غلام جیلاني ځواک
د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او خبریالان له یوې مودې راهیسې په دې سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیل خبرې کوي چې غربي استعمار یې غواړي د پاکستان د پوځي استخباراتو په مرسته پښتونخوا، افغانستان او یا حتی ایران او منځنۍ اسیا کې پیل کړي.
د دوی په قول او همدا رنګه د رسنیزو راپورونو له مخې لکه پخوا چې څرنګه مجاهدین او طالبان و کارول شول، دا ځل ستر قدرتونه د پاکستان په لاس ټي ټي پي او داعش د سیمې نوې جګړې ته چمتو کول غواړي.
هغه وایي؛
نیش عقرب نه از پی کین است چون تقاضای طبیعت اش چنین است
کله چې د مودي حکومت په هند کې د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ او کشمیر یې د هند په یو ایالت بدل کړ، هغه وخت د پاکستان حکومت هیڅ کوم د پام وړ غبرګون ونه ښود، پرته له دې چې د اسلام اباد یو سرک یې د سرینګر سرک په نوم ونوماوه.
پاکستاني رسنیو او سیاستوالو جنرال باجوه او عمران خان په دې تورن کړل چې ګواکې پر کشمیر یې سودا کړې او مودي د پاکستان په خوښه کشمیر د هندوستان په یو ایالت بدل کړی، نو ځکه خو پاکستان دومره ستر غبرګون ونه ښود څومره چې دهندوستان دې ګام سره باید ښودل شوای وی.
مطلب مې داد ی چې د کشمیر کړکیچ اوس د پاکستان او هند ترمنځ یوه حل شوې مسئله ده، او کومه لانجه پرې پاتې نه ده، په غیر رسمي توګه دواړو هیوادونو منلې چې ستا کشیمر ستا او زما کشمیر زما.
پر کشمیر د هند او پاکستان دغیر رسمي توافق څخه مخکې د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور پرویز مشرف ډیره هڅه وکړه چې کرزي سره د پښتونخوا په هکله یو داسې پریکړې ته ورسیږي چې د افغانستان پښتانه دې د کابل او د پښتونخوا پښتانه دې د اسلام اباد وي، خو د کرزی د مخالفت له امله مشرف همداسې مخ توری پاتې شو. البته د اشرف غني په وخت کې پاکستان سره یو شمیر داسې توافقات وشول چې همدا مانا یې درلوده. لکه د استخباراتي همکاریو توافق، بارډرمنجمنټ سند چې حنیف اتمر انګلستان کې پاکستان سره لاسلیک کړ او یا پاکستان ته اجازه ورکول چې په ډیورنډ کرښه اغزن سیمونه ورتاو کړي او د تورخم دروزاې د پرانستنې په مراسمو کې د ګډون لپاره د عمران خان مخې ته خپل یو وزیر او والي لیږل.
اوس چې احتمالاً پاکستان یو ځل بیا د غرب د یوې سترې پروژې د پلی کولو ماموریت اخستی دی، د خپل «تقاضای طبیعیت» له مخې یې کشمیر ته هم خوله واچوله. د رسنیو د راپورونو له مخې دکشمیر د سرینګر په پهلګام کې ترهګرو ۲۳ سیلانیان وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي. دپیښې پړه د کشمیر د مقاومت د جبهې په نوم یوې نوې ډلې اخستی.
د دې پیښې په وړاندې هندوستان د پاکستان له تصوره څو چنده زیات، شدید او سخت غبرګون وښود. هند پاکستان سره د سند تاس د اوبو تړون وځنډاوه، وایی ټکی اوبه به پاکستان ته پرینږدم، ویزې یې کنسل کړي، د دیپلوماتانو شمیر یې کم کړ او مودي وایی چې د دې برید کوونکو او ملاتړ کوونکو ته به د دوې له تصوره پورته سزا ورکوي.
سره له دې چې یو شمیر سیاسی او پوځي شنونکي د دواړو هیوادونو ترمنځ نظامي انډول او د دوې اقتصادي اوسیاسي وضعیت ته په کتو وایی چې د جګړې احتمال ډیر لږ لیدل کیږي، خو په هر حال دا احتمال شته.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم وایی دا احتمال شته چې هند پر پاکستان برید وکړي.
د جګړې احتمال شته، او که جګړه وشي نو ایا د دوه اتومي وسله لرونکو هیوادنو ترمنځ جګړه به یواځې متعارفو وسلو پورې ایساره پاتي شي؟ څوک دا ډاډ لري چې هیڅ لوری به د اتومي وسلو د استعمال حماقت نه کوي؟
که دواړه هیوادنه اتومي وسله استعمال کړي نو ښکاره ده چې دا به نه یواځې هند او پاکستان ته بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته یو ستر بشري ناورین او یو ډیر کړکیچن سیاسي او اقتصادي بحران رامنځ ته کړي.
