دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد وټس اپ بنسټګر له دې شرکت سره مخه ښه کوي

د وټس اپ بنسټګر له دې شرکت سره مخه ښه کوي

محمدحامد اکبري   

جان کوم، د وټس اپ اجرائيه مشر او بنسټګر غواړي چې نور دا کمپنۍ پريږدي. داسې ښکاري چې د دې تصميم يو لامل دا دی چې فېسبوک، د وټس اپ د اپلېکېشن د پټو سيستمونو د کمزوري کولو په هڅه کې دی.

د وټس اپ اپلېکېشن په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې د فېسبوک له لوري د ۱۹ مېلياردو ډالرو په بيه وپېرل شو، هغه مهال دری مليارده ډالر د فېسبوک د سهمونو په چوکاټ کې ورکړل شول.

په دې وروستيو کې ويل کيږي چې فېسبوک په دې هڅه کې دی چې د وټس اپ د خونديتوب سيستم کمزوری کړي تر څو د کاروونکو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي او خپل تبليغاتي موخو په پار کار واخلي. داسې ښکاري چې «کوم» له دې تصميم سره همغږی نه دی.

کوم پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:

«نږدې يوه لسيزه تيريږي چې ما او برايان اکتون وټس اپ پيل کړ او دا ښکلی سفر مو د ډېرو غوره ملګرو سره تجربه کړ؛ خو اوسمهال زما وخت په تېرېدو دی. زه په داسې حال کې وټس اپ پرېږدم چې خلک له هغه څخه په لوړه سطحه له واټس اپه کار اخلي څنګه چې ما فکر کاوه. ډله موله بل هر وخته پياوړې ده او په ډېرو زړه وړونکو چارو لاس پورې کوي».

د فېسبوک عامل مدير مارک زاکربرګ هم له «کوم» څخه د ټولو هغه کړنو له کبله مننه کړې چې د واټس اپ په برخه کې يې کړي، زاکربرګ د اېموجي غمجنه نښه هم کوم ته لېږلې ده.

د واټس اپ د بنسټکر  ملګري برايان اکټون هم يو کال وړاندې فېسبوک پرېښی و، تر څو وکولی شي خپل شخصي کاروبار ته ادامه ورکړي. نوموړي د آناليتيکا د کمبريج له رسوايۍ وروسته د #DeleteFacebook هشټګ وکاراوه، او د ټوېټر د ګڼوڼ له څاروونکو يې غوښتي وو چې فېسبوک ليرې (حذف) کړي.

له فېسبوکه ځينو سرچينو ويلي چې «کوم» د آناليتيکا د کمبريج سره د تړلې رسوايۍ وړاندې د شرکت د پرېښودلو قصد درلود؛ نو ويلی شو چې د نوموړي دا تصميم له يادې رسوايۍ سره کومه اړيکه نه لري.

سرچينه: Neowin

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب