شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سي آی اې افسره وايي، محمود شاه حبیبي د وژل کېدو...

د سي آی اې افسره وايي، محمود شاه حبیبي د وژل کېدو له خطر سره مخامخ دی

تاند (شنبه، د سنبلې ۳۱ مه) د سي ای اې یو پخوانی چارواکی وايي، محمودشاه حبیبي، چې د الظواهري د وژل کېدو په قضیه کې طالبانو له نیولو وروسته القاعده شبکې ته سپارلی، د وژل کېدو له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د استخباراتو پخوانۍ افسرې سارا اډمز په ټولنیزو رسنیو کې دا اندېښنه راپورته کړې او له طالبانو سره یې د امریکا د حکومت پر روانو اړیکو نیوکه کړې، چې دوی یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د یوه ملګري په توګه ګڼي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې د امریکايي بندیانو په اړه د خبرو په مهال وویل چې حبیبي له دوی سره نه شته.

وروسته په ځینو راپورونو کې وویل شول چې طالبانو حبیبي القاعده شبکې ته سپارلی دی.

اغلې اډمز ویلي چې الظواهري مخکې تر دې چې په ۲۰۲۲ کال کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، د حقاني شبکې له خوا کابل ته بېول شوی و.

خو کله چې د شېرپور په یوه ودانۍ کې پر نوموړي د بې پېلوټه الوتکې برید وشو، طالبانو، محمودشاه حبیبي په دې شک ونیوه چې ممکن د الظواهري د هستوګنځي په کوڅه کې په مخابراتي انتن پورې نصب شوې کمرې د ظواهري ځای تثبیت کړی وي. انتن د حبیبي په شرکت پورې تړاو درلود.

ظاهراً طالبانو په دې ډاډ، چې امریکا ته د غیر امریکايي کسانو، حتي که د امریکا پاسپورت یې هم اخیستی وي، اهمیت نه لري، نوموړی القاعده شبکې ته سپارلی دی.

سراج الدین حقاني په وروستیو کې وویل، دوی به چې کله پر افغان امنیتي ځواکونو برید کاوه، امریکايي الوتکې یې کومک ته نه راتلې خو که به په کوم ځای کې کوم امریکايي تبعه موجود و او دوی به پرې برید کاوه، له شدید هوايي عکس العمل سره به مخامخ کېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب