سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+په ژوند کې د ملګري اړتیا| حمیدالله فیضی

په ژوند کې د ملګري اړتیا| حمیدالله فیضی

ملګری هغه چا ته وایي چې ته له ستونزو سره مخامخ یې، دی ډاډ ګیرنه درکړي او په مشکلاتو کې دې یوازې پرې نږدي. ښه ملګری د الله تعالی له ځانګړو پېرزوینو څخه شمیرل کېږي او په دنیوي چارو کې د بریالیتوب تر ټولو ستر لامل دی.

کوښښ وکړئ چې په ژوند کې ښه ملګري ولرئ او بې ملګرو ژوند بې معنا، بې کیفه، بې خونده، بې هدفه او بې ښکلا دی، نو هڅه وکړئ چې په ژوند کې ښه ملګري ځانته وټاکۍ څو ستاسو ژوند هم له ښکلاوو ډک او له مینې متاثره وي.

که څوک غواړي چې په ژوند کې محرک او خپلو موخو ته د رسیدو لیواله وي، نو د ځان لپاره ښه ملګري انتخاب کړئ، ځکه ښه ملګري کولای شي په هره برخه کې ستا ملاتړی وي او اهدافو ته د رسیدو په موخه تاسو ته له معنې ډکې مشورې درکړي.

ښه ملګری ستا شخصیت، ستا پيژندنه، ستاعزت او ستا لویوالی څرګندوي چې څومره ښه ملګري ولرې ستا ارزښت د نورو په پرتله هم د خلکو په منځ کې او هم د الله (ج) پر وړاندې زیات دی ځکه هغو کسانو باندې خلک راټولیږي او ملګرتیا ورسره کوي چې د الله(ج)خوښ وي.

په ژوند کې که پیسې ولرې او که جایداد او نور هرڅه خو چې ښه ملګري ونه لرې له خفګان او بې کیفه ژوند سره مخ کېږي او ستا ژوند به نیمګړی وي، ځکه د زړه د راز او د خوشحالیو او دردونو شریکوونکی چې کله ځان ترې خلاص کړې او کله یې هم له بل سره شریک کړې، څوک نه لري، نو دا هغه وخت دی چې ژوند در باندې بوج کیږي او ورځ تر بلې کمزوری کېږې.

که غواړې چې له ژوند څخه خوند واخلې او په چارو کې تل بریالی او کامیابه اوسې، خپل ژوند له ښکلا، مینې، مهربانۍ، له بل سره له مرستې او له اړیکو څخه خالي ونه ساتې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه!  چې د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې  او تر څنګ يې د آرامۍاو خوښۍ احساس وکړې.

داسې ملګری چې ريښتینوالی یي ثابته کړي چې ستا په خوشحالیو، خوشحاله او ستا په درد او غم کې ځان ستا شریک بولي او ستا باور او اعتماد بشپړ دی چې ملګرتیا يی بې مطلبه دی.

هر څوک په ژوند کې باید د دې په لټه کې وي چې د ځان لپاره ښه ملګري غوره کړي څو یو له بل سره په خوشحالۍ، درد او غم کې ملاتړي اوسي او پرې نږدي چې رامنځته شوي ستونزې یې ملګری بې توان او بې طاقته کړي.

په همدې حال کې اوس زه په یوه بل ټکي تم کېږم هغه داچې که تاسو تل د ځان لپاره ښکلي او خوندور ملګري غواړئ نو تاسو هم په ځان کې د قربانۍ دا خصلتونه پیدا کړئ: کله نا کله به د ملګرو خبرې زغمی او پر وړاندې به یې غبرګون نه ښکاره کوئ ځکه ځینې پاک نفسه او پاک زړي ملګري تل احساساتي کیږي او هغه احساسات یې له ډيرې رېښتینوالۍ، صداقت، مینې او میړانې څخه سرچینه اخلي او هغه مینه یې نه پریږدي چې ستاسو له خوا څخه لېرې شي، نو که چیرې احساساتي شول او تاسو ته یې داسې الفاظ وکارول چې ستاسو د خوښې وړ نه وو، باید وزغمل شي، ځکه د ملګرتیا د غځیدو یو ستر لامل زغم دی.

ډیرۍ داسې ملګري شته چې د ملګرتیا په اصولو/قواعدو، د ژوند په ورځنېو ټولنیزو نزاکتونو او له ملګرو او دوستانو سره په خپل چلند پوه وي، داسې انسانان بیا ډیر رېښتینی، وفاداره او ملګرتیا ته ژمن وي.

ښايي داسې ملګري هم وي چې تر خپل مطلبه ستاسو ملګرتیا وکړي، خو زه په دې اند یم که چیرې تاسو په ملګرتیا کې صادقه اوسئ هیڅ کله به له داسې ملګري سره مخ نشئ چې تاسو سره د مطلب د پوره کولو پورې ملګرتیا وکړي.

ښه ملګری د هغې ملایکې په څیر دی، هیڅ کله تاسو یوازې نه پریږدي او د کامیابۍ تر آسمانونو پورې مو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره تاسو ته د  روښنایي او سمې لار په ښودلو کې پل پر پل او اوږه پر اوږه ستاسو ملاتړ کوي او د ټولې نړۍ خوشحالۍ سوکالي او آرامي لومړی ستاسو لپاره غواړي او بیا ځانته، ځکه ستاسو په آرامتیا کې خپل سکون لټوي.

 بې ملګري ژوند داسې دی لکه چې ښکلې کلا دې آباده کړې وي او د شاه او خوا دیوالونه یې ډیر په ښکلا سره رغول شوي وي او ډیره ښکلې دروازه ولري، خو کله چې منځ ته ورشې هیڅ شی او هیڅ کس پکې نه وي نو کوښښ وکړئ چې خپل ژوند له نیمګړتیاوو وژغورۍ او د ژوند د ښکلا لپاره ښه ملګري وټاکۍ.

د روڼ اندو په وینا: ملګرتیا له ډیرو ویالو بهېږي خو تر ټولو ستره، پاکه، له مینې ډکه، د ښکلا په څراغونو روښانه او ژوند ته ښکلا ورکوونکې ملګرتیا د احترام له ویالو څخه سرچینه اخلي.

ستا جدایي ډیره ستونزمنه ده، ملګریه

پرته له تا ژوندون نیمګړی ده، ملګریه

لیکوال: حمیدالله فیضی بابکرخیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...