څومره دي لا وګالو زخمونه د پیړیو
څو به زمان ګرځوی موجونه له بیړیو
مه مو شمیره پیره په نوبت کي د رندانو
موږ ته مو قسمت پیالې نسکوري کړې د میو
اوس مو د زلمو مستي له وخته سره ژاړي
اوس د شپې نکلونه دي پییلي په اغزیو
نسته له میرو سره کیسې د سوي میني
چوپ دی نغمه زار د آدم خان او درخانیو
نسته له ابۍ سره شرنګی په الاهو کي
هیري له ابا څه دي لنډۍ د ملالیو
خدایه د شپيتو بړیڅو ټولي سوې کمبلي
ولاړل د فتح سره بریتونه د شپیلیو
خون د کومي پیغلي دي په غاړه سو اسمانه
ما یې پر ګودر ټوټې لیدلي د بنګړیو
څوک به د خوشال له توري ومینځي زنګونه
لاري د مغولو چي سپرې سوې پر کیږدیو
اوس د ماشوخیل زاړه خوبونه ریشتیا کیږي
ځاله د زمرو سوه په نصیب د سورلنډیو
خوب مي دی لیدلی جهاني ریشتیا دي نه سي
اوښکو را اخیستي جنازې وي د بګړیو
د ۲۰۱۳ کال د جولای څوارلسمه ویرجینیا
ښاغلي جهاني صاحب ته سلامونه او درناوی. ستاسو نه یوه نړۍ مننه به دغه ښایسته شعر. روغ رمټ اوسئ، عمر دې ډیر شه.
سلام ټولو ته او نيکي هیلي مي ومنی
ډیر ښه جهاني صاحب پر عمر دي برکت سه
په درنښت
خوند یې وکړ.
ریشتیا وایی جهانی هر خبره دی مغلره
چ
د جهانی صاحب مرغلري دیي تل ځلانده وی. پر عمر دې برکت او د قلم رنګ دې خدای نه وچوی. د شعر نړی دې بی جهانی نه وی.