږي. همدا لامل دى چې په کليوالي سيمو کې د ښاري خلکو په نسبت د وروستيو مټکورو امرونو په وړاندې غبرګون نرم دى.

که د نفسياتي انتقام اړخ  راوسپړو او د ځينو انسانانو لخوا په ماضي کې د خپلو محرومیتونو له امله د لاعلمي په حالت کې د خپل محرومیت د غچ اخیستو فلسفه راڅيړو، نو داسې ښکاري چې کله کله چارواکي پرته له دي چې د خپل چلن په افراطي اړخ پوه شي، د خپلو ناوړه کړنو له امله د راتلونکي نسل عقيدوي ستونځې درک کړي، د هيواد تياره راتلونکي په نظر کې ونيسي، د خپل ولس اړتیاوې وسنجوي، له نړۍ سره د سيالي په کولو فکر وکړي, تر ټولو مهمه دا چې د خپلو کړنو لپاره په کور دننه او د اسلامي امت له علماو څخه د مشروعیت هڅه وکړي،  په ښاري تمدن او د معاصرو ښوونيزو بنسټونو ښځينه زده کوونکو  په وړاندې نفسياتي انتقامي کړنو ته په نورو نومونو دوام ورکوي. دا هغه کړنې دي چې له هيڅ ډول موازينو سره سمون نه خوري

که له پورتنیو ستونځو څخه د تل لپاره د نجات هيله لرو، نو په خپلو فکرونو، کړنو، ارزونو او چلندونو کې به بدلون راوړو.  د ناستو غونډو سيمينارونو او ورکشاپونو له لارې به معلوموو چې په تيرو پنځو لسيزو کې له استثنا پرته موږ ټول ولې دداسې نظام په جوړولو کې ناکام يو چې اسلامي هم وي، اهليت معيار هم په پام کې نيول شوى وي، ملي مشارکت هم پکې تمثيل شوى وي، واک ترلاسه کولو ته متفقه ميکانيزم او ټول منلى اساسي قانون ولرو؟

موږ د زده کړو په برخه سترې ننګونې په مخکې لرو او ټول افغانان د زده کړو لپاره د هيواد د پرېښودو امکانات هم نه لري. موږ کولاى شو له اوسني بن بست څخه د وتلو لپاره سوله ايزې مسلسلې مبارزې ته په هوډمنتوب له اړونده نړيوالو ادارو او د لوړو زده کړو له نړيوالو مؤسساتو سره د هرې ممکنه لارې په کارولو د ښوونځيو او پوهنتونونو په کچه د وړيا انلاين  سيستم د رامنځته کولو لپاره مبارزه وکړو. البته دغه نوښت همغږي ملاتړ او ريښتونې هېوادنۍ مينې ته اړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. سلام
    له نفس سره مبارزه:
    ډیر ه ښایسته لیکنه ده او په سمو ټکو په سمه توګه ،اخلاق او فضیلت ،ضرورت او معیار ،ظرفیت او کرامت بحث شوی نو زه هم دتاند له لارې دتل په څېر یوازې داذهانو دتنویر په خاطر راڅرګندیږم .لکه څنګه چې انسان تل په حرکت ، لیدو اوانسانی سلوک دی اودهغه حرکت کله به لوړه اوکله په ژوره درومی نو که چېرې دیوه انسان تول تدبیرونه دعقل اوشرع به لاس کې وی قهرا حرکت یې لوړ لوری ته خی او که دهوا او هوس ،اندیوالی، دروغو ،چل اوچم باندې استوار ول نو داسفل السافلین لوری ته خی.انسان یو دوه بعدی مو جود دی له یو لوری اوچت عالم ته ګوری اوله بل لوری ټيټ یا سفلی لوری ته نوله دې امله انسان دوه نفسانی څېرې لری
    یونفس دنازل کیدو مرتبه کې یعنی طبیعی بنه چې له غرایزو منشار اخلی دلته ډیر مسایل دی چې وجود یی دمادی او سیاسی زوند دنامین لباره ضروری دی. دغه برخه یوازې اګاهانه اسلامی اخلاف رهبری او کنترولولی شی .اما کله چې داکار نه کیږی نودنفس بل لوری:
    بی لاریتوب، انحصار، قدرت،ظلم ،جهل،طغیان،حرس،حسد،بخل، دروغ، او تکاثر په انتقام اوړی چې دافرهنګ زموږتولنې سره دجهاد له پیله ملګری دی اوهیچا کار ورته نه دی کړی چې له بده مرغه نجونې اوښځې یی ښکار شوی او داوکران کړکېچ ور نه تیار شوی.
    کلام الله دنفس اماره څخه خبرې کوی: ان النفس الاماره بالسوء سوره یوسف/۵۳ یا به طه سوره کې/۹۶ کذلک سولت فی نفسی یعنی نفس زه دغه دول چم ته راوستلم.سولت له تسویل څخه اخیستی شوی دی چې دزینت مانا ورکوی همدا رنګه په سوره شمس کې فرمایی:ونفس وماسواها فالهمها فجورها والتقواها [۷/۸]
    «یا ایتها النفس المطمئنه ارجعی الی ربک راضیه مرضیه فادخلی فی عبادی و ادخلی جنتی»
    داسلامی امارت نږدې دوه کاله پور ه کیږی چې خپل ځان باندې یې عریضه کړې یو مدعی نه ټولې نږۍ سره یې بی له مشروعیت ، بهرنی سیاست ،قانون ، پلان ، نهادی بنسټ ، ژبې، اړیکی جوړولو ، دواړخیزه دیپلوماتیک راشه او در شه ښکر ورته کړی.استازی سید ذاکر الله هاشمی چې بستره یی په خصوصی چینلو کې دامارت په نوم اچولې په کومه پوهه اوشخصیت په خلکو دخېټې دمنافقت فتوا ټاپه وهي؟ایا دایو اسلامی ارزښت دي او یو نظام باید همداډول کسان د ظرفیت او کفایت لپاره و لری ؟
    کورودان بریالی اوسې.

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      ستاسو د نظر له ټولو مندرجاتو سره بشپړ توافق لرم. يقيناً د ژوند په هر ډګر کې انډول او توازن ته اړتیا ده.
      د موجوده حکومت په تړاو باید ووایم چې په اړونده برخو کې د عام کمي د چاپلوسانو کړنې او دسيسې دنظام د ناکامي ستر لامل دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب