یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله دوه نور لوړپوړي چارواکي ټاکلي

ملا هبت الله دوه نور لوړپوړي چارواکي ټاکلي

تاند:( شنبه، د جدي ۲۴)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د دوی د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده له لوري د دوو نویو لوړ پوړو چارواکو د ټاکلو خبر ورکړی.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي:« د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالولي څارنوال؛ د پېښو پر وړاندي د مبارزې وزارت د پېښو د چارو د انسجام د معین په توګه او شیخ مولوي محمد فقیر د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین په توګه وټاکل شول.»

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې يو نيم کال کیږي، خو اداره ېې لا هم سرپرسته ده.

مخکې طالب چارواکو په کابینه او حکومت کې په تدریجي ډول د نورو خلکو د شاملولو ژمنې کړې وې، خو اوس د طالبانو منتقدین دغه ژمنې غولونکي بولي او وايي ورځ تر بلې د افغانستان د ادارو د ملاییزه کیدو شاهدان دي.

1 COMMENT

  1. ملا لوطی دو نور نوې لونډه ګان ځان ته انتخاب کړل دا بد عمله هیبت دی دیوالو تر شاه اموخته شوی ده او اوس همه خلکو ته کونه اړوې او مخ دیوال ته کړې. لعنت دې پر دې زوړ لوطی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب