یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیې۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د اخراج مرکزونو ته راټول کړي

ترکیې۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د اخراج مرکزونو ته راټول کړي

تاند( یکشنبه ـ د میزان ۱ ) یو شمېر رسنۍ وایي، چې د ترکیې په استانبول کې کابو۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي تر نیول کېدو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

بي بي سي په یوه راپور کې د ځینو پناه غوښتونکو د ویډیوګانو له مخې چې دوی ته یې لېږلي ویلي،چې د ترکیې حکوکت د ناسمې اوازې د خپراوي پر اساس یاد افغانان ونیول.

سرچینې د افغان پناه غوښتونکو په حواله لیکلي، چې تر نیول کېدو دوه ورځې وړاندې د حکومت له لوري غیرقانوني افغانانو ته د استوګنې د اسنادو د ورکړې اوازه خپره شوه، چې پر اساس یې په زیات شمېر افغانان راټول او په ډله ییز ډول ونیول شول.

د ترکیې حکومت د دې موضوع په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

تر ا وسه دا هم معلومه نه ده  چې دغه افغان پناه غوښتونکي به کله افغانستان ته لېږل کېږي.

د یادونې ده چې ترکیې په دې وروستیو کې د بې اسناده پناه غوښتونکو افغانانو د ویستلو لړۍ چټکه کړې ده.

دا ډله افغانان داسې مهال نیول کېږي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران نه هم د بې اسناده افغان کډوالو څه باندې ۳۰۰ کورنۍ وویستل شوې.

یادو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب