جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د مکالمو ډولونه | ډاکټر نګین کرګر

د مکالمو ډولونه | ډاکټر نګین کرګر

اکثراً انسانانو ته دا ډیره جالبه ده چې خلک مشاهده کړي. د انسان وجود په متداومه توګه کمیونیکشن یا مکالمه کوي، کله هم بې له دې چې خبرې وکړي یوازې خپله انسان کفایت کوي، موږ په خپلو حرکاتو تفهیم کولی شو، نه کوم پاور پاینت ته ضرورت وي نه کوم سکرین ته او یا بل څه ته. موږ خپل احساسات د باډي لګنویچ یا د بدن د حرکاتو په واسطه په هر وخت یا هر ځای کې څرګندولی شو. د بدن حرکات یا د بدن اشارې چې انګریزان یې باډي لګنویچ بولي، زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ده چې اکثراً د الفاظو په تناسب مخاطب ته ډیر څه بیانولی شي. حتی موږ چې کله په تیلفون هم خبرې کوو او مخاطب مو نه ویني زموږ له خبرو سره د بدن حرکات یعنی لاسونو ښورول یا د خپلو خبرو د تصدیق لپاره لاسونه ښوروو.  بعضی احساسات د بدن ځینو حرکاتو سره ډیر ژور تړون لری. ځکه که حتی مونږ خپلو الفاظو کې ناسم الفاظ وکاروو زمونږ د بدن حرکات دروغ نه وایی. په داسی توګه انسان د بدن حرکات او سراسیمګی یا هر نوع احساس نشی پټولئ، غیر له دی چې یو ډیر ښه لوبغاړي اوسئ. ډیر خلک په داسی حرکاتو ډیر زر او ښه پوهیږې. د نان ویربل کمیونیکشن یا د غیر لفظی ارتباط اکثراً د جرایمو په اثبات کې او یا هغه حالاتو کې چې د شخص خوندیتوب مطرح وی کارول کیږې. دا غیر لفظی ارتباطات د تکنالوجی او د پوست تراوما سترس دیس اردر د  تداوۍ یوه برخه ده. په ننی دور کې ساینس په دی اړه زیاتې څیړنې کوی چې د انسان غیر لفظی ارتباط یا کمیونیکشن په ټولنه او ورځینې ژوند کې نور څه افاده کوې.

ساینس پوهان په دی څیړنې کوی که چیرته کیسې په تصویری بڼه وړاندی شی نو لیدونکې کوم ډول عکس العمل ښکاره کوی. یوه مهمه برخه یی د مخ عضلات دی. په دی څیړنه کې د کیسی په لیدو سره د مخ د عضلاتو ښوریدل، د پزی غونجیدل او یا د تندی ګونځې کیدل او د مخ بیلابیل عضلات مطالعه کیږې. د انسان په مخ کې یواځی دریڅلویښت مختلف عضلات دی چې د لسو زرو څخه زیات د مخ حرکات ورڅخه څرګندیدای شې.

د انسان د مخ د عضلاتو څخه بل انسان په دی پوهیدلی شي چې هغه خوشاله، خفه، هیجانې، احساساتی، په قهر یا مغشوش دی. دا حرکات زموږ دماغ سره په ارتباط دی، او په ټوله نړۍ کې په مختلفو  انسانانو کې یو شان دی. ولی دا حرکات د نړۍ په ټولو انسانانو کې یو شان دي؟

۲- مثلاً مونږ د هغو انسانانو په هکله فکر وکړو چې سل زره کاله دمخه اوسیدل، هغوی په ازاده فضا کې اوسیدل، دا ویره ورسره وه چې څوک یا کوم حیوان به پری حمله کوې، او هر حرکت یی بدون د کومې مکالمې څخه و. ددی اهمیت د انسان په تاریخ کې خورا زیات ځکه دی چې د انسان د بقا لپاره یی ډیر اهمیت درلوده.

مثلاً که مونږ سل زره کاله دمخه چیرته ځنګل کې وی او کوم خطر سره مواجه شوی وی نو دفعتاً د یو شخص د ویری نه نور اشخاص په دی پوهیدل چې د خطر سره مواجه دی. او دا عکس العمل انسان ډیر زر او په غیر شعوری ډول څرګندوې.

غیر لفظی ارتباط د انسان په تکامل کې ځکه پرمختللی شو چې انسانانو وکولای شې یو بل سره بهتره ارتباط ولری او دا د ځان ژغورنې یو ډیر ابتدایی هدف دی.

د انسان د مخ په عضلاتو کې مخصوصی څرګندونې د یو مخصوص حالت په وړاندی ظاهریږې. څیړنو ښودلی ده چې د پزی غونجول دا مانا ورکوی چې کله د کوم بوی سره انسان مخ شی نو نغواړی دا بوی یی د پزی له لاری بدن ته ورداخل شی او د پزی غونجول یی عکس العمل وی.

همداسی ډیرو جاسوسی سازمانونو لکه اف بی ای خپل ایجنتان په دی برخه کې روزلی دی. یعنی د انسان د چلند او عکس العمل د تحلیل په برخه کې دا ایجنټان څیړنې او تحصیل کوې کوم چې بیا وروسته د قانونی مراحلو او تحقیق په وخت کې یي دوی کاروې.

دا ایجنټان هغه څه مشاهده کولای شې کوم چې عادی انسان ورته پام نه اوړی. مثلاً د مجرم د تحقیق په وخت کې نه یواځی دده د مخ د عضلاتو څرګندونې نه بلکه حتی ددوی پښې ایښودل او د لاسونو ښورول دی.

د انسان د مغز یوه برخه د انسان په ډیرو ابتدایی ضرورتونو لکه خوراک څښاک او ساه اخیستلو ده، ددی د پاسه دمغز یوه ډیره نفیسه او مغلقه برخه ده چې ورته لیمبیک سیستم وایی موقیعت لری. د انسان د مغز لیمبیک سیستم داسی تکامل کړی دی چې کله د خطر سره مخامخ شی نو په سملاسی توګه عکس العمل ښکاره کوې. د انسان لمبیک سیستم لکه د یو سافتویر په شان زمونږ په تحت الشعور کې فعال دی. او که زمونږ خوښه وی یا نه زمونږ په حرکاتو اغیزه لری. د انسان لمبیک سیستم دا ټول حرکات کنترولوی او دا په حقیقت کې په هماغه شیبه کې وی او ټول وجود ته یی انتقالوی. او زمونږ د حرکاتو د نږدی تیر زمان یوه برخه ده.

پخوانی انسانان د انسانانو د غیر لفظی ارتباطاتو په هکله ډیر ښه پوهیدل. ځکه د همدی غیر لفظی ارتباط په واسطه دوی خپل دوست او دښمن پیژنده.

باډی لنګویچ مخاطب انسان ته ډیر څه افاده کولای شې. مثلاً د دوه انسانانو اړیکه ددی نه هم مالومیدی شې چې دوی یو بل ته مخامخ څرنګه دریږي. مثلاً چې د پښو ګوتې یی یو بل ته مخامخ وی. او یو بل ته سترګو کې وګورې ددوی د مینې  او احساس ژورتیا څرګندوې.

د نړۍ په لیډرانو کې د باډی لنګویچ یو ښه واضح مثال دونالد ټرمپ دی. همدارنګه مونږ د نورو انسانانو باډی لنګویچ په اسانه او واضح طریقه تشریح کولای شو. خو زمونږ خپل حرکات زمونږ په کنترول کې ندی.

کله چې مونږ غواړو څه ووایو هغه فکر چې مونږ غواړو په الفاظو کې یی څرګند کړو دا زمونږ د مغز هغه ساحې ته لمړی ځې د کومه ځایه چې زمونږ حرکات کنترولیږې. او دا د هر انسان لپاره یو شان واقیعت دی.

دا حرکات نه یواځې مخاطب لپاره د افهام او تفهیم وسیله وی بلکه د ویاند سره هم د فکر کولو لپاره مرسته کوې.

