Homeخبرونهکابل ته له څه موده ځنډ وروسته بیا د نقدي بشري مرستو...

کابل ته له څه موده ځنډ وروسته بیا د نقدي بشري مرستو کڅوړې ورسیدې

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکي کابل ته له څه مودغ ځنډ وروسته د نقدي بشري مرستو د بيرته پيليدو خبر ورکوي.

د دغه بانک په یوه اعلامیه کې راغلي:« افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.»

 افغانستان بانک زياتوي، د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي،ستاینه کوي.

طالب چارواکو د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله ښودلې چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

د‌‌ بشري مرستو دغه لړۍ څه موده مخکې پوهنتونونو ته د نجونو او نادولتي موسسو ته د ښځينه کارکوونکو د ورتلو د مخنيوي له پريکړې سره ځنډول شوې وه.

طالب چارواکو په دې اړه له خپلې پريکړې دفاع کړې او ویلي، چې د « اسلامي شريعت» د تطبيق لپاره د نړيوالو مرستو د ځنډیدو په ګډون فشارونو ته غاړه نه ږدي.

د طالبانو منتقدین بيا دوی د يوه وږي ملت په يرغمل نيولو او په بدل کې ېې د خپلې ادارې د تمويل لپاره له نړيوالو د امکاناتو په اخيستو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...