یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط-انو د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د امنيت شورا ځانګړې...

ط-انو د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته غبرګون وښود

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) ‏‏‏‏د طالبانو حاکمې ادارې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د ځنډولو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته غبرګون وښود.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل:« د امنیت شورا اندیښنې درک او هڅه کوو، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نه شوو کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړو.»

د طالبانو وياند دغه راز ویلي:«نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.

موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.»

طالبانو په وروستيو کې نجونې له پوهنتونونو او ښځې ان په نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

نړیوالو ته لا څرګنده نه ده چې طالب مشرانو ته، چې د یوه ګاونډي هیواد په لومه کې دي، دنده سپارل شوې چې افغانستان په نړۍ کې لا منزوي او له یوه هیواد څخه پر یوې سیمې بدل کړي.

افغانستان اوس هم د یوه دولت په شان نه اساسي قانون، نه ملي سرود، نه سفارت، او نه په رسمیت پېژندلی حکومت لري.

خو ډیری بهرني دیپلوماتان وايي چې د طالبانو اکثره مشران، چې په کابل کې دي او پر کندهار مېشته وړه ډله یې ډېر وس نه رسیږي، د هغو اقداماتو ملاتړ نه کوي چې د دې وړې او مجهول الهویه کړۍ له لوري اعلانیږي.

4 COMMENTS

  1. طالبانو،
    تاسې و شريعت سره ډېر ليرې ياست، خو دا به تاسې او هم ټول ملت ته ښه په خير وي چې تاسې له دې خپلو سرتنبه ګيو لاس واخلئ او د عليا مصالحو په پار له نرمښت کار واخلئ او رامخته شئ. دا کړنې مو له شريعت او هم د هېواد د ملي اسلامي منافعو سره په ټکر کې دي او دا کار مه کوئ.
    په لوی لاس بيا بيا نړيوالو ته د ځان په تړاو ثبوتونه مه ورکوئ او ستا کړنې په همدې موخه دي چې نړيوالو ته لا ثبوتونه په لاس ورکړئ او دا ځل مو خبره له لا بدتره شي.

  2. ته د سپګن بچی خو دا دین داسې نیغ نیغ کوې لکه دا دین چې دې ملت ته تاسو راوړی وي او دې ملت مخکې هیڅ دین نه درلود. شرمیدلو د چا لخوا چې چې دې هیواد ته دین راغلې هغوی هم تاسو پورې خاندي چې داسې خره خو مونږ نه کله لیدلي او نه درته ددین د پیروان په سترګو ګوري. هسې د دین د د الې استفاده مه کوئ خدای مکړه چې ستاسو له امله خلک دا دین بیخي پرې نږدي. او د ټولو سپګنو او جاهلو خواهش لرم چې لږ قران او احادیث زده کړئ تر څو په دین صحیح پوه شئ.

  3. ستا د مور دوبره غیمه، شرعی اصول خو قواعد دي چې هغه متا سفانه دا سلګونه کاله په دې بد بخت ملک کې رواج دي ، خو د علم او پوهې د زدکړې حق ستا سو له دې مردارې مریضي ، استعماري شریعت سره هیڅ تړاو نلري !! هغه شریعی قوانین د اوس زاړه د موډ وړ ندي ! انسانان اوس مدني ، دیموکراتيک ازاد قونین لري چې د ژوندویو انسانانو د خوښې او ازاد ې رایې محصول او قوانین دی !! داقوانین هر وخت تغیر او تبدیلې دی شي نو ستا شریعت خو د خره لکۍ ده له کښته او پورته خوا یو اوږدوالی لري ! په شریعت تاسو خپله دیکتاتوري او ځناو توب کوۍ او یوو مبهوم شي ته اشاره کوۍ چې هغه نه د معنی او نه د مادې په شکل وجود لري ! لکه په شمال کې یو ملا چې هغه به ښځې غوولې د حامله دالري لپاره خو تاسو په شریعت او اسلام اولسونه سومبه کوۍ دخپل قدرت او جهالت لپاره ! ته ورک شه اسلا دې ورک شه هغه یوه زړه پدیده ده ، تر هغو به چلیږي چې اولس تاریک او طبعي علوم بند وي خو کله چې اولس پوه شي ستا سو سپوږنو پوستین به ټول وي!! !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب