سه شنبه, دسمبر 30, 2025
Homeخبرونهد م.م. د کډوالو لویه کمیشنري وايي، سلګونه زره افغانان په زوره...

د م.م. د کډوالو لویه کمیشنري وايي، سلګونه زره افغانان په زوره خطر ته استول کېږي

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹مه) د ملګرو ملتونو د مرستو ادارو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ؛ د افغانستان د بشري وضعیت کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي، او دا بحران له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله‌ییزې ستنولو له امله نور هم سخت شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، یوازې د اپرېل په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۶ زره (په زور) ایستل شوي دي. دې ادارې د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، ځکه چې دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لا زیات محدودیت سره مخامخ دي.

د دې افغانانو ډله‌ییزه ستنیدا د بشري مرستو پر منابعو لا زیات فشار راوړي او د هغو میلیونو خلکو حالت لا پسې خرابوي چې له مخکې څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس و پښې وهي.

د دې ادارې ویاند بابر بلوچ ویلي: «دوی ورځ تر بلې ډېر محدودیتونه تجربه کوي، که هغه کار ته لاسرسی وي، که زده‌کړو ته، یا که د تګ راتګ ازادي وي.»

ښاغلي بلوچ زیاته کړه:
«موږ تل د ایران او پاکستان له حکومتونو سره دا خبره کوو چې خپل هیواد ته ستنیدا باید داوطلبانه، خوندي او له درناوي ډکه وي.»

د ملګروملتو په ادعا ښځې او نجونې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، او د قومي یا مذهبي لږکیو غړي چې په زور شړل شوي، هغه کسان دي چې بېرته افغانستان ته په ستنېدو کې تر ټولو له ستر ګواښ سره مخامخ دي.

پراخې اړتیاوې

دا خطرونه په داسې حال کې زیاتېږي چې د افغانستان نیمايي خلک له بشري مرستو سره تړلي دي. یوازې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۳.۵ میلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

بابر بلوچ ویلي: «د دومره ډېرو ستنېدونکو شمېر دا خطر زیاتوي چې نور خلک دننه بې‌ځایه شي یا هڅه وکړي اروپا ته ځان ورسوي.»

د کډوالو لویه کمیشنري هڅه کوي چې د ۷.۵ میلیارد ډالرو مرسته راټوله کړي، څو بېرته ستنېدونکي افغانان مرسته ترلاسه کړي او سیمه باثباته شي. افغانان د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د آسیا–پسیفیک له سیمې اروپا ته د غیرقانوني تلونکو تر ټولو ستره ډله جوړوله، چې له هرو لس تنو څلور یې افغانان وو.

بلوچ همداراز وویل:«زیاتې مالي سرچینې به د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته دا فرصت ورکړي چې ستنېدونکو افغانانو ته په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په تمرکز بیړنۍ مرستې برابرې کړي، چې پکې د خدمتونو، عاید، بېرته ادغام، سفر، او مالي مرستو ته لاسرسی شامل دي.»

دغه اداره دا هم پلان لري چې د ستنېدونکو د ژغورنې بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ورکړي او د دوی د منلو وړتیا زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...