جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاولې د سترګو  بايومتريک دومره مهم ده؟ 

ولې د سترګو  بايومتريک دومره مهم ده؟ 

ډاکټر رفيق آصفي
راځئ لمړۍ د سترګې اتونامي په ساده ټکو کې وپيژنو. د سترګې سپينه برخه sclera، مخامخ توره برخه چې د سترګو تور يا iris, د سترګې تورو په منځ کې توره نقطه چې د کسي یا pupil په نوم ياديږي او د هغې شا ته Lens پورت دى چې د accommodation يا د شيانو د نيږدې او لرې ليد په برابرولو کې رول لري، Lens وروسته د سترګې داخلي برخه ده چې د Retine په نوم ياديږي چې د سترګې داخلي برخه يې پوښلي ده. Retine ځانګړي فوتوريسپترز photo receptors لري چې د عکس اخيستو خاصيت لري او بيا د optic nerve له لارې دماغو ته انتقاليږي. Retine د پاسه د ويښتانو په شان نري رګونه چې د Retinal Arteries په نوم يادېږي موجود دي. نوموړي رګونه د  retine تغذیه کولو دنده په غاړه لري. Retinal Arteries په ټولو انسانانو کې مختلف ډؤل خواره واره خپره شوي دي، حتا په Homozygotic twins (د يو سپرم او يوې هګۍ پېدا شوي غبرګوني) چې جينيټيکي خواصو له طرفه تقريباً يو شان دي، د نوموړي رګونو شکل او خپريدا بڼه  توپير لري.
نو هغه کمره چې د سترګو په بيومتريک کې کارول کېږي د Low-Energy ifrarad وړانګو څخه کار پکې اخيسته شوى. نوموړي وړانګې ترټولو ښې يې Retinal Arteries جذبولى شي چې کمره يې د عکس په شکل کمپيوتر ته ليږي او کمپیوټر يې د ځينو رياضيکي او ستاتستيکو عمليو سرته رسولو پواسطه عکس کود(code) بڼې ته اړوي ښه مثال يې لکه بار کوډ. دا کوډ په database  کې د تل لپاره ساتل کېږي. کله چې مشکوک او مجرم ونيول شي او د Retine کوډ يې مخکې له مخکې په Database کې موجو وو نو د نوموړي کس کوډ د څو ثانيو وخت په تېرېدو سره د کمرې او کمپيوټر پواسطه وئيل کيږي او د  شخص ټول شخصي مالومات د کمپیوټر په پرده ښکاري. همدا راز د سترګو تورو او يا İris سکن هم په بيومتريک ټکنالوژۍ کې کارول کيږي.
سترګو په سکن کولو کې ډاکټران به خپل ورځني ژوند کې د سترګو ناروغيو په تشخيص کې هم کار اخلي.
کله څنګه چې د سترګې Retine يو داخلي جورښت ده نو په انسان کې د تل لپاره يو شان او نه بدليدونكى خاصيت لري.
 خو ځيني ناروغۍ بيومتريک ټکنالوژي ننګولى شي لکه؛
Diabetic retinopathy
Retinitis pigmentosa
Retinal detachment
Gluacoma
Retinal Aterial occlusion
Retinal prothesis
Retinal Tear
او داسې نورې ناروغۍ چې د سترګې داخلي جوړښت تخریبوي او د بدلون سبب ګرځي.
ډاکټر رفيق آصفي په ترکیه کې د طبي علومو محصل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب