پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ۲۷ ټرانسپورټي موټرو فعالیت وځنډوه

ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ۲۷ ټرانسپورټي موټرو فعالیت وځنډوه

تاند ( یکشنبه ـ د سنبلې ۲۵مه) افغانستان کې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي د ۲۷ موټرو ټرانسپورټي فعالیت یې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډولی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د موټرو معیاري کولو لپاره په تېره یوه اوونۍ کې د ۴۴۰ موټرو تخنيکي څارنه ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې څارنه کې د ۲۷ موټرو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل لپاره و ځنډول شو.

د سرچینې په حواله په دې څارنه کې د ۳۵ نورو موټرو تخنیکي اصلاح ترسره شوه.

د ترانسپور او هوایي چلند وزارت په ډاګه کړې نه ده چې په دې موټرو کې د کوم شرکت موټرې شاملې دي.

یادې موټرې تر دېره له کابل نه لرې پرتو ولایتونو ته په ساعتونو ساعتونو اوږده سفرونه لري او په دې لارو تلونکي خلک هم د یادو موټرو د سمې څارنې غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. ښه خبره ده. دا حرامیان چی د مکاتبو دروازی پرانیزی بیا څه نا څه د انسانیت خواته راشی. تر اوسه دوی اهلی شوی ندی. د ملا ندیم وحشی او ځنګلی ځیره او حالت خو په ډاګه دا بیانه وی چی دوی لا تر اوسه وحشیان دی. حنیفیت تر ترجیع ورکول او قران سره په ډاګه مخالفت کوم لعنت مو پدی عقدیه او مذهب شه. هغه حنیفیت چی مونږه مریضی، قحطی، جهل او بیسوادی ته بیایی لعنت دی پر داسی مذهب شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب