یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزارت د وژل شويو دیپلوماتانو فاتحه واخیسته

بهرنيو چارو وزارت د وژل شويو دیپلوماتانو فاتحه واخیسته

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴) د طالبانو حاکمې ادارې نن په بهرنیو چارو وزارت کې د وزارت دروازې ته څېرمه د تېرې اونۍ د بريد له امله د وژل شويو دیپلوماتانو فاتحه واخیسته.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د وژل شويو کسانو شمېر نه دی ښودلی، خو ويلي چې وارثینو يې د طالبانو د ادارې د ساتنې لپاره د نورو قربانيو ډاډ ورکړی.

سرچینه زیاتوي، چې په د غو مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه غم کې ځان او طالب چارواکي شریک وبلل.

د هغه سیاسي معین عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل:« د راغلي اسلامي نظام او هیواد ساتنه یواځې د امنیتي ارګانونو مسولیت نه دی، بلکې هر افغان مکلف دی د دښمن په وړاندې خپل ایماني رسالت ترسره

کړي او پرې نه ږدي چې دښمن خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.»

د بهرنيو چارو وزارت مخی ته د تېرې اونۍ په دغه پېښه کې، چې طالبانو چاودنه بللې وه، د څه باندې ۲۰ ديپلوماتانو د وژل کیدو او ګڼو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

داعش ډلې د دغې پېښې له مسوليت منلو سره ويلي، چې د طالبانو پر مسوولينو يې ځانمرګی برید کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب