پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه یوه اوونۍ کې تر ۷۱ ډېر افغانان خپل هیواد ته راستانه...

په یوه اوونۍ کې تر ۷۱ ډېر افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې، تېره اونۍ له ۵۰ زره ۶۰۰ څخه ډېر افغان اتباع ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.

د همدې مودې په لړ کې، ۷۱ زره ۵۲۴ کسان بیرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا بهر ته د تللیو پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

په راپور کې ویل شوي چې ۲۱ زره ۱۶ تنه د اسلام کلا، میلک او ابو نصر فراهي له لارې ایران ته تللي، په داسې حال کې چې ۲۹ زره ۴۷۰ کسان د تورخم، سپین بولدک او غلام خان له لارې پاکستان ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې ایران ته ۶۹ سلنه په اقتصادي دلایلو تللي دي.

د هغو کسانو په منځ کې چې له ایران څخه راستانه شوی، ۵۷ سلنه یې شړل شوي دي. له پاکستان څخه ۸۶ سلنه په خپله خوښه راستانه شوي دي. چې اکثرا یې د کورنیو لیدنو یا په پاکستان کې د ناامنۍ د احساس له امله راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب