یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان نن له جنوبي افریقا سره د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

افغانستان نن له جنوبي افریقا سره د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

تاند ( یکشنبه ـ د میزان ۱) د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ نن وروستۍ لوبه ترسره کېږي.

افغانستان تر دې وړاندې لومړنۍ دوه لوبې له مقابلې لوبدلې ګټلي دي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان له جنوبي افریقا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي او دا لړۍ ګټي.

له دې وړاندې په دوهمه لوبه کې افغانستان، جنوبي افریقا لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۳۱۱ مندو هدف ورکړ، چې مقابلې لوبډلې هدف پوره نشو کړای او لوبه یې په ستر توپير افغان لوبډلې ته وبایلله.

په لومړۍ لوبه کې فضل الحق فاروقي او په دوهمه لوبه کې راشدخان د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل شوي وو.

افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب