سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+قبیله څه شی ده؟| احسان‌الله ارینزی

قبیله څه شی ده؟| احسان‌الله ارینزی

په افغانستان کې د مدنیت او بدویت ستونزه

داسې ښکاري چې لومړنئ قبیلوي ټولڼې به، د لومړني اشتراکي یا ګډ ژوند په وختونو کې منځ ته راغلي وي چې تولیدي وسایل د ټولو ګډ مالکیت بلل کېدل او ټولو به د اړتیا په وخت کې کار ځینې اخسته.

 پخوا چې ډېر خلک پوونده او کوچیان وو، قبیلوي ژوند ډېر عام و. قبیلوي ژوند د وخت په تېریدو، داسې ذهنیت منځ ته راوړي چې د خلکو په مغزونو کې یې د سپیڅلو کتابونو په شان ځای نیولی، له ماشومتوبه یې تر زړښت  او مرګ پورې پالي او د یوه درانه میراث په توګه یې خپلو اولادونو ته امانت سپاري. همدا علت دی چې قبیلوي ذهنیت په کلیوالو او هغه خلکو کې، چې بل ځای او حتی ښارونو ته ګډه شوي او ښوونځیو ته هم تللي، هومره برلاسي پاته شوی چې پرېښودن یې ناشونی ښکاري!

اوس که موږ په افغانستان کې وینو چې کوچي، پوونده، کلیوال، ښاري، شتمن، بېوزلي، انقلابي، مرتجع، ملا، داکتر، پرمختګ پال، شاتګ پال، سیاسي، ګوندي، مشر، کشر او رهبر یو شان قبیلوي ذهنیت لري، دلیل همدا دی چې هر یو لږ او ډېر قبیلوي شخصیت، قبیلوي ذهنیت او قبیلوي هڅوب (فرهنګ) لري او ځان له دې خبیثه کړۍ څخه په آسانه، نه شي ایستلای.

 شک نشته چې هره انساني ټولنه چې په داسې کړۍ کې ایساره وي، په خپل هڅوب کې ډېرې درنې لاس ته راوړنې، پرمختګونه، بریاوې، ښکلي میراثونه، پنځونې او ښایستونه هم لري؛ خو قبیلوي ذهنیت د ټولو د پاسه حاضر وي او خپلو امتیانو ته اجازه نه ورکوي چې له سرو کرښو د باندې ووځي او د نسبي خپلواکي سا وباسي.

 زموږ په دې پراخه سیمه کې سید جمال الدین افغاني، کواکبي، حسن البنا، مالک بن بني، ابوالحسن ندوي، صلاح الدین سلجوقي، شریعتي او ډېرو نورو، په تېره څه باندې یوه پېړۍ کې، هڅه کړې چې د ختیځ د ویښتابه او پرمختګ په لاره کې، د خنډونو او عواملو په هکله ژور بحثونه وکړي؛ خو قبیلوي ذهنیت ته یې، د سیمې او حتی اسلامي نړۍ د خونړیو ستونزو، وروسته پاته کېدن او فکري او مادي بېوزلي، د یو اساسي عامل په توګه ډېر پام نه دی کړی. هغه ذهنیت چې زموږ تاریخ، جغرافیا، هڅوب، سیاست، کړۍ، ټولنې، ګوندونه، دین، شخصیتونه او وطن یې ټول فتح کړي او د هر راز ژور او بنسټیز فکري بدلون، مدنیت او پرمختگ مخه ډب کړې او پردیو ته د لاسوهنې لار اواره کړې ده ([1])

 دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې په قبیله کې زېږېدل یا تړلتوب، ګناه او غلطي نه ده؛ خو قبیلوي ذهنیت درلودل، په قبیلوي تعصب ټینګار، د ډېر زاړه هڅوب جاهلی عناصرو ته د سپیڅلتیا په سترګه کتل او د ظلم، زورزیاتي او دښنه توب (دشمني) پالل او ستایل، د اوسني انسان له ځانګړتیاوو سره په ټکر کې دي او ګناه شمېرل کېږي.

 په تېرو نژدې پنځو لسیزو کې، په افغانستان کې د نړۍ نژدې ټولې ایدیالوژي ګانې او (ایزمونه) سره وجنګېدل. د ولسمشر محمد داوود ملي غورځنګ ګوند او جمهوري نظام؛ د تره کي امین خلقي ولسواکي، د ببرک کارمل او پرچم ملي ولسواکي، د مجاهدینو سیاسي اسلام، د طالبانو لومړی امارت او لویدیځه ولسواکي، چې هر یو د راز-راز فکري بهیرونو مادي، لوژیستیکی، پوخی او قکري ـ معنوي ملاتړ له ځانه سره درلود، ټول مات شول او له صحنې ووتل.

 په دې اخ او ډب کې بهرنیو پوځونو زموږ په هېواد یرغلونه وکړل.  شوروي پوځونه راغلل، مات شول او لاړل، امریکا او ناټو او نور موتلفین د لویدیځي ولسواکئ د پلویانو د ملاتړ د پاره راغلل، خو مات شول او بېرته لاړل. ډېرو استخباراتو دلته ځالې جوړې کړې؛ خو ټینګ نه شول او شاتګ یې غوره باله. که دې بهیر ته په ښه ځیر پام وکړو، د دې ټولو خونړیو بهیرونو، یرغلونو او ماتو شا ته، د قبیلوي ذهنیت، قبیلوي شخصیت او قبیلوي میراث (دیو) ولاړ دی چې (پردي) یې هم زموږ په ضد د یوې زهري تورې په شان کارولی شي.

 پردیو چې زموږ د ټولنې او ستونزو کتاب یې مخې ته پروت دی، تل همدا د قبیلې د دېو پالونکي فکر او ذهنیت په غېږ کې نیولې، قبیلوی چمتو پرګنې یې په پیسو، وسلو او وسیلو سمبال کړي او هسې کانې یې کړي، چې زرګونه خلک پکې وژل شوي، کلي او ښارونه وران شوي، ډېر ګلالي ارمانونه خاورې شوي؛ خو ګټې نورو کړې او بهرنیانو زموږ له قومي-قبیلوي جوړښتونو څخه ، زموږ د وطن د ورانولو د استعماري پروژو د تظبیق د پاره ګټه اخستی او معمولي توپیرونه یې، د وسلو په شان یو د بل په ضد کارولي دي.

 د شلمې پېړی په وروستیو دریو لسیزو او د یوویشتمې پرئ په دوو لومړنیو لسیزو کې، د نړئ ډېرې ایدیالوژیګانې په افغانستان کې سره وجنګېدې. هر چا خپله دښمني دلته راوړه، لومړی په سړه جګړه کې سره ونښتل؛ خو ژر یې ښکاره یرغلونه  پیل کړل، توپونه او ټانګونه یې مرش کړل، زموږ د خلکو سرونه، اولادونه، کورونه، جوماتونه، ښوونځی، کروندې، ارمانونه او ټول ژوند يې هدفونه وګرځول، په ننګرهار شریف یې موربم استعمال کړ او د امریکا د متحه ایالاتو ولمشر خو لا ګواښ کړی و، چې کیدای شی په افغانستان باندې اتوم وغورځوی!

 په دې یرغلونو کې هیڅکله بهرنیانو په يوازې توګه تورې نه دي وهلی؛ بلکه افغانی ملګری به یې درلودل او ټولو بهرنیو یرغلګرو، هر یو د خپلو ستراتیژیکو موخو او ګټو د پاره، زموږ ټولنیزو جوړښتونو او قبیلوی ځانګړتیاوو ته کتلی،د بېل یې کړه- ایل یې کړه تګلاره یې غوره کړی، یو قوم یې د بل قوم په ضد مسلح کړی او د قبیلوی ذهنیت له منفي مظاهرو څخه يې زموږ د ګډ وطن په ضد کار اخیستی دی. 

 لنډه دا چې قبیلوي ذهنیت مدنې واکمني نه پیژني. قبیلوی انسانان هر وخت د هر خان او ملا او ملک او مشر ( او له دې لارې بهرني ځواک) په غوښتنه چيغې، یرغل، چپاو او  جګړې ته چمتو وي؛ ځکه له قبیلوي اصولو سزه ژمنه، هر پښتون / ناپښتون همداسې ( عصبیت) ته اړ باسي چې یا بل ووژني، غازي شي او یا ځان په بل ووژني او (شهید) شي؛ خو قبیلوي اصول په ځای کړي او نوم وګټي!([2])

 ښاغلي  وزیري په افغانستان باندې پرله پسې پردي یرغلونه او کورنئ ستونزې له هغه عواملو څخه بولي چې د قبیلوي نظام له پایښت سره مرسته کوی او لیکي چې همدې عواملو د هغه بنسټونو د نړولو مخه نیولی چې قبیلوي نظام پرې ودان دی او په هېواد کې، د ملت جوړونې او پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړوي.([3])

 دا اند، ورو – ورو داسې کودونه زیږوي چې د قبیلې اساسي قانون باله شي او د قبیلې کورنئ او بهرنئ تګلارې او اړیکې جوړوي او سرې کرښې ورته کاږي. د اصولو له مخې د قبیلې هر غړی دنده لري چې د خپل ګډ تاریخ، وینې، سیمې او ژبې د ساتلو د پاره، د سر او مال قرباني ته چمتو وي. که یو قبیلوي انسان جرم او غلطي وکړي، ټول یې زیان ګالي او که کوم ویاړ وګټي، هم په ټولو پورې اړه لري.

 زموږه سیمه او په سیمه کې بیا افغانستان که له یوې خوا د ستر تاریخ، لویو تمدنونو او فرهنګي ویاړونو ټاټوبی دی، له بلې خوا د بده مرغه تل، له شمال، سهیل، ختیځ او لویدیځ څخه، د داسې مستو وسله والو کوچیاني قبایلو د یرغلونو په خرپ کې دل شوی چې زموږ په هڅوب/ فرهنګ کې یې لوی بدلونونه راوستلي او هر څو وخت وروسته یې زموږ ټولنیز پرمختګونه، ښاري ژوند او مدنیت ته درانه زیانونه اړولي دي.

 په داسې شرایطو کې زموږ خلک، په دوو متناقضو ټولنیزو نظامونو کې ایسار پاته شوي. یو پلو زموږ خپل تاریخي تمدني ارځښتونه او بله خوا تحمیلي وارداتي بدویت. داسې خلک له تمدن څخه لیرې پاته کېږي؛ ځکه لږ او ډېر وخت وروسته بیا د وسلوالو قبایلو له یرغل څخه زیانونه ګالي؛ خو په عین حال کې له خپل زاړه تاریخ او پخواني تمدن سره خپلې اړیکې نه شي شلولای، ځکه چې ریښې یې ډېرې ژورې دي او زر زیان نه ویني.

د افغانستان معاصر څو سوه کلن تاریخ له همداسې کیسو ډک دی. کله مدنیت بریالی شوی؛ خو کله د بدویت جنډې رپېدلي دي.

 بدویت په هغه چاپېریال کې ښه وده کوي چې د مرکزي دولتونو له واک او ځواک څخه لیرې وي. بدوي ټولنې هر وخت او هر ځای د دولتي واکمنئ دښنه بلل کېږي. بدویت د تمرد او عصیان بل نوم دي. په بدوي ټولنه کې قبیلوي اړیکې د دولت – فرد  اړیکو ځای نیسي او قبیلوي کودونه او مشرتابه د دولت دندې مخ ته بیایي. بدوی انسان دولت ته په بده یا کمه سترګه ګوري او هر وخت د دولت نسکورولو ته چمتو وي. بدوي انسانان دولت ته د مالیې ورکول مناسب نه بولي او د عسکري مکلفیت دوره نه تېروي([4]).

 سره له دې چې اوس په افغانستان کې کوچي پرګنۍ لږ دي او ډېر خلک په کلیوالو سیمو کې اوسي؛ خو بدوي فکر اغیزه په ډېرو ښاریانو کې هم په ښکاره لیدل کېږي.

 تاریخ وايي چې زموږ په سیمه کې؛ خو په لویه معنی، له پخوا څخه تر اوسه د بدوي ژوند دوه مرکزونه ډېر د پام وړ دي. دا مرکزونه په حقیقت کې دوه لوی ډاګونه دي. یو د آسیا په شمال کې لوی ډاګ چې له منګولیا څخه پیل کېږي او په قزاقستان او منځنې آسیا کې تر کسپین پورې غږیدلی، دویم هغه ډاګ چې د افغانستان له لویدیځو او جنوبي شګلنو ځمکو څخه پېل او د ایران، عراق، سعودي، یمن په لار د افریقا ته شمال او اتلس سمندر تر سواحلو پورې رسي.

 د دې دوو پراخه ډاګونو تر څنګ، چې د بدویت د زېږېدو اصلي سرچینې بلل کېږي، په همدې لویه سیمه کې د چین، هند، سند، بلخ، غزني، ننګرهار، آی خانم، بامیان، هرات، کندهار، فارس، ماوراالنهر، عراق او … تمدنونه هم د یادولو وړ دي چې له هغه بدوي کوچیاني قبایلو سره یې د ټکرونو له لارې سترو بدلونونو ته لارې پرانستې دي.

 ځینې پاسني تمدني مرکزونه دومره پیاوړتیا درلودلې ده چې د قبایلو د ورانوونکو یرغلونو مخه ډپ او په ځان کې یې حل کاندي. د مثال په توګه چین د خاروې د لویوالي او د نفوسو د ډېروالي په تونس، د مغولو یرغلونه اوبه کړل، هر چا چې په هندوستان یرغل کړی، د همغه وطن په پېژاند او تمدن کې ګډ شوي، فارس هم په ښه وضع کې و؛ خو د اوسني افغانستان د مدنیت پخواني مرکزونه لکه بلخ، تخارستان، هرات، بست، منډیګک، غزني، بامیان، کابل، هډه، کاپیسا، بګرام او نور، لکه کمکي کلي یو له بل څخه دومره لیری پراته وو، چې له ځینو قبایلي یرغلونو سره یې ډغرې نه شي وهلای او ژر به له ماتو سره مخامخ کېدل.

 د داسې تمدني مراکزو او قبایلي یرغلونو تر منځ تاریخي اوږدمهاله ټکرونو، زموږ د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان خلک یا افغاني انسان له دوه ګوني پېژاند یا شخصیت سره مخامخ کړی دی. هغه ستونزه چې باید لویه مطالعه او ډېره څېړنه پرې وشي.

 


[1] ذهنیت قبیلوي، ص (س). مخونه، کابل

[2] ذهنیت قبیلوی، ص ۶۷

[3] سیمه ییز مطالعات، ص ۷۳-۷۴

[4] ذهنیت قبیلوی، ص ۶۷

قبیله څه شی ده؟| احسان‌الله ارینزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...