پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهالجزیره: د ملاهبت الله سختدریځې پالیسۍ سبب شوي چې یو شمېر طالب...

الجزیره: د ملاهبت الله سختدریځې پالیسۍ سبب شوي چې یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه وباسي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) الجزیرې شبکې پرون (شنبه) په یوه مفصیل راپور کې ویلي، د طالبانو ځینې مشران چې د ملا هیبت الله اخوندزاده له محافظه کاره سیاست څخه ناراضه دي، خپلې کورنۍ له هېواده بهر ایستلي دي.

الجزیرپه دې راپور کې، چې په خپله انکلیسي ویبپاڼه کې یې تر دې (Not all is well inside the Taliban) سرلیک لاندې خپرې کړې، لیکلي: طالب چارواکو وویل چې د دوی کورنۍ په بهر کې ډیر ارام دی او د دوی ماشومان کولی شی پرته له ستونزو زده کړې ترلاسه کړی.

د قطر په پوهنتون کې د دوکتورا کاندیده لکشمي وینوګوپل مینون (Lakshmi Venugopal Menon) د الجزیرې لپاره په دې لیکنه کې ویلي چې دې د طالبانو له هغو اوسنیو او پخوانیو استازو سره مرکې کړي چې د ملاهبت الله د پالیسۍ ملاتړ نه کوي، او ځینو یې هغې ته ویلي چې دوی خپلې کورنۍ نورو هیوادونو ته بېولي دي.

هغوی میرمن مینون ته وویل، “په بهر کې د یوې کورنۍ ژوند اسانه دی، او ماشومان کولی شی پرته له ستونزو خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.”

په دې مقاله کې، اغلې منون ویلي چې یو شمېر طالب مشران په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه د پخوانۍ حلقې له محافظه کاره سیاستونو سره موافق نه دي، او هغوی وايي چې هبت الله او شاوخوا کسانو یې د سختو مقرراتو او فرمانونو په نافذولو سره د دې ډلې د نسبتا معتدل مشرتابه د نوی نسل لپاره زمینه محدوده کړې ده.

په مقالې کې د سختو پالیسیو او د افغانستان د خلکو د اقتصادي او بشري حقونو د خرابو شرایطو له امله د افغانستان دننه او بهر نارضایتۍ ته اشاره شوې ده.

په دې مقاله کې راغلی چې په کابل کې د طالبانو حکومت د هغو خلکو فشار احساسوي چې د اقتصادي سقوط او د نړیوالو مرستو د کمښت په درشل کې د کار او خدماتو غوښټونکي دي.

خو له دې سره سره له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او د نورې مرستې او پانګونه د جلبولو لپاره د سراج الدین حقانی په ګډون د طالبانو د ځینو غړو هڅې له دې کبله کمروزې شوي چې ملاهبت الله له کندهار څخه د امربالمعروف د وروستي قانون په شان د نویو فرمانونو په اعلانولو پر ښځو فشارونه دوه برابره کړي دي.

لیکواله په پای کې نتیجه اخلي چې ممکن د ملاهبت الله اخوندزاده دا ډول افراطي اقدامات د ده لپاره د منفي پایلو سبب او طالبانو په منځ کې درز رامنځته شي.

3 COMMENTS

  1. دا ټوله افواهات او له ځانه جوړ شوى دروغ دي بهرنى دوښمنان تل هڅه کوى چه له نړيوالى رسنۍ څخه په دي ډول دروغو ويلو او نشرولو لپاره استفاده وکړى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب