Homeخبرونهد بلخ کامګارچوک د اسونو د مجسمو له امله ویجاړه شوه

د بلخ کامګارچوک د اسونو د مجسمو له امله ویجاړه شوه

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴)‏ د مزار شريف لپاره د طالبانو د ښاروالۍ چارواکو د دغه ښار کامګار څلور لاری ( چې په چهار راهی اسپها) مشهور و، ويجاړ کړی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوه مقام

عطا محمد ساهو ویلي، چې د‌ دغه څلور لاري د بیرته جوړولو لپاره ېې له کامګار شرکت سره خبرې کړي او یو مناسب بدیل به ورته رامنځته کړي.

د دغه څلور لاري د ویجاړولو اصلي دليل په دغه څلور لاري کې د اسونو د مجسمو موجوديت ښودل شوی.

طالبان له عکسونو، مجسمو او ډېرو نورو هنري توکيو سره د افراطي مذهبي باورونو له مخې حساسيت لري.

د طالبانو چارواکو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د باميانو د بودا دورې لرغوني بتان هم نړولي وو، چې دغه عمل ېې د افغانستان تاريخ او فرهنګ سره لوی ظلم ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...