ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلي اړيکي په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر لخوا د چايو د پيالې له څکلو څخه نه پيليږي او نه هم همدلته ختمېږي، بلکې دغه اړيکې له پيچليو کږليچونو څخه تېريږي او ترينګلى تاریخ لري. د دواړو ګاونډيانو اړیکې له تاریخي پلوه ستونځمنې او له یو لړ داسې ننګونو سره مخ دي چې کله کله يې ترمنځ فزيکي شخړې رامنځته کيږي.
دَ دغو د اړیکو د ترينګلتيا ریښې د بريتانيې د حاکميت په مهال له افغانستان سره د لاسلیک شوي ډيورنډ کرښې له تړون څخه سرچینه اخلي چې پاکستان يې د دواړو هېوادونو ترمنځ نړيواله پوله او افغانستان يې له لمړۍ ورځې څخه د پولې په توګه له منلو څخه انکار کوي. افسوناک اړخ يې دادى چې په دغه هکله سياسي هلې ځلې او ديپلوماسي نه، بلکې په تاوتریخوالي باندې ولاړه د نيابتي جګړو ستراتيژي کارول کېږي، خو شک نشته چې په دغه هکله د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ د يوې هوکړې تر رامنځته کيدو پورې به کړکېچ دوام کوى.
د پاکستان د لمړي وزير د مرستيال هغه څرګندونې چې وايي “پاکستان په کابل کې د چای پیالې د څکلو بيه ورکوي” د خورا اوږدې او پیچلې مسئلې د ساده ګرزولو هڅه ګڼل کېږي. دغه شان څرګندونې ممکن د افغانستان په هکله د پاکستان د هغو اوږدمهاله ناکامو ستراتیژیکو تګلارو په تړاو د مسئولیت منلو د اهمیت کمولو هڅې وي چې په سیمه ایز ثبات یې منفي اغیزې کړې دي. د يوې پيالې چاى څکلو د بېې ورکولو پرځاى به د پاکستان د مشرتابه لپاره ډیره ګټوره وي چې خپلې د څو لسيزو تاریخي تېروتنې ومني او له خپل ګاونډی هېواد سره د ډیپلوماتیکو اړیکو او ګډې همکارۍ له لارې د یوه باثباته راتلونکي بنسټ کيږدي
د ترانزيتي او سوداګريزو مسائلو په برخه کې ترینګلتیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچنو اړیکو یو مهم عامل دی. د پاکستان لخوا په يو اړخيز ډول په ډيورنډ کرښه باندي د دروازو بندولو ، له سوداګریزو تړونونو څخه سرغړونو او په افغان ترانزيت باندي د يو اړخيزو بنديزونو لګولو په څیر مسئلو باندې شخړې اکثرا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خنډونو د راپورته کيدو او د کړکیچ لامل شوي دي.
په پاکستان کې نا امني يقيناً د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او بايد افغان حکومت له پاکستان سره د دغه هېواد د مشرانو د اندېښنو په تړاو د امکان ترکچې مرسته وکړي، خو متأسفانه پاکستان په کور د ننه نيمګړتياو محرومیتونو او خپلو ناکامو تګلارو ته له متوجه کيدو پرته او په دغه هکله د ديپلوماتيکو فورمونو کارولو په پرتله افغانستان ته د ګواښونو او پاروونکو ګوتڅنډنه پاليسي ته دوام ورکوي. دغه سياست په خپل ذات کې پوښتنې راپورته کوي او په هيڅ ډول د توجيه وړ کړنه نه ده، بلکې له مسئولیتونو څخه د تېښتې او يا هم په عمدي توګه د اړيکو د خرابولو هڅه ده. بربنډ واقعيت دادى چې د نيابتي جګړو دوکتورين ناکامه او بدنامه تګلاره ده او د ګواښ لهجه کارول ګټوره ستراتیژي نه، بلکې پاروونکې ستراتیژی ده.
د پاکستان لخوا په کابل باندې د هرې واکمني ډلې په مقابل کې د هغوى د مخالف وسلوال اړخ ملاتړ او په افغانستان کې اوږدمهاله شخړو ته لمن وهل هغه څه چې د پاکستان په تړاو يې د افغانانو په ذهنيت باندي خورا بدې اغېزې کړې دي، د افغانانو د باور کچه يې صفر ته راښکته کړي او له پاکستان څخه د افغانانو د کرکو لامل ګرزيدلى دى.
د هغه افغان حکومت په مقابل کې دريدل چې د پاکستان دوست بلل کيږي او واک ته د رسيدو تر ورځې پورې يې پاکستان ملاتړ کړى وي هغه ذهنيت پياوړى کوي چې وايي په افغانستان کې د پاکستان دوست حکومت رامنځته کيدل د ستراتیژیک عمق د تګلارې برخه نه ده، بلکې داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې تلپاتې نا امني د خپل ستراتيژيک ژوروالي د تګلارې برخه ګڼي. بنأً دغه هېواد په کابل سرينا کې د خپل استخباراتي مشر د چاي څکلو بيه نه ورکوي، بلکې د ستراتيژيک عمق تر عنوان لاندې د افراطیت او تاوتریخوالي په اصل ولاړې د څو لسیزو ناکامو تګلارو بيه ورکوي او ددغو ناوړه تګلارو بدلون نه يوازي افغانستان ته ګټه رسوي بلکې پاکستان هم د نا امنيو له توپان څخه ژغوري.
په افغانستان کې د پاکستان ناکامه تګلاره، نه په کابل کې د پاکستاني استخباراتي مشر د چايو له پيالې څخه پيل شوى او نه هم دلته ختمېږي. له لسيزو راپدېخوا دغه مطلقاً ناکامه تګلاره پاکستان ته د ګټو رسولو پرځاى په اوږدمهاله توګه ستونځې راپورته کوي، په افغانستان کې د پاکستان ضد ذهنيت ته وده ورکوي، افراطیت ته لاره هواروي، د افغانستان د حريم دنقض له امله په تاوتريخوالي باندي ولاړ افغاني غبرګون ته مشروعيت ورکوي.
له نيکه مرغه ، په دې وروستیو کلونو کې، د پاکستان د عوامو او سياستوالو په منځ کې هغه ذهنيت وده کړې ده چې د افغانستان په تړاو په تاوتریخوالي باندې متمرکزه پاکستاني تګلاره ناکامه شوې ده، پاکستان ته ستونځې ايجاد کړې دي او باید بدلون ومومي. دا بدلون به د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو ګټو پربنسټ د سيمه ييز پيوستون او اقتصادي پراختيا لپاره د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د سترو اقتصادي پروژې عملي کول ښه نوښت وي او د سيمې د ولسونو لپاره به د پرمختګونو لاره پرانيزي.
د افغانستان په هکله د پاکستان د پالیسي جوړونکو ته مو مشوره داده چې په سیمه کې د سيمه ييز پيوستون له پروژو (ټاپي/ټاپ/ کاسا/ افغان ټرانز او داسې نور) څخه حمايت، د اعتدالي فکر ملاتړ ته ژمنتيا او له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې په تاوتریخوالي باندي د راڅرخيدونکې تګلارې پرځاى اقتصادي او سیاسي اړخونو ته لومړیتوب ورکړي.
وخت ثابته کړه چې د پاکستان لخوا په افغانستان کې نيابتي جګړو ته د هڅونو او امکاناتو برابرولو، د سوداګريزو او ترانزيتي چارو په مخکې د خنډونو اچولو ستراتیژی، يوازې افغانستان ته نه، بلکې پاکستان ته هم زيانونه اړولي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو بې باورۍ او د یو بل د موخو په اړه د ژورو شکونو کمول نه ستړي کیدونکو هڅو سیمه ایز ثبات او د اتصال لپاره د عمل په ډګر کې خپله ژمنتیا ثابتول اړين ګامونه دي.
په سيمه ييزه او نړيواله کچه روانو ځينو تحرکاتو ته په کتو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د بهرنيانو له پياوړي او بربنډ ملاتړ څخه د برخمنې يوې بلي داسې نيابتي جګړې د پيلولو لپاره هڅې دوام لري چې اسلامي امارت به يې د مديريت او مهار کولو وړتیا ونلري. له همدې امله د يوه افغان په صفت له ااا څخه غوښتنه لرم چې له بهرني ملاتړ څخه د برخمنې نيابتي جګړې بدو عواقبو ته په کتو په کور د ننه او بهر په مختلفو کورنیو او بهرنيو تګلارو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو باندې تمرکز وکړي او افغانستان له يوه بل نه ختمیدونکې بحران څخه وژغوري.
پاکستان او اسراییل | محمدعبدالحق صمیمي:
https://taand.net/?p=245309
دا چې د دې څېړنیزې مقالې او کره کتنې اصلي هدف د پاکستان د تاریخ او سیاست ارزونه ده؛ ځکه د دې مقالې ډېره برخه پر پاکستاني موضوع تمرکز کوي چې آیا رښتیا پاکستان یو پاک او سپېڅلی هېواد دی او د هغو هندي مسلمانانو د ارمانونو او خوبونو تمثیل او تعبیر دی او که نه؟
د پاکستان عمر ۷۷ کاله دی چې لویه برخه یې له ګاونډیانو سره په شخړو او ناندریو تېر شوی دی. له بده مرغه د لوی هند د وېش پر مهال، د هغه وخت د پوځ او نظامي شتمنیو یوه لویه برخه پاکستان ته په برخه ورسېده. برېتانویانو ځان ته وفادار فیودالان، پوځیان، بیوروکراتان او سیاستوال ونازول او د پاکستان واګې یې ورته وسپارلې چې دوی ته ښه وفادار، خدمتګزار او د ډاډ وړ وو. دا خلک ستر زمکوال او فیودالان وو (د بېلګې په ډول د قریشي او مخدوم کورنۍ او داسې نور) چې دا اشرافیه (Elite class) تر اوسه د (Establishment) تر نامه لاندې په پاکستان واکمن او مسلط دي. بریتانویانو ته د وفادارو خلکو او کورنیو بشپړ مالومات ښاغلی سر لیپل هینري ګریفن په خپل کتاب (The Chiefs of Punjab) کې لیکلی دی. بریتانویانو د پنجاب د اشرافیه د ښوونې او روزنې په موخه یو ځانګړی پوهنتون (Chief’s College) جوړ کړی و چې اوس د (Aitchison College) په نامه یادېږي. د پاکستان ډېر پوځي او سیاسي مشران هم د دې پوهنتون نه فارغ شوي دي. په پاکستان د ۷۷ کلونو په اوږدو کې د نیم نه ډېره موده، پوځي جنرالانو د کودتا له لارې نظامي واکمني کړې لکه جنرال ایوب خان، جنرال غلام محمد، جنرال سکندر میرزا، جنرال ضیاالحق او جنرال مشرف چې هر جنرال شاوخوا ۱۰ کاله په واک کې پاتې شوی. په باقي پاتې لږه موده کې بیاهم پوځ غیر مستقیم واکمني کړې چې دا ستره لوبه تر اوسه روانه ده. واک عملا د پوځ په لاس کې دی، یوازې نوم د جمهوریت او سیاستوال کارول کېږي. په ټولټاکنو کې په ښکاره او علني درغلي کېږي او د خپلې خوښې سیاسي ګوندونه او کاندېدان بریالی او واک ته رسول کېږي. که احیانا دا لاسپوڅي او ګوډاګي سیاستوال د سرغړونې جسارت وکړي؛ نو ترور، تبعید او بندیان کېږي. وروستی بېلګه یې وزیراعظم عمران خان دی چې په بند کې پروت دی او ګوند یې غیر قانوني اعلان شوی. دا راز ښاغلی نواز شریف چې ۳ ځلې د پاکستان وزیر اعظم ټاکل شوی و، هرځل د نوموړی حکومت د پوځ لخوا پرځول شوی او نوموړی لومړی بندي او بیا تبعید ته اړ ایستل شوی. یو بل وزیراعظم چې په پاکستان کې ډېر محبوبیت او شهرت درلود، ذوالفقار علي بوټو و، چې حکومت یې ړنګ او نوموړی په غیر عادلانه توګه محاکمه او پانسي شو. د نوموړی لور بېنظیر بوټو چه هغه هم د پاکستان وزیراعظمه پاتې شوې، لومړی بېواکه او بیا ترور شوه. پاکستان کې تر اوسه هېڅ یو سیاسي ګوند خپله قانوني موده نه ده بشپړه کړې.
د پاکستان وجه تسمیه پاکوالی دی، چې د دوی په وینا د پاکستان مطلب لااله الا الله دی. دا چې تر کومه کچه پاکستان د خپل نامه ممثل او سپېڅلی هېواد دی او ترکومه حده هېواد کې اسلام، شریعت او لااله الا الله پلي او عملي شوی ښکاره او معلومه خبره ده. اسلام او مسلمانانو ته چې کوم زیان او تاوان دې تش په نامه اسلامي هېواد رسولی شاید بل کفري هېواد نه وي رسولی. مذهب یوازې سیاسي آله ده چې د پوځیانو په واک کې د پاتې کېدو او نورو نامشروعو اهدافو د لاس ته راوړنو په موخه کارول کېږي. په اصل کې د پاکستان جوړښت د یو ستر پلان برخه وه چې دې کار سره د برېتانویانو اصل هدف د لوی هند زور ماتول و چې په آسیا کې لوی تاریخي، تمدني او اقتصادي ځواک و. دې کار سره نه یوازې هندیان بلکه ګڼ شمېر مسلمانان هم مخالف و. په دې لړ کې مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان ډېره هڅه او وسه وکړل چې د هند د وېش مخه ونیسي، خو برېتانویانو د غم او ناسور دا بوټۍ لکه اسراییل په سیمه کې نال کړ او پاکستاني خنجر یې د هند په سینه کې وټومبه چې د دې بوټۍ میوه او پایلې اوس ښکاره لېدل کېږي.
د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح (چې دوی ورته د یو اسلامي صوفي رتبه ورکوي او قایداعظم نوموي) یو سیکولر وکیل و چې ټول ژوند یې په لندن کې تېر کړی چې هلته په وکالت او سیاست بوخت و. نوموړی په هندي یا اردو ژبه نه پوهېده. یواځېنۍ لور یې (دینا) یو زردشتي سره واده وکړ، او ټول ژوند یې په امریکا کې تېر او هملته په کال ۲۰۱۷ کې وفات شوه. خپله د جناح هدف د یو سیکولر هېواد جوړښت و. په دې پروژې کې مذهب یوازې د سیاسي ابزار په توګه وکارول شو چې دې کار سره هندي مسلمانان وپاروي او هند په دوو برخو ووېشي. له بده مرغه دا پروژه د مذهب په کارولو کامیابه شوه. برېتانیا د خپلو موخو او اهدافو د لاس ته راوړنې له پاره د یوې اوږدې مودې راهیسي د اسلام او مذهب نوم په بریاليتوب سره کاروي او دې کار سره یې تر اوسه ګڼ شمېر هېوادونه تارومار کړي. وروستی مثال یې افغانستان دی چې په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانان د اسلام او جهاد په نامه یو بل وژني او اصلي هدف او دښمن ترې پاتې دی. د برېتانیا دویمه بریالی وسله د دښمن د زور ماتولو په موخه د خلکو او ولسونو ویشل دي. د مذهب، ژبه او توکم په نامه ولسونه او ملتونه په ډېرو برخو ویشي او خپل اهداف ترلاسه کوي. چې دا کار په عربي هېوادونو او هند کې بریالی و او په افغانستان کې هم اغیزمن واقع شو. چې له بدمرغه تر اوسه دا لړۍ روانه ده.
دا یو واقعیت دی چې د پاکستاني پوځیانو شمېر او ظرفیت د دې وړې جغرافیې له اړتیا څخه لوړ دی. له دې ناانډوله پوځي حجم له کبله د دې هېواد له نیم نه ډېره بودیجه پر پوځ لګول کېږي او پاتې کمه بودیجه د دې سترې جغرافيې او ۲۴۰ میلیون وګړو له پاره ناکافي بلل کېږي. همدا وجه ده چې هرکال د پاکستان بودېجه کسر یا تاوان سره مخامخېږي. چې لویه برخه یې د فاسدو سیاسیونو او بیوروکراتانو له خوا غبن کېږي. اوسنی پاکستاني رییس جمهور ښاغلي آصف علي زرداري د (ښاغلي ۱۰ فیصد) په نامه نړیوال شهرت لري (یانې نوموړی په هره پروژه کې ۱۰ ٪ امتیاز غواړي). همداراز هر پاکستاني جنرال او سیاستوال په عربي اماراتو او لوېدېزو هېوادونو کې د میلیونونو ډالر په ارزښت جایدادونه او تجارتونه لري د بېلګې په ډول (Papa John, Bajco Group) چې د جنرال عاصم باجوا ملکیت دی. په دې توګه عام ولس ورځ په ورځ بې وزله کېږي. دا لوی پوځ (Military Establishment) د خپل شتون د جواز له پاره تل خپل ولس له ګاونډیانو څخه په ډار کې ساتي او د اسلام او د وطن دوستۍ د عاطفي ټکو په کارولو، تل د یو لوی پوځ په ارزښت او اړتیا ټېنګار کوي. وخت نا وخته ګاونډیانیو سره مصنوعي شخړې جوړوي او فرضي دښمنان پالي. دا کار د پوځ د ستراتېژۍ یوه اړینه برخه ده، ترڅو ولس د دې بې فایدې لوی پوځ د شتون او د هغوی د بې ځایه لګښتونو دروند بار ته اوږه ورکړي. په یوه طبیعي او نورماله ټولنه کې ولس اهمیت او ارزښت لري او د حکومت یواځېنۍ موخه د ولسي وګړو آرامي او هوساینه وي. همدا راز پوځ د ولس په چوپړ کې وي او دنده یې یوازې د وطن ننګه او دفاع وي نه واکمني او سیاست. خو د ډېرو تاریخي او سیاسي شنونکو په آند پاکستان د پوځ له پاره جوړ شوی او ټول ولس او ملکي امکانات د پوځي نظام په چوپړ کې دی. د پاکستان په ډېرو تجارتي شرکتونو د پوځ قبضه ده لکه فوجي سیمنټ، عسکري بانک، سوپارکو، ښارګوټي (بحریه ټاون، ډیفنس کالوني)، واپډا او داسې نور په سلهاوو تجارتي شرکتونه د پوځ ملکیت دی. له همدې کبله د هر پاکستانی یواځینی هیله دا ده چې په پوځ کې نوکري وکړي. له همدې امله د پوځ شمېر او لګښت ورځ په ورځ ډېرېږي. له همدې امله د ډېرو سیاسي پنډتانو په آند، د دې هېواد نوم باید د پاکستان پرځای جنرالستان وای.