له بده مرغه شا او خوا درې کاله کيږي چې په هېواد کې منځني ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي. د جمهوريت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنيدو وروسته، د نجونو په منځنيو زده کړو محدوديتونه ولګيدل. په لومړي سر کې تر شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو بنديز وضع شو او بيا وروسته د نجونو پوهنتونونه هم له ورته برخلیک سره مخامخ شول.
زده کړې زموږ د دين په اساساتو کې دي. د قرآن پاک دغه آيت {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ، ولوله د خپل هغه رب په نامه چې پيدا کړي يې ټول مخلوقات دي} په دې دلالت کوي چې پوهنه او د علم زده کړه پر ټولو نارينه او ښځينه وو فرض دی. د اسلام او اسلامي هېوادونو په تاريخ کې تر اوسه د دې آيت شريف په ترجمه او تفسیر کې د نظراختلاف او توپير نه دی راغلی.
خو له بده مرغه په تيرو دريو کلونو کې، زموږ ځينو علماوو او واکمنو د دې آيت شريف فرضيت يوازې ديني علومو ته ملزوم کړ. ديني علما او چارواکي هم ټول يوه خوله نه دي. ځيني يې عصري زده کړې په نارينه او ښځينه دواړو فرض بولي؛ خو ځينې نور يې فرض کفايي، ناروا، مستحب، مباح، غيرضروري او په داسې نورو ټکو او الفاظو يادوي!
علم يو سمندر دی چې ټول دينی او عصري علوم رانغاړي. نننۍ پرمختللې نړۍ په عصري علومو او ټکنالوژۍ ولاړه ده. افغانستان د دې پرمختللې نړۍ يوه وړه برخه، جنګ ځپلی، بېوزله او د پرمختللو هېوادونو په مرسته متکي هېواد دی. د بندو تعليمي بنسټونو له امله هره ورځ د پرمختګ او اقتصادي بسياينې فرصتونه له لاسه وځي، وطن او ولس نور په ګاونډيو هېوادونو او مرستو متکي کيږي.
که څه هم طالبان ظاهراً د تعليمي بنسټونو بنديز لنډ مهاله او تر امرثاني بولي، د يوه خوندي چاپيريال د رامنځ ته کيدو او په نصاب کې د ځينو اړينو بدلونونو خبره کوي؛ خو تر دې زيات مالومات د لوړپوړو چارواکو سره هم نشته. تر اوسه يې نه د خوندي چاپيريال په هکله کومه لايحه وړاندې کړې، نه په نصاب کې د بدلون کومه نښه نښانه ليدل کيږی؛ نه د خپل لنډ مهاله يا اوږد مهاله کاري پلان، ماسټر پلان، ستراتېژۍ، پرمختګ او يا حد اقل د موضوع ستونزې او خنډونه له ولس سره شريک کړي، تر څو ولس ډاډمن شي چې په ريښتيا هم چارواکي په کار بوخت دي او بلاخره به په لږ يا ډير ځنډ دا ستره غميزه پای ومومي.
اوس اوس د لوړو زده کړو وزير ښاغلي ندا محمد نديم، د نجونو د ښوونيزو مرکزونو د خلاصون په هکله د ولس په پوښتنو او ګرويږنو هم تر امر ثاني پورې بنديز ولګاوه او نوې خبره دا ده چې دوی به د نجونو د زده کړو د ضرورت په هکله څېړنې کوي او د څيړنو پايله به دا جوتوي چې د نجونو عصري زده کړې ضروري دي او که نه! که د څيړنو پايلي وښيي چې د نجونوعصري زده کړې ضروري نه دي؛ نو د دوی پر مخ به ښوونځي او پوهنتونونه د طالبانو په حاکميت کې د تل لپاره بند پاتې شي.
