جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکمپيوټر نيټ ورک / وسیم پکتیاوال

کمپيوټر نيټ ورک / وسیم پکتیاوال

په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي،  بايد ووايم چې زما ویب   يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.

 د نيټ ورک ګټې

د معلوماتو Data  ګډه کارونه

داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.

يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.

د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.

 د سامانونو ګډه کارونه

په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.

که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.

 د پروګرامونو  ګډه کارونه

پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.

له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا  ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.

 د انټرنيټ  ګډه کارونه

د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.

 مرکزي واکمني (کنټرول)

څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب