یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکاملا هاریس د دوهمې مناظرې وړاندیز هم ومانه

کاملا هاریس د دوهمې مناظرې وړاندیز هم ومانه

تاند ( یکشنبه ـ د میزان ۱)د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د دیموکرات ګوند نوماندې کاملا هاریس د سي‌این‌این تلوېزیونې شبکې د مناظرې وړاندیز ومانه.

کاملا هاریس اوس مهال د امریکا د ولسمشر مرستیاله هم ده او دا مناظره به د اکټوبر په ۲۳مه ترسره کېږي.

د نوموړې د ټاکنیز کمپاین ډلې بیا د شنبې په ورځ غوښتي، چې په دې مناظره کې دې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ هم ګډون وکړي.

له دې وړاندې د یاد ټلویزیون پخه مناظره کې چې د جون په میاشت کې ترسره شوه په کې ټرمپ ګډون کړی وو او نوموړي د هغې مناظرې د تنظیموونکو او مدیرانو ستاینه هم کړې وه.

هاریس داسې مهال دا وړاندیز مني، چې تر دې وړاندې یې له ټرمپ سره هم یوه مناظره ترسره کړې او د ډېرو په باور په هغه مناظره کې هاریس بریالۍ برېښېده.

تر هغې وړاندې د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړی و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه.

تر مناظرې وروسته بایډن له خپلې نوماندۍ په شا شو او پر ځای یې مرستیاله کاملا هاریس د راتلونکو ټاکنو لپاره نومانده شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب