شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا سفارت: ډله ییزې هڅې په افغانستان کې له سولې سره...

د امریکا سفارت: ډله ییزې هڅې په افغانستان کې له سولې سره مرسته کوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳۱ مه) د سولې په نړیواله ورځ، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت هیله څرګنده کړه چې “ډله ییزې هڅې” به په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

د سولې نړیواله ورځ له ۱۹۸۱ م کال راهیسی هر کال د سپتمبر په ۲۱مه لمانځل کېږي.

نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د غزې، سوډان او اوکراین په ګډون د نړۍ په شخړو کې “سوله تر برید لاندې ده. موږ پر ملکي حلکو ډزې کېږي، کورونه نړېږي، ترهول کېږي او ډېرو خلکو هر څه له لاسه ورکړي دي.”

په افغانستان کې د متحدوایالتونو سفارت، چې د قطر له دوحې څخه فعالیت کوي، ویلي چې دا ورځ د افغانستان لپاره د سولې او ثبات په هیله لمانځي. سفارت زیاته کړې: «ښایي زموږ ګډې هڅې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب