Homeخبرونهپاکستان کې د عمران خان د پلویانو ناسته ۤپه شرطونو پای ته...

پاکستان کې د عمران خان د پلویانو ناسته ۤپه شرطونو پای ته ورسېده

تاند( یکشنبه ـ د میزان ۱ ) په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو ناسته پای ته ورسېده.

دا ناسته د تحریک انصاف ګوند له لوري په لاهور کې د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو په پار په لاره اچول شوې وه.

د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون د سپتمبر۲۱مه ویلي، له حکومت سره یې په ټاکلو شرایطو ناسته پای ته ورسوله.

نوموړي د دې شرایطو په اړه نه دي ویلي، چې کوم او څه ډول دي، خو د پېښور په ګډون د پاکستان له ګڼوښارونو زرګونه خلک له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې تحریک انصاف د خپلو پلویانو په راټولولوکې پاتې راغلی دی.

د یادونې ده چې د عمران خان پلویانو او د تحریک انصاف د ګوند لارویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.

پاکستان ۹ تنه افغانان د جعلي وېزو په تور نیولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...