زمونږ باډی لنګویچ نه یواځې د افهام او تفهیم وسیله ده بلکه کله چې مونږ په تیلفون کې مکالمه لرو هم دمکالمی په وخت کې مونږ اشاره کوو حتی که یو بل وینو هم نه.

ایا کولای شو د نورو انسانانو باډی لګنویچ یا اشاره یی خبری په سیستماتیک ډول تشریح کړو؟

مونږ کولای شو چې د انسان د مخ د اشارو نه دا پیل کړو. د انسان د مخ اشاری او یا هم د بدن حرکات دروغ نه وایی. د انسان د مخ عضلات د ډیرو عصبی رشتو او دولس عصبی مهمو رګونو (cranial nerves) سره وصل دی. که انسانان یو حالت احساس کړی نو دا عضلات ځکه حرکت کوی چې د اعصابو د رشتو نه ورته سیګنالونه راځې. همدارنګه د مغز نه دی احساساتو سره کیمیاوی مواد ترشح کیږې چې دا کیمیاوی مواد زمونږ د بدن په وظیفوی او فکری وظایفو باندی اغیزه اچوې. چې زمونږ د مخ په عضلاتو کې د لاسونو او پښو په حرکاتو او احساستو کې راڅرګندیږې.

په ورستیو څلویښتو کلونو کې د انسان د مخ د عضلاتو تحرک او د احساساتو سره تړون یی په دقیقه ټوګه څیړل شوی ، تحلیل شوی او کود ورته ورکړل شوی دي. دی مرحلو ته FACS  فَکس ویل کیږې. فَکس د Facial Action Coding System مخفف دی.

دا سیستم د انسان د مخ د اناتومی هره یوه وظیفوی او متحرکه برخوی په کودونو تقسیموی. او د هری عضلی تحرک په یو مخصوص نمبر یا کود سره وصلوی. که یو څوک د جنایی تحقیق لاندی وی یو باتجربه څیړونکې په دی پوهیږې چې د مخ د کومې عضله په واسطه دغه مخصوص حرکات راڅرګندیږې.

په دی څیړنو کې د مخ د عضلاتو اوه ډوله اشاری د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د واحد کود په ذریعه وپیژندل. خوشحالی، هیجان، سپکاوی، خفګان، قهر، کرکه، او ترهه. د سپورت په لوبو کې د ډیرو لوبغاړو د عکسونو مقایسه د یوی تجربی لپاره اخیستل شوی و، دا تجربه په بینا انسانانو او پیدایشی ړندو انسانانو وشوه چې په نتیجه کې یی دواړو انسانانو یو رقم د مخ د عضلاتو حرکات د بریا او یا د ناکامۍ په وخت کې درلودل.

د مثبتی اړیکی درلودل د انسان په حرکاتو کې څرګندیږې، لکه د یو بل سره په ارامه توګه غږیدل د یو بل خبری ته غوږنیول او د یو بل سره د خبرو په وخت کې فزیکی تماس یا د یو بل په اوږه لاس ایښودل. په حقیقت کې د یو بل سره د مکالمی نه انسانان معلومولای شی چې دوی د یو بل سره راحته دی.

بعضی وختونه انسانان خپل اصلی احساسات پټوی، شاید د درناوۍ له وجهی یا د کوم بل علت په خاطر. دداسی دوه ګونې حالتونو لپاره په ساینس کې دوه حالته څیړل شوی دی. یو د راحت حالت او بل هغه حالت چې انسان پکې راحت نه وی. انسانان په طبیعی ډول یا ځان ډیر راحته ځان احساسوی یا هم د کوم حالت سره په مشکل کې وي چې ناراحته وي. حتی که تاسو د باډی لنګویچ متخصص هم نه یاست د یو چا د ناراحتۍ حالت تاسو کولای شئ د مخاطب شخص د شونډو د چیچلو، شونډو باندی فشار راوستل، د تندی ګونځې، او یا د وریځو غیر ارادی ښورولو یا د جامنې د کږولو څخه پوه شئ. یا مخاطب شخص د لاسونو د پاکولو څخه چې په خپلو جامو یی موښې، یا که یو شخص ډیر سترس لری حتی خپلی جورابی کشوې او یا لاسونه یو بل سره کلک موښې یا په یو لاس په مخ زور اچوی، او یا هم په ویښتانو لاس وهی چې زیاتره نارینه په تندی ویښتان سموی او ښځې د څټ ویښتان په شا ټیل وهی. یا د غاړی سره لاس وهل دا اشاره ورکوې چې مخاطب مو د یو سترس حالت سره مخ دی. یا په خپلی خولی یا ستونې لاس ږدی.

