Homeخبرونهافغان - جاپان روغتون د کرونا پېښو د دوام خبر ورکړی

افغان – جاپان روغتون د کرونا پېښو د دوام خبر ورکړی

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) د طالبانو د ادارې د ‏‏‏‏عامې روغتیا وزارت هغه اندېښنې ردوي، چې ګواکې هېواد کې د کرونا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې د کرونا کچه ټېټه ده او توانیدلي د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۱۲ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق کړي.

له دې سره، د افغان – جاپان روغتون ډاکټران وايی، چې په ورځني ډول له دوی سره د کرونا دوې پيښې ثبتېږي او کوم ناروغان چې وروړل کېږي په ښه توګه یې درملنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سړې هوا له زياتيدو سره د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

طالب چارواکي د دغه ويروس ناروغانو ته د درملنې د چمتووالي خبر په داسې مهال ورکړی، چې افغانستان د فقر او بشري ناورين تر څنګ د روغتيايي خدمتونو له سخت کمښت سره هم مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...