د روښاني تحریک د سالار بایزید انصاري یا پير روښان له نامه سره آشنایي نوې خبره نه ده،
دا نامداره عارف او لیکوال د هندوستان لودي پښتنو د دوهمې پاچهۍ په وروستیو کلونو کې د پنجاب په جالندهر کې په کال ۹۳۱ هجري یا د قلندر مومند په قول په ۹۲۶ هجري قمري کال کې نړۍ ته راغلی دی.
کله چې ظهیرالدین بابر د لودیانو سلطنت نسکوراوه، د روښان کورنۍ د وزیرستان کاڼي ګروم ته راواوښته او هلته یې واړول چې د بایزید عرفاني مکتب او هم د مغلي زور زیاتي په وړاندې مقاومت له هغه ځایه پیل او ورو ورو په ټوله سیمه کې خپور شو.
بایزید انصاري خپلې زده کړې په ځوانې کې لابشپړې کړې او د تصوف لاره یې غوره کړه او پير کامل په لټه تر هغه ځایه ورسید چې خپله کامل پير او د طریقې خاوند شو او د خپل دغه موخې لپاره یې ښاسته ډیر کتابونه چې ډیری یې دینی او عرفاني بڼه لري خپاره کړل چې په خپله زمانه کې یې دوستان او دښمنان پیدا هم کړل او ډیرو مریدانو او لارویانو یې پرپله پل کېښود او تر ننه پورې دا سلسله جاري ده او نن هم د هند د بیهار د پټنې په ښار کې د روښان مرید او شاګردانو په هند کې د دې طریقې خپرونکي ارزاني خویشکي مزار او خانقا ده چې ښایسته ډیر مریدان لري او تراوسه یې سجاده نشینان یو په بل پسې د دې مکتب لارښوونه او زمه په غاړه اخیستې ده.
دبایزید آثار:
ګران لوستونکې تر ننه د تصوف او د روښانې طریقې او مکتب بنسټ ایښودونکي بایزید روښان کتابونه یا تالیفات چې مخکې پیدا شوی او څیړل شوي وه آشنا دي د بايزيد روښان له هغو آثارو چې تر اوسه معلوم دي څرګندېږي چې بايزيد په عربي ژبه او اسلامي علومو پوه ؤ، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصول کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهېده او همداشان يې ويل او ليکل مهارتونه وه، د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثار معلوم دي او دا ستر عارف د ده خپلو د غو تالیفاتو کتابونو دلارې پيژنو دادي:
خیرالبیان: چې په څلور ژبو (پښتو/دري/عربي/پنجابي) لیکل شوي ددې نامتوعارف تر ټولو مهم کتاب دی.
حالنامه: په دري ژبه لیکل شوی دی چې د نورو حال تر څنګ د حکومتي ملیشو د ظلم حکایتونه لري.
صراط التوحید: په عربی او پاړسی ژبه تالیف شوی دی.
مقصودالمومینین: په عربي ژبه کې لکیل شوی دی.
فخرالطالبین: دا کتاب هم په عربی او مکتوبات او پښتو رسم الخط را منځ ته شوی دی. او ورسره د بايزيد پير روښان مکتوبات ، سرودونه، د پښتو رسم الخط هم ذکر شوی دی.
خو دهند د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتو څانګې استاد ښاغلی پروفیسور عبدالخالق رشید د نوې څیړنې په پایله کې د دې ستر عرفاني او صوفی لیکوال او مبارز یو بل کتاب هم راڅرګند کړ چې عریان الغیب نومیږي.
د بایزید نوی موندل شوی کتاب:
عریان الغیب هغه کتاب دي چې تر اوسه چا د هغه په اړه څیړنه نه ده کړي که سم ووایم تر اوسه چاته معلوم هم نه وو او ښایی چا یې ذکر هم نه وو کړی،
دا کتاب د ښاغلي استاد رشید لخوا د ندوة العلما په کتابتون کې وموندل شو (د ندوه العلماء دارالعلوم په لکنهو کې دی چې په ۱۸۹۴ میلادی کال کې تاسیس شوی دی).
عریان الغیب کتاب د بایزید د یوه شاګرد حسین بن حسن سوالونو ته د ځوابونو مجوعه ده چې ټوله په پاړسي ژبه دی.
د دې کتاب اصلی نسخه اوس هم همالته یعنی په ندوة العلما کتابتون کې پرته ده او ښاغلي استاد کوالای شول چې د دې نخسې رنګه کاپی په مکمله توګله ترلاسه کړي او تر خپلې څیړنې وروسته یې په مکمله توګه چاپ کړي.
د چاپ شوی اثر ځانګرتیاوې:
دا کتاب د هند افغان بنیاد لخوا په هند کې د ۱۰۰۰ ټوکه په تعداد د پروفیسور عبدالخالق رشید په مقمدمه ، تصحیح، تحشیه او ترتیب په ۲۰۲ پاڼو کې چاپ شو ، چې هریوه ښاغلیو: حبیب الله رفیع، معصوم هوتک، زلمي هیواد مل، محمد اعظم سیستاني او محمد اسحاق نګارګر ته اهدا شوی دی.
په سر کې د کتاب د پيژندنې ورسته په هند کې د افغان سفیر ښاغلی دکتور شیدا محمدابدالي په تقریظ پیل شوی (د کتاب په پای کې همدغه تقریظ په انګلسی ژبه هم راغلی دی) او وروسته یوه ۴۸ مخیزه مقدمه د ښاغلي مصحیح لخوا ورباندې لیکل شوې ده چې د دې کتاب پر څرنګوالی یې په مفصله رڼا اچولې ده.
په مقدمه کې د روښاني نهضت پر پیژندلو او معلوماتو سربیره د کتاب پر متن هم نظر اچول شوی دی او خاص موارد هم په ګوته شوي دي د مثال په توګه:
- هر ګ د ک او هر ک د ګ پر ځای کارول شوی دی
- ددې کتاب دمتن سره په ارتباط د موضوع د روښانتیا لپاره د لیکوال د نورو آثارو څخه ایاتونه ، نقل قولونه ، بیتونه او نور متنونه راوړل شوي دي
- د کتاب پر لیکدود او محتوا کافي رڼا اچول شوې ده او د متن د لیکلو طرز پکښې بیان شوی دی
- د کتاب د څو مخونو عکسونه هم په پای کي راغلي دي
- په اصل کتاب کې د عدم تسلسل یا د پاڼو دکمښت خبره شوې ده
- دکتاب ژبه دری ده خو د خپل مدعا د تثبیت لپاره آیاتونه، احادیث او د مشایخو قولونه راوړي چې ټوله په عربي ژبه دي چې ژباړل شوي نه دي او په چاپي نخسه کې د عربي نوي فونټ (بې حرکته) کارول شوی دی.
د دې کتاب د چاپولو اهمیت
تر ټولو ستره اومهمه خبره به یې دا وبولو لکه چې ښاغلي رشید صاب هم ورته اشاره کړ ې ده چې هندوستان په پلټولو ارزي داهغه نسخه وه چې په یوه نامداره او روښانه کتابتون کې پرته وه نو که لږ مسجدتونو، خانقاوو، موزیمونو، زیارتونو، شخصی کتابتونو نه، پوهنتونونه مندرونو او په مجموع کې د ټولنیزو مرکزنو او د اجتماعاتو دو راټولویدو ځاینو ته سر وښکاره شي ډیر څه به ترلاسه شي، خو دا معلومه ده چې په بل ملک کې نابلدی، وخت او نورو محدودیتونو له امله دا کار ډیر آسانه نه بریښي.
بل دا چې د زاړه تصور پر ځای نوې خبره او د نوې خبرې لپاره نوې سوژه رامنځ ته شوه څو نور څیړونکي یې لاښه پسې وپلټي او نوې شیان پکښي پیدا کړي.
او اخره دا چې ښاغلي استاد یې د اصل کتاب آدرس هم پټ ونساته او د نورو څیړنو لاره يې پرانستې وساتله .
ښاغلی استاد ته د دې بریا د مبارکۍ تر څنګ د نورو بریاوو هیله.کوو
ای بنده اگر عاقلی بر در مخلوق مرو — آنچه به تو میرسد زحق با آن راضی شو
اگر به مشرق روی اگر به مغرب — از رزق تو کم بیش نمیشود یک جو
(عریان الغیب )
پوهنمل محمد انور خیري
نهرو پوهنتون
نوی ډیلی – هند