کله چې دا حالات مشاهده شی، نو پوښتنه پیدا کیږې چې د سترس په حالت کې ولی انسانان داسی عکس العمل ښکاره کوې؟

د سترس په حالت کې د انسان د مخ د عضلاتو مایکرو میمیک هیڅ د کنترول وړ ندی. مایکرو میمیک یا

Micro expressions

د انسان په مخ کې ډیر په چټکۍ سره څرګندیږې. دا هغه وخت څرګندیږې چې انسان احساساتی اوسی او کوښښ کوې چې حالات کنترول کړی. ددی لپاره چې دغه حالات هم وڅیړل شی د مخ د مایکرو ایکسپریشن لپاره د عصبی رشتو د سیګنالونو اندازه اخیستل کیدای شی. دا مایکروایکسپریشن اصول داروین په خپل کتاب د احساساتو څرګندونې په ډیرو حیواناتو کې لیکلی دي. داروین لیکی:( کله کله مونږ په احساساتو کې دومره غرقیږو چې که حتی وغواړو پټ یی کړو نه یی شو پټولئ). مثلاً که یو څوک زمومږ نخوښیږې او دفعتاً دغه شخص په کوټه راننوځې ، حتی که مونږ ورته د شرمه سلام هم وایو بیا هم زمونږ په غږ کې په غیر شعوری ډول یوه ناخوښې څرګندیږې ځکه دغه شخص زمونږ نه خوښیږې. دا د یو څو ثانیو په دوام سره کیږې چې ډیر ژر بیرته مونږ عادی حالت ته راځو.

مایکرو میمیک په داسی حالت کې د عصبی سیګنالونو د جګړی نتیجه ده. چې کله مونږ احساساتې یو او کوښش کوو چې پټ یی وساتو.

د نړۍ په ډیرو اویو هوایی ډګرو کې کارمندان داسی روزل شوی چې دی چې د مسافرو په رفتار او د هغوی په

 facial expression باندی واقفه وې. دوی په ډیر لنډ وخت کې شکمن مسافر چې کیدای شی خطر پیښ کوی پیژندلی شې. دا روزنه او سبق پرمختللی هیوادونه خپلو کارمندانو ته د تروریزم په وړاندی جګړی لپاره او یا غیر قانونی اعمالو او جرایمو د مخنیوی لپاره پر مخ وړی. مثلاً دا کارمندان هر یو مسافر د دوی د حرکاتو، خبرو، سترس او یا غیر ارادی حرکات څارې. همداسی دوی د مسافرو د جامو، د لاسونو ښورولو، نه شکمن مسافر مالوملای شی. مثلاً د ګرمو هیوادنو مسافر اوی او د سړی هوا جامې نه اغوندی.

د انسان د تکامل په دوران کې دا ثابته شوی ده چې یو اړخ غواړی پوه شی چې بل څوک څه احساس لری او بله خوا کوښښ کوې چې احساسات پټ کړې. د فورینزیک سایکولوجی څیړنو دا جوته کړی ده چې څرنګه انسانان یو بل تیر ایستلئ شې. مثلاً دروغجن انسانان  مغشوش، لرزان، او په څوکۍ کې کرار نه وی. د ساینسی څیړنو په اساس ریشتیا ویونکې ثبات لری او مخامخ خبره کوی، او ؤیره نلرې. او د شهادت ګوته ښوروی دا د قدرت دلودلو یو تاکتیک دی چې مخاطب ته د یقین لپاره په غیر شعوری ډول انسان ښکاره کوی. دا د اجتماعی اړیکو یوه اساسی برخه ده.

