سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند خرافاتو ډولونه | استاد سعدالدین شپون

د خرافاتو ډولونه | استاد سعدالدین شپون

نوره دارایي خو تنظیمونو، قوماندانانو، جنګ سالارانو او اوسنو کرزېوالو له ولسه واخیسته. یو شی چې لا بې وزلي ولس ته پاتې و، ژبه ده، هغه هم د نوښتګرو د یرغل لاندې ده.که کار همداسې روان وی، په لنډوکالونو کې به نوښتګر او ولس یو د بل په ژبه نه پوهېږي. خدای بښلی نور صیب به ویل، د زیار دا نوی توری مازې د ثواب دپاره دی، لکه د ده خپل نثر چې نګه پښتو دی خو سړی نه پوهېږی چې څه وايی. تږی به لا دا ویل چې زیار د ژبپوهنې لومړنی ډاکټر دی چې له نیشت نه هست جوړوی.

درې کاله دمخه، د وخت د پوهنې وزیر و حنیف اتمر(چې زه یې د احسان پوروړی یم) ، زه،  نور صیب و انځور او ځینې نور وروبللو چې په ګډه د ښوونځیو درسي کتابونه په نوې طریقې ولیکو. په زړو کې خو شکایت دا و چې کمونستانو د انفلاب تبلیغ کاوه او امپریالستان یې محکومول. او بیا چې د تنظیمونو باچايي راغله نو هغوی بیا ویل چې که هر مجاهد نهه روسان وژني، نو درویشت تنه مجاهده څو روسان وژنی؟ اتمر ویل چې درسي کتاب له سیاست نه لرې و ساتئ. دا مو وکړل خو په داسې ژبه چې لوستل یې شاګرد ته ګران و. زموږ زیاتره بحثونه په دې و چې پښتو کې څو ډوله یاګانې دي؟ نور مو نه سر نه خوږاوه چې د کیمیا، فزیک، بیالوژي دغه حکم چې موږ یې کوو، د نن ورځې د علومو سره سمی خوري او که لا هم مځکه، غونډارې نه بلکه هواره پلنه ده، عنصرونه لا هم څلور دي او د کیمیا هدف دا دی چې له کاڼی لال او له وسپنې سره زر جوړ کړي.

 زموږ د وختونو په ښوونځي کې د دینیاتو د مضمون یوه برخه په زکات وه. هلته معلم د اوښانو سلسله یادوله، حقه، جزعه، بنت لبون……. چې بیا یې د هر یوه د زکات اندازه ټاکله. موږ تر هغې دمخه مازې یو وار اوښ لېدلی و چې ټول کلیوال ترې چاپېر ولاړ وو چې دا لا څه آشا ده. اوس چې فکر ورته کوم هغه وخت زیاتر مضامین د ثواب له پاره و . د وراثت مضمون هم و چې معلم ته یې موږ (میت مرد) ویل. چې هره ورح به ده مضمون پیل کاوه نو په پاړسي به یې ویل، میت مرد ، دو بوجي ارد و هشت دانه تبر ازو ماند .از میت دو پسر، پنج دختر و سه سیاسرماند، حال ایره چي قسم تقسیم کنیم؟ را شه که یې ګورې! بله ورځ به یې بیا میت مړ کړ، دا ځلی به یې کاروان صیب ترې جوړ کړ، بنت لبونان او  حفې ،جزعې به ترې پاتې وې. که یې زه ترې جوړولای، خدای خبر چې څومره سېرلی او پشېرلی به یې وېشل یا به یې اوله عربي کول بیا یې خپله فارموله پرې چلوله. تر دې حده مسخره ترې جوړه شوه چې شاګردانو یو په بل همدا نومونه کېښودل. اې د بنت لبون زویه . د دي دوې خویندې، یوه حقه، بله جزعه. زموږ معلمان هم نیمی خرافاتي وو. د جغرافیې ښوونکی به په هماغو لومړیو ورځو کې خپله غاړه خلاصه کړه چې «امتحان کې به دا وايي چې مځـکه ګردوړې ده، خو منی به یې نه.» دا خبره مې څو څو ځلي کړې ده چې غیر له مولوی خالص نه، بل هېخ ملا دا نه منله چې بنیادم دې سپوږمۍ ته ختلی وی.« پدرش ده ماتاو بالا شده نمې تا نه. خود شان مېګن که ده کره ی ماتاو بالا شده، نه ده خود ما تاو.» هېڅوک ګرم نه و، غونډه جامعه همداسې وه.

 هغه ورځ مې د حمزه بابا کلام کوت. په دې ښکلي بیت واوښتم :

ستا به تبسم راغلې اوښکې بېرته ګرځي

جار دې د کتو نه چې سرکه شرابوی

ما دا مانا ترې واخیسته چې مالګینې اوښکې وچوی، شرابی ملالې سترګې ترې جوړوی.همدې باریکیو ته خوب وړی وم چې د بابا ژوند ته مې تلوسه پیدا شوه نو مې د قابلبای افریدی د ډاکټرۍ مونوګراف راواخیست، د حمزه ژوند لیک  و. له سره ترپایه مې وکوت. هلته په دې عجیبه بیان واوښتم چې بابا ډېر کالونه په کیمیاګرۍ تېر کړي دي. ډېرې ټوټکې یې وکړې، وسپنې او نور فلزات یې سره ویلي کړل (خو  لکه چې ناکام راغی، ځکه چې زه یې په پېښور زاړه ښار کې په اخري زیارت ته ورغلم، په یو شلېدلی کټ، په سخا خونه کې تر خپل خېرن څادر لاندې د مرګ په انتظار پروت و نه دا ګتر نه پر سان). ما دا کیسه تلفون کې د خپل یو یار سره برسېره کړه. هغه هم زیار یاد کړ، په خندا یې وویل، دا شینواري همداسې دي.

نو دا خرافاتي ذهنیت افغان شموله و. پښتونخوا کې لا یوه لوټه دروند.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۵ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب