جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد فوتسال نړیوال جام، افغانستان انګولا ته ماته ورکړه

د فوتسال نړیوال جام، افغانستان انګولا ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن (یکشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه) د فوتسال په نړیوال جام کې په خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره مخامخ شو او  د دغه هیواد ملي لوبډلې ته یې ۶-۴ ماتې ورکړه.
دې سیالۍ کې، چې د کابل مازدیګر په پنځه بجې د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ۵ ګولونه او انګولا یې په وړاندې ۲ ګولونه ووهل.
د مسابقې په دوهمه نیمايي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو بل ګول ووهه او په دې ترتیب دا سیالي افغانستان د ۴ په وړاندې په ۶ ګولونو وګټله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.
افغانستان به خپله دوهمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له ارجنټاین سره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...