Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره...

د امریکا د استازو جرګې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره پرېکړه لیک تصویب کړ

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د متحدوایالتونو د استازو جرګې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ او د طالبانو د واکمنې ادارې پرضد د یوې ګډې جبهې د جوړولو د هڅو د ملاتړ د پرېکړه لیک د تصویب اعلان وکړ.

د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مرستیال تیموتی بروچټ وویل چې ۱۴۳۳ پریکړه لیک په افغانستان کې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره تصویب شو.

په دغه پریکړه لیک کې د افغانستان واکمنه اداره د یوې ترهګرې ډلې په نوم یاده شوې او ټینګار کوي چې د متحدو ایالتونو د استازو جرګه د ویانا د غونډې د طالبانو د سیاسي مخالفانو د بهیر په توګه ملاتړ کوي.

په دغه پریکړه لیک کې زیاته شوې ده چې متحدایالتونه باید په افغانستان کې د ډیموکراتیکې حکومتولۍ او بشري حقونو د ودې او همدارنګه د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د طالبانو د استبدادی واکمنۍ مخالف دی.

دغه پریکړه لیک د ویانا پروسه د ټولشموله سیاسی خبرو لپاره یو پلیټ فارم بللی چې د طالبانو د ټولو مخالفو ډلو لپاره د هیلې د څراغ په توګه کار کوۍ او د کابل حکومت پر وړاندې ګډه جبهه پیاوړې کوي.

د امریکا د استازو جرګې همداراز د خپل هیواد له حکومته غوښتي چې د وینا په پروسه کې فعاله برخه واخلي او ملاتړ یې وکړي.

د ویانا کنفرانس لومړۍ ناسته د طالبانو ضد شخصیتونو په نوښت واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د اتریش په ویانا ښار کې جوړه شوه او څلورم پړاو یې د روان کال په جولای کې ترسره شو.

د دغو غونډو موخه دا ده چې د اپوزیسیون ډلو لپاره یو پلیټ فارم برابر کړي چې د افغانستان د راتلونکی لپاره د لارې په نقشه بحث وکړي، د طالبانو پر وړاندې یو متحد دریځ رامنځته کړي او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، خو تر دې دمه کومه څرګنده بریا یې نه ده لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...