د پښتو قبایلو تشکیلات:
دا قبایلې د نورو ټولو قبایلو په شان څلور اساسي ستنې لري:
الف – وینه (نسب)،
ب – خپلوي (د خور- لور ورکړه)،
ج – ګوندي (پره جنبه)،
د – الحاق.
الف – وینه: د وینې خپلوي د خېل پړاو لوی اصل دی. په مورواکه ټولنه کې ماماخېل نژدې خپلوان دي. په پلارواکه ټولنه کې د پلار خپلوان هم د ونیې خپلوان ګڼل کېږي چې وروسته تربرونه بلل کېږي. تربرونه به د خپل تربور په ننګه درېږي او د غچ اخستو مکلفیت لري. د وینې خپلوي په ټولو لرغونو قبیلو کې د قبیلوي اړیکو د ناموس حکم لري چې پښتانه یې هم پالي ([1]).
ب – خپلوي: د دوو خېلونو تر منځ د ښځو واده کول داسې خپلوي جوړوي. کله داسې ودونه په خوښه وي او کله د هډماتي په حالت کې چې ښځه/ ښځې په بدو کې ورکول کېږي ([2]).
ج – ګوندي: ګوندي د قبیلوي تشکیلاتو درېیم اصل او داسې یو سیستم دی چې (خېلونه) یا (ټبرونه) پرته له دې چې خپلې نسبي اړیکې په پام کې ونیسي، ګوندي اتحادېې ته ورځي. له پکتیا او وزیرستان څخه تر سوات پورې، تور او سپین او ګاړی او سمل دوه غټ ګوندونه دي چې اوس یې وروستنی بقایا لیدل کېږي.
ګوند یوه لرغونې قبیلوي موسسه ده چې د (ټبر) په وخت کې پیاوړی کېږي او ډېر سیاسي ماهیت لري چې ورو – ورو د دولت د جوړېدو لومړنی انځور ته لار اواروي.
د – د الحاق او ادغام (ګډېدل): دا اصل هم په ټولو قبایلو کې پالل شوی. یعنې له یو بل سره د خېلونو ګډېدل. په پښتنو کې خویشکي، مهمنزي او اتمانخیل له یوسفزو سره یو ځای شوي او یا سالار او منصور له غورغښتو څخه جلا شوی او له یوسفزو سره یو ځای شوي دي ([3]).
داسې یو ځای کېدنه معمولاً په خبرو اترو پای ته رسي او کله نا کله لږ او ډېر مراسم هم لري.
په اعرابو کې هم دا دود (اولا یا حلف) شته. هلته به چې کله یو خېل په بل کې کسانو به چې درلودل. ([4]).
د عربو د جاهلیت په وخت کې، ځینې قبیلې په همدې پیاوړي شوي چې نورې قبیلې ورسره یو ځای شوې دي. په داسې حالت کې زورورې قبیلې دنده درلوده چې د ورسره یو ځای شوې قبیلې خوندیتوب او عزت وساتي او ټول هغه حقوق ورته ومني، چې خپل خلک یی لري . ([5])
د قبیلي مشرتوب: د هرې قبیلي په سر کې یو مشر، سپین روبی، مجرب، زړور، هوښیار او نسبتا شتمن نارینه ځای لری. دا مشر دنده لری چې د قبیلي په استازیتوب خبرې وکړي، مېلمستیاوې جوړې کړي، سوله او کړه وکړي، غنایم او زیانونه ووېشي یا وګالي. د قبیلي هر غړی د قبیلی نظام مني، د مشر له پرېکړو سره مخالفت نه کوي؛ ځکه چې بیا د قبیلي نظام د ماتېدو ګواښ رامنځ ګېږی چې درانه عواقب لرلای شی. لږ پخوا که چا داسې مخالفت کړی وای، له قبیلي څخه یې د شړلو امکان هم و.
هغه وخت کسات او جګړه د قبیلوي ژوندانه د فکر او عمل د ملا تیرونه وو او ټولو به هڅه کوله چې د قبیلي د یووالي د ساتلو د پاره، کار وکړي او قربانی ورکړي.
[1] خېل او ویش، ص۱۸
[2] خېل او ویش، ص ۱۹
[3] خېل او ویش، ص ۱۹
[4] خېل او ویش، ص ۲۳
[5] ذهنیت قبیلوي، خواجه بشیر احمد انصار، انترنیتي کتاب ص ۱