خواجه اصف وایي دا دیرش کاله یې د امریکا لپاره ناولې لوبه، یانې د ترهګرو ډلو پالل او روزل کول. د ترهګرو پالل او روزل یو ایډیولوژیک او فکری عمل دی، او له همدې امله د اغیز له مخې دوه طرفه ترافیک دی. د پاکستان پوځ ترهګري او بنسټ پالنه روزي اوپالی، نو بالکل ممکنه، بلکی کاملاً طبیعي خبره ده چې د ترهګرۍ اوبنسټ پالنې فکر د پاکستان پوځ او استخباراتو پرسونل ته هم سرایت وکړي.
اوس فکر وکړئ که د همداسې عواملو له امله کومه ترهګره ډله اتومي تکنالوژۍ او یا اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، دابه د ټول بشریت لپاره یو ستر او نه جبرانیدونکی ګواښ نه وي؟؟؟
د دې لیکنې نه مې هدف دا دی، پاکستان چې اتومي وسله په لاس کې لري د نړیوال استعمار د یو دلال هیواد او د ترهګرۍ د یوکرهڼیز فارم په توګه هره شیبه ممکنه ده د سیمې او نړۍ امنیت او د ملیونونو انسانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.
اوس وخت دی چې باید ملګري ملتونه په دې جدی کار وکړي په لومړۍ مرحله کې پاکستان نه اتومي وسله واخستل شي او بیا د ستر قدرتونو ترمنځ یو داسې توافق ته زمینه مساعده شي چې ټوله نړۍ له اتومي وسلو پاکه شي، او اتومي تکنالوژي او انرژي یواځې د بشر د خیر ښیګڼې لپاره وکارول شي.
په اتومي وسلو سمبال ترهګر پاکستان نور د زغم وړ نه دی!!!
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: هند به له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي
ځواک صيب کور دې ودان پدا ليکنه.
ستاسو خبرو کې ډېر وزن دی، تاسو خپل هيواد سره هيڅ ډول خيانت ندی کړی نو پدې علت مو خبرې له وزن څخه ډکې دي او پۀ زړونو او اذهانو مکمل تاثير لري.
د جمهوريت ځينې نور چورواکي چې د قدرت په وخت کې يې له هيواد سره هر ډول خيانت وکړ او خپل مخونه يې تور کړل، اوس چې هغوی ليکنې کوي او مونږ ته وطندوستي او له وطن سره د مينې درسونه راکوي، نو نۀ يواځې انسان ورته حيران دريان شي بلکه د انسان ورته پۀ ټول وجود درد شي. رب دې دوی همداسې شرمېدلي لري لکه څنګه يې چې دا عظيم هيواد وشرماؤه.
عبید خان صاحب ډيره ډیره مننه، ستاسې له مینې، یو ډاډ ولرئ چا چې افغانستان ته خیانت کړی د هغوی راتلونکي نسلونه به خجالت وي د تاریخ قضاوت تل بې رحمانه وي
پورته موضوع ته د یو پل اړخ څخه کتنه؛
نه امریکا د پرون ( البته لیری پرون) امریکا ده.
نه شوروی د پرون ورځی شوروی دی.
نه چین د پرون ورځی چین دی.
( نه خلکی او پرچمی او اخوانی او مجاهد او طالب او تکنوکرات او دموکرات د پرون ورځی خ او پ او ا او م او ط او ت او د دی) .
نه هندوستان د پرون ورځی هندوستان دی.
نه پاکستان د پرون ورځی پاکستان دی.
البته
یوازی او یوازی « انګریز » د پرون ورځی څه چی حتی همهغه د وړمی ورځی انګریز دی.
خبره می دا ده چی:
اټومی پاکستان ممکن د زغم وړ نه وی خو هندوستان او د هندوستان د زیاد قدرت هیله هم عاقلانه نه ښکاری ځکه:
نن سبا په امریکا او هندوستان غوندی هیوادونو کی سکولریزم او لائیزم ډیر کمزوری ښکاری او مذهبی روحیه ئې ورځ تر بلی د غښتلتیا په حال کی ده.
بناءً
د پاکستان او هندوسنان حکومتونه به حتماً فاسد وی خو د دواړو تر منځ جدّی جګره به ټوله سیمه نا آرامه او د خطر خط ته ورسوی چی البته د هندوستان او پاکستان قریبان او رقیبان به هم لاس تر زنی نه وی ناست چی دا مسئله خپله د احتمالی بَل شوی اور د لمبو د خپریدو لامل ګرځیدای شی.
حضرت صاحب هیڅ څوک نه وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه دلته د افغانستان یا دلته د میشت ولسونو په ګټه ده، زما هدف له دې لیکنې نه دا دی چې پاکستان په شان هیواد چې تل یې د نړیوال استعمار په ګټه دلته ترهګر روزلي، داسې یو هیواد سره د اتومي وسلو شتون نړیوال امنیت ته یو ستر ګواښ دی،
بله په دې باید ایمان ولرئ چې روس، چین، هند امریکا کله ښه هیوادونه وي یا کله بد خو پاکسان زموږ ازلي او ابدي دښمن دی، زموږ په نیمایی وجود پاکستان قبضه کړې نو په دښمنۍ او بد والي کې پاکستان بل جا سره موږ لپاره د مقایسې وړ نه دی
په درنښت