عبیدالله چې له پایوازه راوګرځید د کوټې انډیوال یې اوږې وروخوځولې:
-ورور دې څه ویل؟
-ویل یې هوا ګرمه ده
ملګري یې پر خپلې خریلي ککرۍ کلک کلک رغوی تیر کړ:
-په دې خو دلته هم پوهیږو د هغه زو
-ویل یې په بازار کې بیروبار ډير شوی داسې چې پل نه شي اخیستی
-نور یې څه ویل؟
-ویل یې زموږ ګاونډی مامور مړ شوی
-ځوان و؟
– زوړ و هر وخت به یې همدا خبره کوله که مجبوریت نه وي یوه ورځ هم کار نه کوم
ملګري یې سر وخوځاوه. عبیدالله وویل:
– یو خپلوان مو دوکاندار دی، خوارکی ګوزڼ وهلی
ملګری یې ورته ځیر شو. عبیدالله لاړې تیرې کړې:
-دوکان یې نمجن غوندې و شپه ورځ به پکې ناست و
-څه د خوند خبره یې هم کوله که نه؟
-دماما زوی مې واده کړی
-دغسې…
– خو د ده یوه نجلۍ خوښه وه له هغې سره یې واده نه دی شوی
-ورور دې د ځان څه ویل؟
– ویل یې په شنه خړه کې فابریکې ته ځم په تپه تیاره کې ترې کورته راځم
-کبرجن… ښه نورې څه کیسې وې؟
– هغه خیټور پولیس راغی ویل یې خبرې بس کړئ وخت خلاص شو.
ملګري یې پر بالښت سر ولګاوه. په دهلیز کې د پولیسو د بوټونو ټک ټک شو، بیا څرپ څرپ شو. عبیدالله وویل:
-څه شي دي؟
ملګري یې شونډې بوڅې کړې. عبیدالله غوږ پر وره کیښود، د بوټونو ټک ټک ورو ورو لرې شو او پسې ورک شو. دواړو له چت سره پورته وړې کړکۍ ته وکتل. پر پر شو لکه کومه مرغۍ چې الوتې وي.
پای