دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرموږک او چونګښه/ شاعر: عبدالباري جهاني

موږک او چونګښه/ شاعر: عبدالباري جهاني

 ( کوږ بار تر مزله نه رسیږي)

د موږک او د چونګښی یارانه وه

پر دوستۍ یې تیره سوې زمانه وه

د لوی ډنډ پر څنډو دواړه اوسیدله

هره ورځ به یې یو بل سره لیدله

پر یوه څنډه موږک جوړ کړی کور وو

پر هابله د چونګښي ژوند سمسور وو

په لامبو به هرځ چونګښه ولاړه

له موږک سره به سوه غاړه په غاړه

کرۍ ورځ به یې کیسې سره کولې

یوه بل ته خاطرې به یې ویلې

خاطرې کله خوږې کله ترخې وې

کله لاپي کله ټوکي مسخرې وې

د چونګښي شکایت وو له مارانو

د هوا له ځناورو له بازانو

خو د خپلي هوښیارۍ کیسې یې کړلې

او د ډنډ اوږدې غوټې یې یادولې

خدای راکړې هوښیاري او خپل کمال دی

باز او مار ته مي جوړ کړی لوی جنجال دی

نه ماران د ډنډ له څنډي را تیریږي

نه د باز منګول اوبو ته را رسیږي

ځکه هره ورځ تر تا پوري راځمه

کرۍ ورځ په صحبتونو تیرومه

خو موږک لره پریمانه دښمنان وه

شاوخوا یې پیشوګاني لوړ مرغان وه

په هر ځای کي یې سوري کړي ګودامونه

په هر کونج کي ورته ایښي وه دامونه

ډیر له خپله غاره نه سو راوتلای

پوري غاړه یې د ډنډ نه سوای لیدلای

په اوبو کي یې پل نه سو ایښودلای

دوه قدمه یې لامبو نه سوای کولای

خو چونګښی ته په زړه کي دا یو سوال وو

همیشه به یې له ځان سره جنجال وو

چي په څشي تر موږک یمه په کمه

هره ورځ چي یې تر کور پوري راځمه

دا موږک خپلو غاښو ته خامتما دی

هم په خیال کي پهلوان دی هم اغا دی

ما به نه بولي له ډلي د سیالانو

زما ټاټوبی ګڼي مېنه د خوارانو

ځکه نه راځي هیڅ وخت زما تر بورجله

چي څرګنده یارانه کړي راته خپله

یوه ورځ يې و موږک ته ویل وروره

ته هم راسه میلمستیا ته زموږ تر کوره

زه دي پښه په خپله پښه پوري تړمه

له یوې غاړي تر بلي پوري ځمه

زما پر شا به سپور سفر به د اوبو کړې

تماشه به د وړو لویو څپو کړې

یو څو ورځي دي پر کور میلمه کومه

ذخیرو ته د غنمو دي  وروړمه

مست به ګرځې د غلو دانو له بنګه

د زړه مراد به دي وي کور زما له څنګه

نه به ډار وي د بازانو  پیشو ګانو

نه دامونه د سود خورو ظالمانو

چي چونګښي د خپل کور کیسه کوله

د موږک پښه یې په پښه پوري تړله

د چونګښي چي طرف مخ پر اوبو سو

د موږ نازک زړګی په دربیدو سو

چي چونګښه سوه غوټه د ډنډ اوبو کي

موږک پاته سو یوازي په څپو کي

په یوه ګړي کي ډوب سو تر کرنکي

له ناکامه یې وهلې تلپتکي ( بې واکه لاس و پښې وهل)

باز له پاسه موږک ولیدی اوبو کي

په یوه غوټه یې پورته کړ پنجو کي

چي له کښې د غره پر لوري په هوا سو

یو ناڅاپه د خپل ښکار په تماشا سو

له موږک سره چونګښه وه تړلې

خپل بد نیت وه د اجل په تار پییلې

په هوا وه دواړه ښکاره باز څیرلي

پستې غوښي یې بچو ته وې ساتلي

چي کوهی بل ته کیني پکښی به لویږي ( متل)

تر مزله کاږه بارونه نه رسیږي  ( متل)

د ۲۰۱۳ کال د جون یوویشتمه

ویرجینیا

6 COMMENTS

  1. پداسی حال کی چه د ښاغلی جهانی ټولو اشعاروته په پښتنی سینګارکی داوربل دټیک په سترګه ګورم خودموږک او چونګښی په شعرکی دا تبصره کول غواړم چه دا دواړه په اصل کی کومه دښمنی نلری بلکه یو د وچی اوبل د اوبو حیوان دی نه ېی د ښکارخواړه یودی نه قام ټبرنه ېی ګټی سره ورته دی فلهذا ولی ښاغلی جهانی دچل اودښمنی دپاره دا ډول تشبیه کړیده؟

    په ډیر درناوی
    محمد داود – کابل

  2. په دیر ادب سره جهانی صاحب پدی شعر کی خو ما چلول ونه لید توله ناپوهی وه نو کنده ایستل یی په کوم حای کی دی.

  3. پر ماګرانه ! دا چي زما لیکلي منظومي کیسې لولې زما لباره د ویاړ ځای دی او دا چي دونه په غور یې لولې چي لا انتقاد هم کوې خو دا خو بیخي لو خبره ده. ګرانه وروره د خیواناتو په باب لیکل سویو او یا ویل سویو فوکلوري کیسو کي حیوانان معمولا مهم نه وي بلکه د کیسې پیغام مهم وي. که تاسي د کلیله او دمنه کتاب، چی د نړۍ د زرهاوو فوکلور
    ی کیسو اساس دی ، لوستی وي هلته به تاسي متوجه سی چي ټولي کیسې د ناممکناتو یوه مجموعه ده. د اروپا، امریکا، افریقا او اسیاپه لس زرهاوو فوکلوري په دغه شکل ترتیب سوي دي او مطلب یې یوازي پیغام رسول وي. ستاسي په عقیده کوم بل هوښیار حیوان به د موږک د حرکاتو څخه دانتیجه اخیستې وای چي هغه د سیال په سترګه نه ورته ګوري. او دی باید له هغه نه د د دې سپکاوي په بلدل کي د کسات اخیستلو په فکر کي سي. او بیا داسي دسیسه جوړه کړي چي د هغه پښه په خپلي پښې پوري وتړي. دغه راز په زرګونو کیسې د نړۍ د ځناورو په کیسو کي لیدلای سی. په عصري ادبیاتو کي د جورج اورویل د ځناورو فارم کتاب وګوری. هغه دسیسې او حتی لیکني چي خوګان یې کوي د ځناورو لپاره ممکني دي؟ کیسې په تیره بیا د حیوانانو کیسې یوازي د پند او عبرت لپاره لیکلي کیږي او په دغه ټاکلې کیسه کي ټول مطلب دا دی چی څوک بل ته کوهی کیني پخپله پکښي لویږي او کوږ بار تر مزله نه رسیږي. نور دي ګران وخت نه ضایع کوم. ستا له مهربانۍ څخه ډکي توجه ته ، او دا چي زا کیسه اي نظمونه لولې، او په غور یې لولې یو عالم مننه. ستاسي ورور جهاني کیسې پ

  4. Jahani saib hamisha dey da zra tarona klaas kari. No da sta kisa me che walwastala mata pakistani syyasat da Afghanistan pa barake ra poyyad sho , no wos wino che pa pakistan ke sa hal da …manana

  5. ډیره په زړه پوری ده ، جهانی صیب دی خدای زمونږ له سره نه کموی زه یی له کوچنیوالی د شعرونو لیواله یم .

    په ډیره پښتنه مینه

  6. محترم جهاني صیب ته په احترام
    د موږک اوچونګښې د کیسې اصلی پیغامونه دادي
    لومړی- خو باید همنوعه،همغاړې، همجنس او سیالان په خپلو کې دوستي سره ټنګه کړي.
    دوهم – له بې ضررو سره دوستي وشي. ځکه چې د ضررناکو د کړو وړو له کبله بې ضررو ته زیان اوښتی شي. ځکه چې د ضررناکو دښمنان زیات وي. په دې کیسه کې موږک د ضرر د سیمبول او چونګښه د بې ضررې دسیمبول په توګه ګڼلای شو. دا چې چونګښې له ضررناک موجود سره دوستي کوله ځکه هم په ناوړه برخلیک اخته شوه.
    دریم ـ د کیسې اصلې پیغام دادی چې د دوستانو په انتخاب کې باید دقت وکړې. چې چونګښې دا دقت نه و کړی.نو ویلای شو چې دلته دا متل وکارو
    چې د وچو له کبله لامده هم سوزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب