پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په نیمايي ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې

د افغانستان په نیمايي ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۶ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې لهاټکل سره سم نن (دوشنبې) د سالنګونو په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلونو احتمال شته.

دې ادارې، پرون (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوی د اټکل له مخې؛ د باران کچه به له (۱۵ څخه تر ۳۰) میلي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکل پر اساس، د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشير، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ،بامیان او غور ولایتونو کې د شدیدونو بارانونو، اورښتونو او سېلونو اټکل شوی دی.

سږ کال په افغانستان کې ورښتونه په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساري بلل شوي او ډېر متخصصان یې دلیل اقلیمي بدلون ښيي.

د تېر ژمي له وروستۍ میاشتې پرته، چې وچه تېره شوه، ټول کال پر له پسې بارانونه اورېدلي اوله کبله یې سیلونه بهېدلي او د سر و مال ډېر تاوانونه یې اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...