خو پوښتنه دا ده چې هغه څه چې پروردګار په قرآن پاک کې په واضحو الفاظو فرض ګرځولي، علمای کرام او چارواکي څنګه ځانونه تر لوی ذات او الهي کلام لوړ او د دې جوګه ګڼي چې څيړنې دې پرې وکړي؟ آيا الهي فرضيت له دنيوي ضرورت سره پرتله کيدای شي؟ او دا څيړنې به څنګه، چيرته، څوک او له چا کوي؟ د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو اوعلمای کرامو په اسلامي امارت په ځلونوغږ کړی، چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي او ولس خپلو اولادونه ته بې له ځنډ او خنډه زر تر زره تعلیم غواړي.
په زده کړو بنديز د طالبانو په منځ کې هم درځ پيدا کړی او ټول په يوه خوله نه دي. ډيرو چارواکو خوله پټه نیولې؛ خو ځينو لکه د دوحې د مرکچي پلاوي غړی ښاغلی عباس ستانکزی، چې له تيرو کابو دوو لسيزو راهیسی په قطر کې اوسې، د ژوند ټول لګښتونه، امکانات او معاش يې امريکا ورکوي او لوڼې يې عصري زده کړې کوي، د نجونو د ښوونځيو د بې موجبه بنديزاو نامالومه برخليک سره مخالفت کړی او په وار وار يې خپل دريځ څرګند کړی دی. کيدای شي له همدې امله ښاغلی عباس ستانکزی اوس په خپلو ملګرو کې، هغه پخوانی دریځ نه لري کوم چې ده پخوا د دوحې په خبرو او د جمهوريت په پرځولو کې درلود!
ځينې خلک د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو بنديز د طالبانو د څو تنو سخت دریځه مشرانو فیصله ګڼي، او ګومان کوي چې په امارت کې هم د جمهوريت په څير، واک يوازې د يو څو محدودو کسانو په لاس کې دی؛ خو يو شمير نور بيا په دې باور دي چې طالبان که هر څو د نجونو زده کړې او بند ښوونځي د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي، خو د دې مسئلې څخه د خپلو سياسي موخو او اهدافو د تر لاسه کولو له پاره د يوې سياسي وسيلې په توګه کار اخلي او له نړۍ سره د رسميت پيژندلو د پاره چنې وهي! که د سياسي موخو او د رسميت پېژندلو خبره نه وای، نو د وطن لوڼې به يې دری کاله يرغمل نه نيوې، د دوی شرعي حقوق به يې نه تر پښولاندي کول او د دوی او د وطن د راتلونکي سره به يې دا ستره جفا نه کولای! خو هسې نه چې خدای مه کړه د واک په نشه او د رسميت پيژندلو په چنو کې دا اوسنی نظام او امنيت له لاسه ولاړ شي او امريکا له دې ګډوډيو داسې پښيمانه او تر پزې راشي، لکه څنګه چې د تير حکومته وه او بلاخره يې مخ طالبانو ته واړاوه.
د يونيسف له قوله، افغانستان په نړۍ کې د ميندو او ماشومانو د پاره له خطرناکو هېوادونو څخه دی. چيرته چې ميندې په آسانۍ سره روغتون او روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی نه لري او هر کال په زرګونو اميدوارې ميندې د داسې ستونزو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي، چې ډېر په اسانه د مخنيوي وړ دي. د نجونو تړلي ښوونځي او پوهنتونونه او د مسلکي روغتياپالانو کمښت، به دا ستونزې نورې هم ډيرې او د بشري ناورين تر حده ورسوي!
له بده مرغه افغانستان له تيرو څلورو لسيزو راهيسې د پوهنې په برخه کې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی. پردۍ تپل شوې جګړه، بې امني، ګاونډي استخباراتي کړۍ، مفسد حکومتي چارواکي او زورواکي، په لرې پرتو سيمو کې د ښوونځيو او مسلکي ښوونکو کمښت اوعامه ذهنيت يې ستر خنډونه او عوامل ګڼل کیږي.
که تير تاريخ په غور ولولو؛ نو پوهيږو چې افغانستان د پوهنې په لاره کې ډير پټ او ښکاره دښمنان درلودلي دي. اعليحضرت غازی امير امان الله خان د معارف د رغيدو او پياوړتيا لپاره نه هيريدونکې او نه تکراريدونکی هڅې کړې؛ خو د پرديو استخباراتو په لمسون، دا هڅې د خپل ولس په مخالفت، بغاوت او د پاچاهۍ د ړنګيدو په بيه ورته پريوتې.
تر هغې وروسته په نورو حکومتونو کې معارف لږ يا ډير پرمختګونه وکړل. د کابل او ننګرهار پوهنتونونه د سيمې په کچه ښه وځليدل او په زرګونو وياړلي فارغين يې ټولنې ته وړاندې کړل. خو د مجاهدینو په راتګ دا هر څه ګډ وډ شول، ډيری مسلکي ښوونکي له هېواده ووتل، پوهنتونونه بې نظمه او تنظيمي شول او نور يې هغه پخوانی برم او معيار نه لرل.
د طالبانو په تېره دوره (1996-2001) کې هم کټ مټ لکه د نن په څېر د نجونو په ښوونځيو او لوړو زده کړو محدوديتونه لګيدلی وو. نه په پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو او نه هم ښځینه ښوونکو ته د تدریس اجازه وه. په ټوله کې د وطن نيمايي نفوس له زده کړو، کار او ټولنيز ژوند او فعاليت څخه راګرځول شوي وو او په کور کينول شوي وو.
د جمهوريت په شل کلن مزل کې که څه هم د امريکا او متحدينو په مالي مرستو د معارف او پوهنې په برخه کې، ډير پرمختګونه وشول؛ خو دا هر څه تر کابل او لويو ښارونو پورې محدود وو. په کليوالو او لرې پرتو سیمو کې د جنګ ډګرونه تاوده وو، ښوونځي په نشت حساب وو او که وو هم؛ نو د انسانانو په څير د اور او باروتو په لمبو کې سوځيدل او په ميليونونو ډالر په خيالي ښوونځيو، زده کوونکو، ښوونکو او معاشونو مصرفيدل!
له بده مرغه د حکومت په هره برخه کې پراخ فساد، کار اهل کار ته نه سپارل، په بهرنيانو ډيره اتکا او ضعيفې حکومتولې، جمهوريت له سقوط سره مخ کړ. امريکا او متحدين يې له دې حالته ستړي شول او له طالبانو سره يې په دوحه کې خبرې پيل کړې او له شل کلن ځنډ وروسته طالبان بيا واک ته ورسيدل. که څه هم چې واک ته تر رسيدو مخکې طالبانو په دوحه کې له امریکايانو سره ژمنه کړې وه، چې د ښځو حقونو او زده کړو ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي؛ خو واک ته تر رسيدو وروسته يې دا ژمنه پوره نه کړه او اوسنۍ دوره يې د پخوانۍ په څير له ورته ستونزو ډکه ده.
دا ناورين او په ټپه درېدلی حالت د افغانستان د پرمختګ په وړاندې لوی خنډ دی. نه يوازې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې او محرومې دي؛ بلکه د ټول هیواد په پرمختګ او راتلونکي منفي اغیزه لري. هيله ده چې د اسلامي امارت چارواکي د وطن د اوسنيو واکمنو او حاکمو په حيث، له واړه کليوالي او قبیلوي فکر څخه راووځي، د يوې لويې جغرافيې د حاکميت، مالکيت او مسووليت احساس وکړي، د ولس غږ واوري او د نورې نړۍ سره د يوه سيال او په ځان بسيا افغانستان لپاره، د زده کړو مرکزونه نه يوازې پرانيزي بلکه د پوهنې د ترويج او پرمختګ لپاره بېسارې جد او جهد وکړي او پوهنه له ښارونو تر کلو، بانډو، کيږديو، غرونو او رغونو ورسوي!
د همداسې ورځې په هیله انشاالله.