همداسی د انسانانو په لاره تګ یا مزل د انسانانو په اړه ډیر څه څرګندولی شې. د لاری تګ د انسان د روغتیا، هدف، شخصیت، او روحی حالت بیانوی.

په یوه څیړنه کې د انسان د لاری تګ د بیالوژی له اړخه څیړل شوی دي، چې څرنګه د یو انسان مغز د بل انسان د مزل په هکله د هغه حالات بیانولای شي؟ که مونږ د بادی لنګویچ په هکله فکر وکړو دا د مخ د څرګندونو یا خبرو نه هم د یو انسان حقیقی حالت بیانوی. ځکه بادی لنګویچ ډیر په مشکل سره کنترولیدای شی. په دغه څیړنه کې د ښځینه او نارینه د رفتار حرکات څیړل شوی دی، انسان چې څرنګه احساس لری هماغه احساس یی په مزل باندی هم اغیزه کوې، او یا څرنګه چې مزل کوو په احساساتو هم اغیزه لری. Power posing تیوری وایی چې یواځې زمونږ د لاری مزل کې مونږ کولای شو چې احساس وکړو مونږ څومره پیاوړی یو. ځکه د انسان بدن او دماغ په متداومه توګه د یو بل سره اړیکه کې دی نو مونږ کولای شو چې خپل رفتار کنترول کړو. یعنی ستاسو بدن ستاسو مغز ته دا سیګنال ورسوی چې تاسو پیاوړی او خوندی یاست. مثلاً په بیزوګانو کې دا ډیر په څرګند ډول لیدل کیږې چې دوی خپله سینه پراخه نیسی او یا طاووس مرغه چې د خپلو وزرو په خورولو سره یوه ښکلا او قوت ښکاره کوې، او کله چې حیوانات ځان بی قوته احساس کړی په یو کنج کې ځان پټوې. او دی کې د انسان او حیوان خاصیت مشترک دی.

باډی لنګویچ د نڅا په وخت کې ډیره ښه څرګندیدای شې. نڅا د ازادۍ، قوت او د احساساتو د څرګندولو یو ښکلۍ بادی لنګویچ دی. د نڅا په مهال د احساس څرګندونې په ملی اټن کې چې د منظمو حرکاتو نه جوړ شوی دی معلومیدای شې. او یا په نظامی نندارو کې داسی د بدن حرکات وطندوستۍ او نظم څرګندوی.

د بدن د حرکاتو او د مغز وظایف په مزل کې د څیړنو یوه نوی برخه ده چې لا تراوسه ډیره نده ژوره شوی مو بعضی حالات او احساسات د انسان په مزل اغیز لری. چې یو ددی حالاتو نه پوست تراوماتیک سترس دی چې انسان ورسره ډیر ناهېلی وی او دوی فکر کوی چې ددوی بدن دوی د دغه خفګان حالت څخه ونه ایستل. مخصوصن په جګړه کې ښکیل سرتیری ددی حالت سره مخامخ وی. یوه لاره ددی سترس د کمیدو ژوره ساه اخیستل او سیده کیناستل دی ، دا ډیره مرسته کوی چې سترس کم کړی. ځکه دا انسان ته دا وایی چې اوس د ویری او تیښتې حالت نه بلکه د استراحت وخت دی. په ارادی ډول د تنفس یا ساه اخیستلو نظم د سترس په کمولو کې ډیر اغیزمن کیدای شې. مثلاً د هر ځل ساه اخیستلو سره سینه پراخول او په ارادی ډول په هغه حالاتو تمرکز کول کوم چې ستاسو د ځوریدو یا سترس سبب ګرځیدل. دا أه یوګا کې او یا انتنزیتی سپورت وخت کې هم تجربه کولای شئ.

4 COMMENTS

  1. پورته لیکنه هم علمی او هم په زړه پوری ده او هم په معتدله او غیر کیمیاوی خوږه پښتو لیکلی سویده البته ښځینه استعداد هم پکی ځلیږی.

  2. مننه کور ودان ځینې ټایپې تیروتنې شته چې هغه وخت مې عینکې ماتې وی اوس مې ولیدلی . ډیر مننه د نیک نظر نه مو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب