پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد عمر اټکلوونکی اپلیکېشن

د عمر اټکلوونکی اپلیکېشن

تاند- یو نوی اپلیکېشن جوړ شوی چې د مصنوعي ذهانت یا ارتیفیشل انټلیجنس په مرسته او د انسان د فعالیت د اندازې پر اساس د هغه عمر اټکلوي.

د مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، له ډېرو مودو راهیسې انسانان غواړي چې د خپل عمر په اندازې وپوهېږي خو داسې هیڅ وسیله نه وه چې د انسان د عمر آتکل پرې وشي.

 اوس یو اپلیکېشن جوړ شوی چې د عمر اټکل کوي.

طبعاً د دې مطلب دا نه دی چې دقیق وخت ښودلی شي.

دا اپلیکېشن ګیرو (Gero) نومېږي او د مصنوعي ذهانت په مرسته د موبایل د خاوند د سپیدامیتر یا سرعت مېچ معلومات تحلیلوي او د هغه عمر سنجوي.

دا اپلیکېشن د انسان د فعالیتونو، روغتیايي وضعیت، جنسیت او عمر په شان معلومات تحلیلوي او بیا اټکل کوي.

تراوسه حرګنده نه ده چې د دې اپلیکېشن تحلیل یا اټکل څومره دقیق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...