تاند ( یکشنبه ـ د سنبلې ۲۵مه) ننګرهار کې د طالبانو وادي کرنیز شرکت مسوولین وایي، سږکال به د دې ولایت د زیتونو فابریکه له ترلاسه شویو زیتونو کابو ۳۰ ټنه اچار تولید شي.
د یاد شرکت مسوولین په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې، ټاکل شوې د روان کال په میزان میاشت کې له شنو زیتونو د اچارو تولید پیل کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس تېر کال د ننګرهار له شنو زیتونو څخه یادې فابریکې ۱۲ ټنه اچار تولید کړي وو، چې د سږني تولید اندازه د تېر په پرتله څه کم دوه برابره زیاته ده.
سره له دې چې وروستیو ورښتونو د ننګرهار کانال اړوند زیتون باغونو ته سخت زیان واړوه، خو د مسوولینو په وینا یې بیاهم سږنی کال د تولید له پلوه غني کال دی او تولیدات یې څو برابره زیات دي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار کانال د زيتون باغونه شاوخوا پنځه لسيزې وړاندې په ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه کې جوړ شوي وو، خو په هېواد کې د کورنيو جګړو له امله نيمايي یې له منځه تللي او اوس يوازې پر ۱۷۲۰ هکټاره ځمکه کې د زیتون ونې پاتې دي.
د تاند د زحمتونو او پر وخت خبر رسونې له امله مننه کوو. لطفا داسې مه لیکئ چې د تالبانو کرنیز شرکت. دا شرکت او د ننګرهار د کانال پروژه ان له ۱۳۴۵ کال راهیسې موجوده ده، په داسې حال کې چې تالب یوازې یو نظام دی چې کېدی شي سبا، کال، پنځه … کاله وروسته نابود شي. داسې یې لیکئ چې د ننګرهار د کانال پروژې مسؤلین ځکه اوس عملا مسؤلیت د دغې ډلې سره دی. هغه نور غله هسې هم ورک شوي دي. خدای دې اول هغوی سره حساب وکړي بیا دوی سره.