پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+دين خانه او د دين نرسان | رحمت شاه فراز 

دين خانه او د دين نرسان | رحمت شاه فراز 

د دين په پېچلي کولو کې د ملا ګټه دا وه، چې د دين په څېر فردي پديده يې د ملا ملکيت وګرځوله. د دين د پېچلتيا سلسله له عباسي دورانه پيل شوه او بيا نظام الملک د پېچلتيا عروج ته ورسوله.
د دينپوهانو دليل دا دی، چې ايا طبابت د هر سړي کار دی که لومړی به تخصص پکې اخلي؟ خو د دوی دا مثال تر بحث لاندې مسئلې سره هېڅ اړخ نه لګوي. دين الله تعالی فرد ته د عمل کولو لپاره را لېږلی، د دې لپاره نه دی چې د دين په سر د بل سړي عمليات وکړو يا د امر او نهي پېچکاري ورکړو.
ملا د دين په پېچلتيا کې ګڼ مراحل ووهل. په لومړنۍ مرحله کې يې د دينپوهنې په برخه کې دومره فنون او علوم ايجاد کړل، چې عام سړي ته يې يوازې د نومونو زدکړه هم تر ابن سينايي طبابته مشکله شوه. په دې سره يې عوام په دين کې بې وسه کړل.
په دوهمه مرحله کې دينپوهانو د ځان لپاره داسې لقبونه اختيار کړل، چې له ځان سره يې يو ډول تقدس لېږداوه. امام، شيخ الحديث، شيخ القران او داسې نور. په قرآن کې يوازې د تفه في الدين اصطلاح راغلې وه، دا نور ټول د دينپوهانو شخصي ايجاد و.
په دريمه مرحله کې ملا د اختلاف له موجوديته انکار وکړ او خپله خبره يې وروستۍ او د خدای يوازينۍ منشأ وګڼله. مګر په طبابت کې د دوهمې او دريمې رايې اخيستو اصل تر نن ورځې پلي کېږي.
په دې مراحلو سره دينپوهان په ديني چارو کې د صحيح او غلط قاضيان شول او دا يې هېر کړل، چې په دين کې خو صحيح او غلط يوازې د خدای په لاس کې دي. تاسو لويې، لويې فتاواوې در وګورئ، تر هرې فتوې لاندې (والله اعلم بالصواب) ليکلي وي. چې صحيح او صواب يوازې خدای ته معلوم دي، نو ملا خپلې فردي فتوا ته د قانون شکل څرنګه ورکولی شي؟
په پورتنيو درې واړو کې تر ټولو خطرناکه دريمه مرحله وه. زموږ د وطن د نوي قانون جوړوونکي په دې پوهېږي چې د دوی په قانون کې ليکل شوې ګڼې مسئلې اختلافي دي او د دې اختلافونو په منځ کې د يوه غوراوی د فرد خوښه ده، د ملا يا حاکم کار نه دی. چې په يوه مسئله کې اختلاف موجود وي، فطري خبره ده چې په خپله خبره يا نظريه باندې د تقنين او تنفيذ تر بريده تاکيد نه شو کولی. اختلاف په دې معنا هم دی، چې دا اطمينان نشته، چې د چا خبره سل سلنه سمه ده او په دې صورت کې يوازينۍ لاره دا ده، چې د عمل کولو لپاره د يوه نظر يا فتوا غوراوی فرد ته پرېښودل شي. تاسو څو شېبې تصور کړئ، که طبيبان حاکمان شوو او خپل د امر او نهي قانون يې وضع کړ، د انسانان وضعه به څرنګه وي؟
ملا چې دينپوهنه له طبابت يا انجينري سره پرتله کوي، نو بيا دې ټول رنګ او بوی د هغو ور خپل کړي. له ځانه دې د دين ډاکټر جوړ کړي او د کوڅې په سر کې دې «دين خانه» پرانيزي او خپلو مراجعينو ته دې شېبې وشمېري. طبيبان چې کور په کور نه ګرځي، د دين نرسان ولې په چوکونو کې ليدل کېږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب