Homeداسې هم شتهساینسناسا مریخ ته ستوربېړۍ ولېږله

ناسا مریخ ته ستوربېړۍ ولېږله

تاند- ناسا نن /شنبه/ مریخ ته یوه ستوربېړۍ ولېږله چې په دې سیاره کې د تودوښې په شان د ژوند نښې وڅېړي.

تمه کېږي چې د ناسا ستوربېړۍ به، چې این سایټ نومېږي (InSight)، د دې سرې سیارې رازونه ومومي او مځکې ته به یې راولېږي.

د ناسا ستوربېړۍ نن (شنبه) په کلیفورنیا کې له وندربرګ څخه د (United Launch Alliance Atlas Vا) توغندي په وسیله وتوغول شوه.

که هر څه له پروګرام سره سم پر مخ لاړ شي، دا ستوربېړۍ به، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د سږ کال د نوومبر په ۲۶ مه د مریخ د استوا کرښې په شمالي برخه کې کښته شي.

په بل پړاو به د دوو کلونو لپاره د مریخ د داخلي ترکیبونو او جوړښتونو په اړه څېړنه وکړي.

د ناسا د ساینسي ماموریتونو مسوول توماس زوربوشن په یوه خبري غونډه کې وویل، دا ستوربېړۍ په اصل کې د تودوښې په شان په مریخ کې د ژوند د نښو څرک لګوي.

دا به په څلور نیم ملیارد کلونو کې، چې مریخ رامنځته شوی، لومړی ځل وي چې د هغې په اړه بشپړه څېړنه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...