یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحليم فدايي پر ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو د مخکيني...

حليم فدايي پر ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو د مخکيني وزير تورونه رد کړل

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴)‏ د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي، چې د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ولسمشر غني د ټاکنيز ټيم د څارنې له مرکزي څېرو څخه و، په دغو ټاکنو کې د ولسمشر غني له لوري د رايې پټولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير مایک پمپیو تورونه رد کړل.

حلیم فدایي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي:«د ښاغلي پامپیو دا خبره چې ولسمشر غني ټاکنې غلا کړې وې، دده په ناخبري دلالت کوي. ددوی ټول معلوماتونه همداسې ناسم ول. زه د ټاکنو د نظارتي مرکزې ګمیتې غړی، کابل ولایت د ټاکنو د نظارت عمومي مسوول او د ټاکنو په کمېسیون کې غړی د ۱۰۰ فیصده بیا شمېرنې وروسته غني مطلق ګټونکی وو. »

فدايي زياتوي، چې د رايو د سل فیصده بیا شمېرنې غوښتنه هم امرېکایانو کړې وه او نړۍوال ناضرین هم موجود ول.

د نوموړي په وينا،‌ امریکا متحده ایالاتو ان د حامد کرزي په وخت کې په هر حال اجراییه ریاست غوښت او بالاخره دوه سری حکومت یې پر ولسمشر غني تحمیل او په دې ډول د افغانستان حکومتي بنسټونه کمزوري کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير ياد شوي تورونه په يوه تازه وينا کې پورې کړي، خو خپله بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. زما نظر د فدائی د پورته څرګندونو سره تړاؤ نلری.
    په کوم ځای می ولوستول:
    دا بړوه ( پمپئو ) د وزارت په دوران کی هره ورڅ د کار د پیل مخکی به په دفتر کی څو دقیقی د انجیل د کتاب په لوستلو بوخت ۇ. ( ډیره د تأمل وړ کیسه ده ).
    خبره پدی کی نه ده چی په رسمی دفتر کی قرآن یا انجیل یا تورات یا وِدا یا تریپیتاکا یا د مارکس « سرمایه » ولوستل سی بلکه خبره پدی کی ده چی:
    د خلګو خبره
    د ها ښه امریکائی او انګریز په قبر د خره پښی منډم نو پمپئو او اِلیزابت خو لا پریږده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب