دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد جنت نښه/ عصمت قانع

د جنت نښه/ عصمت قانع

په کلیو او بانډو کې چې به پخوا اویا کلن یا اتیا کلن بوډاګان په خدایي مرګ باندې د ژوند له صحنې څخه کډه کېدلو، نو په تعزیتي غونډو او د غمشریکۍ په عنعنوي مجلسونو کې به څو تنه خاص غوړ ژبي چټاکان او چالاکان هم موجود وو او هر یوه به یې د مړه شوي مرحوم د ژوندو کرکټرونو جنتي علایم او سمبولونه په غوړه ژبه بیانول او بیا به یې یو ډراماتیک رینګی هم کولو چې ګویا د مرحوم په مړینه به یې دده د ژور خفګان څرګندونه کوله.

ملایانو چې په دغه ډول حوادثو کې ورته د عوایدو مدرک په لاس ورتلو تر هر چا زیات د متوفی د جنتي کېدو او نېغ فردوس ته د تللو دیني او دنیاوي روایتونه بیانول. مثلاً ویل به یې، پردې دنیا لا جنتیي وو، کله چې یې وروستۍ سلګۍ د وجود له کالبوت څخه وتله په خپله یې سترګې د کعبې شریفې پر لور ورکږې شوې.

زموږ د کلي ملا طوطي اخند د کلي د بډای حاجي نو رنګ ماما په مړینه باندې ویل، چې حاجي نو رنګ ماما د ځنکدن په وخت کې لاسونه آخوا دیخوا غورځول، ژبه یې ګونګه وه، د لاسونو د ښورولو اصلي علت یې داوو چې د جنت د باغونو ګلدستو ته یې لاس ورغځاوه، خو موږ پرې نه پوهېدلو.

د ملا طوطي اخند د همدغې اختراعي وینا په بدل کې د حاجي نو رنګ ماما وارثینو د هغه نوی نوزی غزنیچي پوستین همده ته ورکړ.

پخوا خو دا د جنګونو، بمونو، توپونو، طیارو او بمبارونو مرګونه بیخي قحط وو او اکثره مرګونه به طبیعي مرګونه وو.

ځینو طالبانو او ملایانو به محرابونه په څپېړو وهل، چې ژر یو بډای او شته من کس مړ شي چې د سقاط او خیرات درک ولګېږي.

کله چې به ۸۰ کلن بوډا او یا هم بوډۍ مړه شوه، نو د لمسیانو، زامنو او نورو وارثینو لخوا به یې د خیراتونو او ختمونو شین غومبر جوړ وو او په همدغه غومبر کې به د علما کرامو پېنځه ګوتې په غوړو کې ډوبې شوې.

همداسې یوه کیسه زموږ د کلي سلیمانخېلو په خپله رقیبه قبیله ناصرانو پورې نښلولې وه. ویل کېږي، چې د بر کلي حاجي بادرنګ اکا له دمان څخه نوي کلي ته راغلی وو. په دمان (هندوستان) کې خورا چاغ شوی وو، پر څټ یې مړوند  نه راتاوېدلو او ټول وجود یې د کولیسترولو په غړکه باندې بدل شوی وو.

حاجي بادرنګ اکا کلي ته له رانګ سره سم پر غوړو میلمستاوو واوښت. نن زموږ کره میلمه، سبا ستاسې میلمه، بله ورځ یې د لمسیانو میلمه او په راتلونکې جمعه یې د خیښانو مړۍ ده، دا سلسله تقریباً د نه شلېدلو او نه تم کېدلو پړاو ته رسېدلې وه.

په هره میلمستیا کې به حاجي بادرنګ اکا ته د لاندي د مږانو سپینې کترې پخېدلې، د لم ښوروا به وه، د وازدو جیزغالي به وې، د غوا ژړ غوړي به وو او د غوړو نور نوعیتونه او ډولونه به وو، چې د حاجي بادرنګ اکا اختصاصي میلمستیاوې به پرې رنګینې او لونګینې وې.

د خدای شپې او ورځې دي هغه ورځ هم را ورسېده، چې د حاجي بادرنګ اکا د وینو غوړو څاڅکو د هغه د زړه حرکتونو ته پاټک واچاوه او حاجي بادرنګ اکا د خپل دالان پر ټغر په ترپکو ترپکو کې ساه پوه کړه.

په سبا په کلي کې اوازه ګډه شوه، چې حاجي بادرنګ اکا مرګ مناجات شو. کلیوالو بېلچې او کنګونه پر اوږو واخیستل او حاجي بادرنګ اکا یې د کلي په ستره هدیره کې تر خاورو لاندې کړ.

په بل سبا یې د کلي په لویه حجره کې د پاتا (فاتحې) ټغرونه وغوړېدل ، مخلوق را روان وو، خیراتونه وو او د باردنګ اکا صفتونه وو، جنت ته یې د تللو نښې نښانې وې، چې بیان یې تاوان نه درلود.

د پاتا په مراسمو کې د بر کلي ملاصاحب د بادرنګ اکا له ورور حاجي کړنګ اکا څخه پوښتنه وکړه، چې حاجي دادا د جنت نښانه ښکاره کړه که نه؟

حاجي ګړنګ اکا د خپل زیړ بوسکي پټکي شمله شاته ووهله او په خورا مطمئن اواز یې ځواب ورکړ: هو ولې نه، د جنت دوې نښې یې ښکاره کړې.

کله چې یې ځنکدن شو په ترپکو ترپکو کې یې یوه کمکۍ نجلۍ په لغته ووهله او ځای پرځای یې ګنده کړه او بیا چې اخري سلګۍ یې وتله، نو د کولمو بوین باد یې په یوه غرت سره و اېستلو، تردې نو د جنت نښې زیاتې چېرې موندل کېږي.

د حاجي بادرنګ اکا د جنت نښانې بالکل د استاد سیاف د سیاسي ژوند د وروستۍ فیصلې له نښانو سره مطابقت لري.

فکر کوم، چې محترم استاد سیاف په تېرو دېرشو کالو کې د سیاسي او جهادي تصمیمونو په نیولو کې یو خاص ذهانت درلود او هره فیصله یې د جنت نښانه وه، خو دا ځل چې یې له محقق او مارشال قسیم سره کوم سیاسي تصمیم نیولی دی، دا تصمیم دده د سیاسي ژوندانه د آخري ځنکدن د جنت علایم او سمبولونه نندارې ته وړاندې کوي.

وایي، چې هوښیاره مرغۍ په دام کې نه نښلي، که په دام کې ونښته، نو غبرګې پښې یې د لومې تر غوړیاسې جاروزي.

استاد سیاف دا ځل په دواړو پښو د ډیموکراسۍ په لومه کې بند دی او ګومان نه کوم چې امریکایي صیاد او ښکاري دې د استاد سیاف تر دواړو پښو غوټه شوې لومې خلاصې کړي، بلکې ګومان خو دادی چې دغه غوټې به نورې هم پسې ټینګې کړي.

مارشال فهیم او محقق چې دواړه د افغانستان د خلکو له معدې څخه استفراق شوي دي او هر یو یې په وژلو، تړلو، میخکوبونو او د مرګي د رقصونو شعبده بازان او نندارچیان دي، غواړي چې د استاد سیاف د مبارکې ږیرې شاته د یو بل ناټک تابیا وکړي.

دغه تابیا به د استاد سیاف د جهادي زعامت او جهادي حاکمیت د مرګوني ځنکندن د جنتي علایمو او نښو نوې جوله او بکره تماشه وي.

که ژوندی وو همدغه تماشه به هم وګورو، خو د دغې تماشې بیه د ملي حماقت، ملي جهالت او ملي کسالت هغه مثلت دی، چې د ملکیت دلالان یې همدا اوس د موندلو په لټه کې دي.

خدای مو دې حیا وساتي

ته وا امین

9 COMMENTS

  1. قانع صاحب سلام عليكم

    زما ژبه دري ده. خو پشتو سره زيات مينه لرم. ستاسو ليكني خوندوري دي. كه سه هم ستاسو سياسي نظريات سره كاملا موافق نه يم، مگر تر زيات كچه يي منم. تاسو كله كله داسي الفاظ استعمالوي چي زه په مانا يي نه پوهيژم. آيادا ممكن به وي چه زه هغي برخي چي په نه پوهيژم د ايميل له لياري تاسو ته واستوم او تاسو بيرته مانا يي وكي؟
    په درنشت

  2. سلامونه اونیکی هیلی درته وړاندی کوم قانع صیب د حاجی بادرنګ ځنکدن خوبه یوه پیغله انجلی وهلی وی خود مارشال ؛محقق وسیاف صیب ځنکدن امکان لری چی دګاونډغریب خلک هم په لته ووهی
    ډیره خوندوره لیکنه موکړی وه په درنښت

  3. قانع صاحب!
    ډېره په زړه پورې لیکنه دی کړیده، خو لیکنه دی ډیره ناوخت ده. تاریخ ته په کتو سره تر اوسه پورې زموږ داسې پیاوړی، پوه او مدبر سیاستوال ندی په برخه شوی، چې د افغانستان مظلوم ولس چې په تباه کوونکې بوړبوکۍ کې راښکیل شوی دی، یوی بلی خوا په کړنګونو لګیږي، نجات ورکړي. استاد سیاف او ورته کسان داسې وخت د سیاست ډګر ته راووتل چې دوی پاخه نه وو؛ د تاریخ، انتراپولوژۍ او سیاست سره یې هیڅ اشنایی نه درلوده، نو دداسې بی تجربې اشخاصو ته به ډیره مشکله وي چې په روان پیچلي سیاسی ډګر کې دسیمه ایزو او نړیوالو مداریانو سره لوبه وکړي. په څپله افغانستان کې هم داسې اشخاص موجوددي، چې دوی ته د افغانستان تاریخي ارزښتونه هیڅ اهمیت نلري، د خپلو شخٌی کټو په بدل کې د هر څه نه تیریږي.
    خو موږ نوی سوچ او نوی فکر ته اړین یوو، تر څو د تباهۍ په حاشیه باندې ولاړه د افغانستان مظلوم ولس بیړۍ چې د بحر په لیونیوڅپو کې راګیر شویده، ساحل ته را کش کړو.
    په درنښت

  4. خداي ج د راته زوندي ولره بس دلته انكلستان كي دبيشلمي به وخت كي دي له خندا مر كرم.به بشني جه بشتو كيبورد نلرم كنه املا مه بده نده..

  5. عصمت قانع صاحب!
    ډیر اعلی! ستا لیکنې ډیرې خونده ورې دي. حاجي بادرنګ اکا هم وهې غومبر په پارلیمان کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب