یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د خبریالانو فدراسیون؛ ایران دې خبریالان او د بشري حقونو...

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون؛ ایران دې خبریالان او د بشري حقونو مدافعین نه اخراجوي

تاند( یکشنبه ـ د میزان ۱ ) په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون ځینو غړو، له ایرانه د خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او د بشري حقونو د مدافعینو د نه ایستلو غوښتنه کړې.

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په ایران کې دېره دي.

د یاد فدراسیون غړو چې پرون شنبه په یوه غونډه کې، چې شعارونه یې هم له ځانونو سره له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي او هیله یې وکړه چې په درېیمو هېوادونو کې د خبریالانو د منلو بهیر ته پام واړوي.

امین پویا ویلي چې په ایران کې هره ورځ د ژوند کړۍ تنګېږي او څوک د حق غږ نه اوري.

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون  داسې مهال دا غوښتنه کړې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سنبلې په ۲۶مه ویلي وو، دوی ته ورغلي غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

تازه تېره ورځ هم له ایرانه لسګونه افغانې کورنۍ افغانستان ته ولېږدول شوې.

ترکیې۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د اخراج مرکزونو ته راټول کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب